قدرمن احمدګل ریان د پاڼ او پړانګ ترمنځ

رڼاګل اریوبزی

199

 د محترم ریان صاحب سره مخامخ پیژندګلوې نه لرم خو کله کله يې په رسنیوکې لیکنې لولم. راته ښکاري چې دی په دین، هیواداوعلم مبن سړی دی اوپه « نن  ټکی اسیا » کې یوه لیکنه په دې جملو پیل کوي:« ممکن دا ليکل د څه وخت لپاره راته بلا شي او ډير به دې موضوع کې راسره موافق هم نه وي، بلکې بد به ووايي، خو د خدای لپاره يې ليکم او په دې هيله يې ليکم چې هم مو ثواب ګټلی وي او هم نظام، کلتور او ولس ته يوه ګټه ورسوو.» اوورپسې زیاتوي چې:« زما لپاره د سوال ځای او د دې ليکنې انګيزه د ښځو د مکاتبو او پوهنتونو تر امر ثاني معطلول دي.» احمدګل ریان په دې لیکنه کې په ډیراحتیات ګام په ګام مخ په وړاندې ځي. له یوې خوادې ته ځوریږي چې دهیواد دځوان نسل نیمايې برخه دمنځنیو، ثانوي اولوړوزده کړونه بې برخې پاتې کیږي چې داکاردهیواد دجونو، دهغوی دمیندو اوپلرونواوبالاخره دټول هیواددبرخلیک سره بې سارې جفا ده، اوله بلې خوا داکاردامیرپه امر ترسره شوی دی اوترسره کیږې، نوکه څوک دامیردامرپه خلاف دزده کړوله پاره ښونځي یا پوهنځي ته ځي په حقیقت کې دامیر دحکم نه سرغړونه کوي چې په رښتیا ستره اونه بخښونکې ګناده. په دې توګه ریان صاحب ځان دپاڼ او پړانګ ترمنځ ګیرویني او په دې فکرکې هم دی چې:« ممکین دالیکل دڅه وخت له پاره راته بلاشي.» زه دده په دې مشکل یوڅه  پوهیږم، کړاوته يې ځوریږم اوجرأت ته يې حیرانیږم، ځکه دی دخپلې لنډې اوله مانا ډکې لیکنې په پای کې لیکي چې.« موږ په دې ډول کار کولو( دمنځنیو، ثانوي اولوړوزده کړونه دجونوبې برخې کولونه ) نه يوازې دنيا سره لاس او ګريوان شوي يو، بلکې د خپل امير په بې اطاعتي کې هم واقع يو. دا چې د امير بې اطاعتي کوم اخروي او دنيوي زيانونه لري، ټول پرې پوهيږو. بناء تر دې ښه وه چې د شريعت په چوکاټ کې تعليمي ادارو ته اجازه ورکړل شوې وای، تر څو دې برخه کې د کيدونکو اعتراضاتو مخه نيول شوې وای او په ځانګړي ډول غربي نړۍ ته په لاس ورغلې بهانه هم له منځه تللې وای، کنه نو هم دنياوي ګټه له لاسه وتلې او هم د بې اطاعتي په نتيجه کې د اخرت سوال ځواب ته مخامخ يو.» ریان صاحب دخپل امیرنه ددې غوښتنې له پاره دا لاندې دلایل وړاندې کوې:

 ا – سره له دې چې د امیرله خوا د جونو پرمخ د منځنیو، ثانوي اولوړوزده کړو دروازې تړل شوي دي، خو بیاه م په « کابل کي وينو چې په هره کوڅه کې مکتبونه، خصوصي پوهنتونونه، شهرهای زبانها او اکاډمي وازې دروازې ولاړ دي او سلګونه ښځې پکې ښکته پورته کيږي. زموږ د کور تر څنګ يو انسټيټيوټ دی، د سهار له اوو بجو د ماښام تر اوو پورې د هر ساعت په پوره کيدو سره لسګونه ښځې ورځي او ترې وځي. دغه راز د کابل په ټولو کوڅو کې همدا حال دی، خصوصاً د کابل پوهنتون شاوخوا له پخوا لږ کم بيروبار وي» په دې توګه دعلم دزده کړې ډولونه، لارې چارې بدلیږي، خومخه يې له سره نه نیول کيږي اوڅوک چې دامیر درضا په خلاف دزده کړو په لټه کې وې په حقیقت کې ځانوته دګناهونو درانه اوملا ماتوونکي پيټي جوړوي.

