افغانستان کې سړه هوا، واورې، بارانونه او سېلابونه؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی

124

په افغانستان سړې هوا، واورې، بارانونو او سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

په افغانستان د سړې هوا، واورې، بارانونو او سېلابونو له امله په مالي او ځاني تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د روانې کب میاشتې له لومړۍ نېټې تر دولسمې نېټې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سړې هوا، واورې، بارانونو او سېلابونو له امله ٢٠ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سیاق رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي: “د کب میاشتې له اولې نېټې نه تر اوسه په هېواد کې د واورې او بارانونو له امله ۲۰ تنه شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي، ۴۵۲ کورونه نړېدلي او دغه شان ۵۲۵۳ څاروي هم له‌منځه تللي دي.”

نوموړي، خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، فراه، پروان، کاپیسا، کابل، زابل، سمنګان، دایکندي، غوراو بدخشان هغه ولایتونه یاد کړي چې دغه تلفات په کې اوښتي دي.

ارشیف: په پروان کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په پروان کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې د ځینو کورنيو رسنیو د راپورونو پر بنسټ په بېلابېلو ولایتونو کې د سختې یخنۍ، واورې، تېزو بارانونو او سېلابونو له امله لږ ترلږه ۱۵ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

یوازې د کندهار، خوست او هلمند ولایتي چارواکو ویلي چې په دې ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې د کورونو د چتونو د لوېدو په پېښو کې اته تنه مړه شوي دي.

اخوا د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د فاریاب د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۲زره څاروي د واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي.

د دې ترڅنګ د بلخ په اتو ولسوالیو کې د یخنۍ له امله د څلور زره څارویو د مړه کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د پروان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست مسوولانو بیا رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې سختو اورښتونو ۷۰ کورونه نړولي، خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د نورستان یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې د سختې واورې له امله د مرکز او ولسوالیو تر منځ لارې تړل شوي دي.

د دې ولایت یوه اوسېدونکي خالد افغان ازادي راډيو ته وویل: “د نورستان مرکز پارون لارې ټړل شوي دي. په مرکز پارون کې د سختې واورې له امله ان د خلکو کاروبار په ټپه درېدلی دی او په منډول کې څارویو ته هم زیان رسېدلی دی.”

د نورستان د ګاونډ کونړ ولایت یو اوسېدونکی محمد وایي چې سختې یخنۍ یې څاروي مړه کړي او ان د ماشومانو د تودولو لپاره څه نه لري.

هغه وویل: “له تېرې شپې راهیسې سخته واوره شروع ده، د خلکو زیات مالونه مړه شوي دي، ان د یو کس اتیا څاروي مړه شوي دي او نور هم د مرګ له ګواښ سره مخ دي.”

محمد حسین وايي: اوس یخني دومره ډېره ده چې د ماشومانو د ګرمولو وسایل هم نه لرو، هوا ډېره سړه ده.

د شمالي ولایت بغلان د دهنه غوري یو اوسېدونکي محمد حسین په دې ولسوالۍ کې د سختې یخنۍ له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: “زموږ کروندې له منځه لاړې، څاروي مو مړه شول. اوس یخني دومره ډېره ده چې د ماشومانو د ګرمولو وسایل هم نه لرو، هوا ډېره سړه ده.”

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې، نن شنبه هم د افغانستان په ۳۰ ولایتونو او سالنګونو کې د ورښتونو، توندو بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغه ادارې خبرداری ورکړی چې په نورستان، پنجشېر، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې به د واورې او بارانونو کچه تر نورو هغو زیاته وي.

داسې مهال چې د طالبانو حکومت له زیانمنو سره د مرستو په پار د پنځوس میلیونه افغانیو د ځانګړي کېدو خبر ورکړی، خو زیانمن شوي وګړي وايي چې تر دې دمه ورسره هیڅ ډول مرستې نه دي شوي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام- ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.