د زړه اواز

بصیر وردګ / جرمنی

366

د زړه اواز په نامه د استاد عمر پاڅون شعري ټولګه د زرګونو هغو افغانانو چې په جلاوطنۍ کې د خپلې خاورې، دین، د هېواد د ازادۍ، د غلیم په وړاندې د خپلې سپېڅلې خاورې د ساتنې او مجاهدت، د وطن د دښتو سمسورتیا، د پښتو ژبې د ودې، په پوهه د پښتنو سمبالېدل، او د ظلم او ستم په وړاندې د عدالت نارې د زړه اواز بیانوي.

سره له دې چې ډیر بوخت وم خو د هر شعر لوستل راته په زړه پورې و چې د بل شعر لوستلو ته یې هڅولم تر څو چې ټول اشعار مې ولوستل او ډیر خوند مې ترې واخیست او دې ته یې وهڅولم چې څو ټکي پرې ولیکم.

د المان په شتوت ګارت کې د افغانانو د کلتوري او فرهنګي ټولنې په استازیتوب (د زړه اواز) ادبی شعري مجموعه چاپ کېدل درنو لوستونکو ته مبارکي وایم او لاس په دُعا یم چې الله (ج) دې تاسو ته لا زیات قوت درکړي چې خپل عالمانه افکار د قلم د نوک په مرسته د شعر او نثر پتنګانو ته ډالۍ کړي.

د (زړه اواز) د پښتو ژبې د پرمختګ او د نورو ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو، تاریخ لیکونکو او فرهنګیانو له پاره ښه ادبي سرچینه ده او هیله من یم چې ګټه ترې واخلي.

د المان په شتوت ګارت ښار کې د افغانانو کلتوري او فرهنګي ټولنې غړي به انشاالله ډیر ژر دا شعري ټولګه د استاد عمر پاڅون څخه تر لاسه کړي، په پای کې یو ځل یا د استاد پاڅون لابریالیتوب غواړم.

د المان د شتوت په ښار کې

د افغانانو کلتوری او فرهنګي ټولنې مشر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.