۲ – ریان صاحب داعمل یانې دجونوپرمخ دښوونځیواوپوهنتونودروازې تړل دبهرنیوسره دمقابلې پیل بولې، دتجارت اودهیواد داقتصاد په زیان يې ګڼي اووايي چې اقتصادي اړيکي موپه دې موضوع پورې تړلي دي.

۳ – زیاتوي چې:« ځينې ولسي خلک هم د ملامتۍ ګوته راته نيسي، د رسنيو بحثونه هم په همدې موضوع تاوده وي.»

له دې امله ریان صاحب وړاندیزګوي چې که چیرې جونو ته په تعلیمي موسسوکې دزده کړواجازه ورکړی شي نو دا پورته په ګوته شوې ستونځې به هم حل شي. زه – ددې کرښولیکونکی – دمحترم ریان دادرې واړه دلایل په ځای بولم اودوړاندیز ملاتړيې هم کوم، خودده دهردلیل په هکله ځنې ملاحظات هم لرم اوهیله اوهیله مې داده چې داملاحظات به دریان صاحب سره دپاڼ اوپړانګ له منځه په راوتو کې یوڅه مرسته هم وکړي:

۱ – په دې عقیده یم چې داسلام پاک دین دنوراومعرفت دین دی چې بشریت ته دکائيناتوخالق له خوادظلمت اوجهالت په ضدرا نازل شوی دی او په هرمسلمان اوهرې مسلمانې يې دعلم زده کړه فرض کړې ده. هغه په سلګونه ښځې اوجونه چې پر مخ يې دخپلو تعلیمي مؤسسودروازې تړل شوې دي، دزده کړو په نیت نوروتعلیمي مؤسسوته ورځي په حقیقت کې دفرض داداکولو په لارکې یوډول قرباني ورکوې او دفرض اداکول کومه ګونا نه بلکې اجراو ثواب لري. منم چې ددوی داعمل به دامیردامر په وړاندې یوڅه بی پروايي وي، خودهرمسلمان له پاره دخپل خدای اودرسول امرونه تربل هرڅه لومړیتوب لري. هیڅ مسلمان باید په هیڅ صورت هیر نه کړي چې لوی پروردګاردجبرایل ( ع ) په واسطه په لومړنیو کلیموکې داسلام پیغمبر ( ع ) ته دا پیغام ورلیږلی دی چې:« ولوله دهغه دخدای په نامه چې جها ن يې پیدا کړی دی.» ورپسې لوی ذات په قران کریم کې د « اعلموا » په لفظ ۲۷ ځله خلک دعلم زده کړې ته رابللي دي اوپه ځینو نورو مبارکوآیتونوکې په زده کړو ټینګار شوی دی.    نوځکه داسلام پیغمبر ( ص ) دخپل څښتن دارشاداتو په پیروې فرمایلي دي چې:« دعلم زده کړه په هر مسلمان، نراوښځه، فرض دې.» دعلم زده کړه په آیتونواوحدیثونو ثبوت شوی فرض دی، هیڅوک اوهیڅ مقام دافرض فسخ کولی نه شي اوهیڅ مسلمان دبل چا دزده کړومخه نیولی نه شي. که څوک غواړي چې په رښتیا « سوچه » مسلمان پاتې شي نوالهي آیتونونبوي حدیثونوسره دې ډغرې نه وهي اوخپل امردې دخدای اودرسول دامرونونه لوړنه ګڼي. ځنې لوړپوړي طالبي شیخان هم ددیني علم زده کړه فرض ګڼي خودعقلي علم زده کړه مباح بولي. داویش له سره دیني سرچینه نه لري بلکې له ګیډې راوتلی دی. حقیقت دادی چې په هیڅ آیت شریف اوهیڅ حدیث شریف کې علم په دیني اودنیاوي علومونه دی ویشل شوی بلکې د«علم » کلیمه په یوڅه ( که دیني وي اوکه دنیاوي وي ) دپوهیدو او حقیقت ته درسیدوپه مانااومفهوم کارول شوی ده. لنډه داچې دعلم زده کړه په هرمسلمان ـ نر اوښځه – دلمونځ اوروژې په شان فرض دی اوپه دې برخه کې جنسي قیداوشرط وجود نه لري. دزده کړو له پاره زماني قید هم نشته، په دې هکله د اسلام پیغمبر( ص ) فرمایلي دي چې: « له مهد (زانګو ) نه تر لحد (قبر) پوری دعلم زده کړه وکړی.» وینو چې داسلام مبین دین مو دعلم زده کړه له ژوند سره تړي اوطالبي شیخان مو په بیلابیلوبهانوله سره ترې بی برخې کوي. دعلم زده کړه په اسلام کې د مکا ني قید نه هم ازاده ده. حضرت نبي ( ص ) فرما يي چې: « علم زده کړی که په چین کې وي هم».دا مبارک حدیثونه راښيي چې علم په اسلام کې دهرډول قید اوشرط نه ازاد فرض او یو مطلق ضرورت دی. دا مبارک حدیثونه راښيي چې دعلم زده کړه په اسلام کې دهر ډول قید اوشرط نه ازاد فرض او یو مطلق ضرورت دی. داسلام پیغمبر ( ص ) دحیات په وخت کې چینایان مسلمانان نه وو او په اسلامې تعلیماتوهم نه پوهیدل خو دوخت په علومو، کمالونو اولاسي صنایعو کې يې نړیوال شهرت درلود. دا په حقیقت په مسلمان امت دخپل محبوب پیغمبر لورونه وه چې باید نړیوال علوم، کمالونه اوکسبونه زده کړي. بې بي عایشه، دحضرت ابوبکر( ض ) لوراودحضرت محمد مصطفی ( ص ) بي بي دهمدې اصل په پیروۍ اسلامي امت ته دالارښوونه کوې چې:« دڅراغ له رڼا ګټه واخلی اودی ته مه ګوری چې دچا په لاس کې دی.» دا پورته اسلامې سرچینې راښيي چې دعلم زده کړه په دې مبارک دین کې دهرډول جنسي، زماني اومکاني قیداوشرط نه ازاداومطلق ضرورت دی. هیڅوک په هیڅ ډول شرایطوکې ددې ضرورت دعملي کیدومخه نه شي نیولی.

سربیره پردې دعلم زده کړه په اسلام کې بې سارې دیني اودنیاوي اجرونه لري. په یوه حدیث شریف کې راغلي دي چې:« څوک چې دعلم ( پوهې ) په لورروان وي، الله به ورته دجنت لاره اسانه کړي.» بل حدیث وايي چې:« چاچې دعلم لار خپله کړه هغه دجنت لار ونیوه.» یوبل حدیث راښيي چې:« دغه درې عملونه دانسان په مړینې سره له منځه نه ځي اودوام پیداکوې: صدقه جاریه، ګټورعلم اونیکمرغه اولاد، چې ترمرګ وروسته ورته دعاوکړي.» داپورتني آیتونه اوحدیثونه نه یوازې دعلم دزده کړې ضرورت په ګوته کوي بلکې داهم راښيي چې اسلامي شریعت دزده کړو په وړاندې هیڅ ډول ممانعت، خنډ اوځنډ نه مني. داسې ښکاري چې دجونو دمنځنیو، ثانوي اولوړوزده کړومخالفین داسلام پاک دین کې دعلم په ارزښت چندان خبر نه دي. دا هم ښکاره ده چې بې خبري بی علمي ده اوداسلام پیغمبرمحمد مصطفی ( ص ) فرمايي چې:« بې علمه عمل تباهي ده.»، هم ددین اوهم د دنیا تباهي ده اوطالبي شیخانوولس، هیواداوترټولودمخه خپل ځانونه دتباهۍ په لورروان کړي دي. که له دې تبا کوونک عمل نه لاس واخلي نو ډیرڅه به سم شي.

۲ – ریان صاحب، طالبي شیخانو دبهرنیوجونوپرمخ نه، بلکې زموږ، کورنیو،افغاني جونو، زموږدخویندواولورانوپرمخ دزده کړو دروازې تړلي دي او په دې عمل يې په ملیونوافغانانوزړونه زخمي کړي دي اوداچې دثاني امراویاداچې ګوندې ولس دجونو دزده کړو سره مخالفت کوي سوچه دروغ دي چې په زخمي شووزړونومالګې هم دوړوي. خلکو ته دروغ ویل، په خلکو دروغ ورتپل او دافغان ولس غوښتنې دبهرنیو فرمایشونه بلل مسلمان ولس ته سپکاوی دی اودملت سپکول داسلامي اخلاقو سره نه جوړیږي. هو، طالبان به له بهرنیوسره نورې لانجې لري چې له امله يې حکومت په رسمیت نه پیزني. دبهرسره داړیکو خرابي، اقتصادي اوتجارتي بندیزونه موتجارت اواقتصاد ته زیات زیان رسوې چې په دې لیکنه کې يې مفصلې څیړنې ته ځای نه لرم. داهم نه پټوم چې دهرڅه پړه هم په طالبانو نه اچوم اوځنې چارې يې دستاینې وړهم بولم. دلته دزده کړوپه برخه کې طالبانودبهرسره نه بلکې خپل ولس اوخپل هیواد سره ناروامقابله پیل کړې ده. دعلم سره دښمني په حقیقت کې زموږ دهیوادااوهیوادوالوځواک اوبه کوي اودهربهرني دښمن په وړاندې يې کمزوری کوي اوپه دې ډول دخپل هیواد او ولس سره جفا اودبهرنیو خدمت کوي. هلته زموږ په ګاونډي هیواد ایران کې هم دطالبانو په شان سرتنبه شیعه ملایان حکومت کوي، خوایراني ملایان دافغاني طالبانو په خلاف دخپلو ملي ګټو دساتنې له پاره دمعاصرساینس اوتکنالوژۍ په ارزښت پوهیږي اوځوان نسل ( ښځینه اونارینه ) په سنبالوي.څو ورځې وړاندې مې په یوه المانې رسینۍ کې ولوستل چې ایرن نن سبا دوګړو دشمیرپه تناسب داینجنرانو دشمیرله مخې په نړۍ کې دروسيې نه وروسته دامریکاسره برابردریم مقام لري چې ۷۰سلنه ( دوضاحت له پاره يې په حروفو هم لیکم ) اویا سلنه يې ښځینه اینجنراني دي. ایرانیانوپه عراق دامریکا دوه نظامې بریدونه تر کلکې څیړنې اوکره کتنې لاندې ونیول اوپوه شول چې په عراق د امریکا دنظامي بری بنستیزلامل دامریکې هوايې ځواک و، نو ځکه يې دخپلو ښځینه اونارینه اینجینرانو په مټ دهوايي دفاع، بې چلوونکو الوتکو اوراکټونو په برخه کې مستقلې څیړنې پیل کړې اوپه پایله کې يې د د کلکو نړیوالواقنصادي بندیزونوسره سره دهوايي دفاع داسې سسټم جوړکړ چې دټولو امریکا پلوه اروپايي هیوادونودهوايي دفاع دسسټمونو پرتله زیات قدرت اوظرفیت لري او دامریکا هوايې ځواک اوس دایران هوايي حرم ته دور ننوتو زړه نه شي ښه کولی. هغه څه چې ایراني نارینه اوښځینه ځوانان يې زده کولی اوکارولی شي افغانان يې هم ترسره کولی شی اود هیواددفاعي بنسټونه په خپلوعلمي اوتخنیکي مهارتونواوقابلیتونوځواکمن اوپیا وړي کولی شي. د معاصرعلم اوتکنالوژۍ لاس ته راوړنې یوازې په نظامي کارونې نه محدودم اوغواړم ښکاره کړم چې دعلم او تکنالوژۍ زده کړه مود ژوند په بیلابیلو برخو،لکه روغتیا، کرنه، تجارت، صنعت، کلتوراونوروکې د کار ځواک پیاوړی کوي او خپل هیواد اوهیوادوالوسره دمرستي اوهغوی ته دخیررسولو وس راکوي اوداسلام پیغمبر حضرت محمد مصطفی ( ص )  فرمايي چې :« ترایمان وروسته ترټولولویه ښیګڼه دالله مخلوق ته اسانتایوې برابرول دي.» دطالبي شیخانوروان تعلیمي سیاست دافغان ولس په ژوند کې اسانتیاوې نه رامنځ کوي، دکړاوونوسره يې مخامخ کوي، ځکه چې ددیني فرض اودبشري ژوند ترټولو سترنعمت یاني دعلم اومعرفت څخه يې بې برخې کوي. په دې ډول طالبي شیخان هم دځان اوهم دولس ددیني اودنیاوي برخلیک سره بې مسؤلیته اوبې باکه لوبې کوي.

۳ – ریان صاحب لیکي چې:« ځنې ولسي خلک هم د ملامتۍ ګوته راته نیسي، د رسنیو بحثونه هم به دي موضوع تاوده دي.» رښتیا داده چې دا ځنې ولسي خلک نه دي چې دتعلیمي سیاست په برخه کې دملامتې ګوته درته نیسي بلکې د ځینو طالبان اوټولودیني عالمانو په ګډون دا ټول افغان ولس دی چې دا سیاست ظلمت اوبربریت بولي او ورسره کلک مخالفت کوي. په اروپاکې ستاسې هغه پلویان چې ستاسې په پلوې دامریکايي اشغال اودهغه لاس پوڅو لوټمارانوپه ضديې شل کاله لیکنې کړي دي، اوس ستاسې دتعلیمي سیاست له امله درڅخه بیزارشوي اوجلا شوي دي. دعلم اوتمدن ضد مبارزه کې دطالبي شیخانو وتلی شیخ، دلوړوزده کړو وزیر، شیخ ندیم، خو دعلم اومعارف له پاره د افغان ولس مبارزه دبهرنیوفرمایش بولي اولوړه کوي:« چې د لوړو زده کړو په برخه کې د بهرنیانوفرماېش نه مني.» که چیرې دشیخ ندیم په شان شیخانوعقلي اوشعوري بی وسي اودپوهې اومعرفت په وړاندې دهغه عقدې په نظرکې ونیسي، نو ددي ارزښت نه لري چې په لیکنه کې يې نوم یاد شې، خونن سبا زموږ په هیواد کې دعلم دزده کړي برخلیک دهمدې ډول شیخانوپه لاس کې دی، نوځکه مجبوریوورته ووایو چې هو! غیرله څوطالبي شیخانو، د القا عدې اواسلامي دولت له پیروانانو، نورټول اسلامې اوغیراسلامي بشریت ستاسې دتعلیمي سیاست مخالفت کوي، خوترټولو دمخه افغان ولس ځان ددې مخالفت مستحق اوځان په دې مخالفت مکلف بولي اودا ځکه چې:

الف – شیخانو افغاني جونه اومیرمنې دزده کړو اوکارڅخه منع کړي دي. داموږافغانان – ښځې او نارینه – یوچې ددې سیاست سره ، څرګند اوغوڅ مخالفت کوو.

ب – د افغان ولس له پاره دعلم زده کړه په هر مسلمان په آیتونواوحدیثونوثبوت شوی فرض اودامسلمان ولس له فرضوتیریدلی نه شي.

ج – افغان ولس په دې پوه شوی دی چې علم، علمي، فني اوتخنیکي مهارتونه اوقابلیتونه دهوسا اوبسیا ژوند په ټاکونکولاملونوبدل شوي دي چې بی له هغوی په اوسنۍ بې وسۍ، ستونځو، فقراوغریبۍ برلاسی ترلاسه کیدلی نه شي.  نو ځکه ټول په یوه خوله اوپه کلکه دشیخانو داروان تعلیمي سیاست غندواوپه ضديې سوله ایزه مبارزه خپل دینی اوملي فرض ګڼو. څه موده وړاندې مې په رسنیوکې ولوستل چې دهیواد له ۳۴ ولایتونوڅخه قومي مشران او دینی عالمان په دې موضوع باندې دامارت مشرانوسره دبحث له پاره کابل ته راغلي ووترڅو دموضوع دحل له پاره یوه لارپیداکړي. دخبروله لارې دموضوع دحل له پاره هڅې په حقیقت کې دهیواد ددیني عالمانواوقومي مشرانو دین دوستي، هیوادپالنه اوسیاسي درایت ښيي اوداهم په ګوته کوي چې افغان ولس ددې مشروع غوښتنوڅخه نه تیرږي اوخپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.دهیواد دراتلونکې له پاره ترټولوخطرناک ټکی دادی چې په طالبانوکې دنیدامحمد ندیم اوخالد حنفي په شان شیخان چې په سرکې يې دعقل اوپه زړه کې يې درحم نښې اونښانې له سره نه لیدل کیږي دسیاسي درایت نه هم بې برخې دي اوهرډول مشروع اورغنده نیوکه دنظام تخریب بولي، دهغه چاکاريې ګڼي « چې بغات ګڼل کیږي او واجب القتل دي.» په دې ډول دافغان ولس اوطالبي شیخانوترمنځ فاصله رامنځ ته کیږي، دوخت په بهیرکې اوږدیږي او ددې ډارشته چې خطرناک پړاوته به ورسیږي. په دې ډول دطالبانو په منځ کې دا ځنې شیخان د دوی نظام د تخریب اساسي عاملان دي. نوځکه ترهرڅه دمخه په طالبانو پورې اړه لري چې خپل نظام تخریبوي اوکه نه دولس مشروعوغوښتنو ته غوږنیسي اوله دې لارې داانظام اصلاح او ځواکمن کوي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.