ملګري ملتونه:ط ال ب چارواکي د خپلې واکمنۍ پر کلیدي مسایلو خپلمنځي اختلافونه لري

122
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش
 

داسې مهال چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان بله غونډه کوي، د دې سازمان سرمنشي د افغانستان په اړه خپل نوي راپور کې ویلي، طالب چارواکي د خپل حاکمیت اړوند په کلیدي مسایلو سره اختلاف لري.

امنیت شورا ته د انتونیو ګوتریش په دې درې میاشتني راپور کې چې د ۲۰۲۳ له نومبر د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ د افغانستان د وضعیت په اړه لیکل شوی راغلي، دا اختلاف له اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو د نشه‌يي توکو په کښت تر بندیز رسېږي.

دا راپور چې نن خپور شوی چې په کې طالبان په ادارې او تصمیم نیوکو پروسو کې خلکو ته د پراخ مشارکت نه ورکولو له امله ناکام بلل شوي او لیکي، طالب چارواکو په سیمه‌ییزه او ملي کچه د خلکو د ګډون لپاره د ژمنو او هڅو سره سره، په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه‌دی کړی.

ګوتریش: د طالب مشرانو خپلمنځني اختلاف له اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو د نشه‌يي توکو په کښت تر بندیز رسېږي
ګوتریش: د طالب مشرانو خپلمنځني اختلاف له اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو د نشه‌يي توکو په کښت تر بندیز رسېږي

په راپور کې دا هم لیکل شوي چې د طالبانو ټولې ګمارنې هم یوازې تر هغو کسانو محدودې دي چې د دوی رهبرۍ ته ژمن خلک دي.

خو د طالبانو حکومت بیا تل ادعا کړې چې د دوی په حکومت ټولو لوریو ته برخه ورکړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوي راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت؛ په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو په اړه لیکل شوي چې دا بندیزونه لا هم روان دي او ترڅنګ یې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نجونو او ښځو خپل‌‌سرو نیونو او له توقیف وروسته له دوی سره د بد چلند تورونه هم مستند شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې د یوناما له قوله، په وروستیو درېیو میاشتو کې د لږ تر لږه پنځو غیر قضايي وژنو او د ۷ تنو مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او چارواکو خپل‌‌سرو نیونو خبره هم شوې.

په راپور کې د طالبانو حکومت له‌خوا په عام محضر کې د سزاوو ورکول هم له بشري حقونو د سرغړونو په توګه یاد شوي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا له خپلو پرېکړو ننګه او ټینګار کړی چې په دې کار سره یې شرعي حدود عملي کړي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه لیکل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ تر د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې، د امنیتي پېښو په شمېر کې د ۲۰۲۲ ـــ ۲۰۲۳ کلونو د همدې نېټې مودې په پرتله زیاتوالی راغلی.

د ملګرو ملتونو ۳ میاشتنی راپور: په افغانستان کې مو ۱۵۰۸ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د همدې نېټې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي
د ملګرو ملتونو ۳ میاشتنی راپور: په افغانستان کې مو ۱۵۰۸ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د همدې نېټې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي

د راپور پر بنسټ، ملګري ملتونو په دې نېټه ۱۵۰۸ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د همدې نېټې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

خو راپور کې راغلي، د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې لا هم د ځمکني کنټرول په برخه کې د طالبانو لپاره هیڅ ډول لویه ننګونه نه‌ده جوړه کړې.

له دې سره دغه راپور وایي چې ازادۍ جبهې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ په طالبانو ۲۴ حملې کړې دي.

په راپور کې د داعش ډلې له خوا د ۲۰۲۳ له نومبر د ۲۰۲۴ تر فبرورۍ د بریدونو یادونه هم شوې چې د تېر کال په پرتله کم‌والی ښيي.

د طالبانو حکومت هم په ځلونو په افغانستان کې د امنیتي خوندیتوب او د داعش د ځپلو ډاډ ورکړی دی، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې دا هم راغلي چې طالب چارواکو د مقاومت جبهې او داعش ډلې سره د تړاو په تور دوه تنه په غیر قضايي ډول وژلي او ۱۷ نور یې په خپل سر نیولي او شکنجه کړې دي.

د راپور یوه برخه: د افغانستان نږدې نیمایي نفوس په فقر کې ژوند کوي او دې وضعیت په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي دي.
د راپور یوه برخه: د افغانستان نږدې نیمایي نفوس په فقر کې ژوند کوي او دې وضعیت په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي دي.

د ښاغلي ګوتریش په راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه لیکل شوي چې د دې هېواد نږدې نیمایي نفوس په فقر کې ژوند کوي او دې وضعیت په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي دي.

د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷،۳ میلیون هغو افغانانو ته چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري د مرستو لپاره ۳،۶ میلیارډه ډالرو ته اړتیا ده.

هاخوا تمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د دې غونډې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک پرون رسنیو ته وویل:

” همدا ډول زه غواړم چې تاسې ته خبر درکړم چې سبا به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په اړه په امنیت شورا کې غونډه وشي. له غونډې وروسته به په افغانستان کې د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې ستاسې په چوپړ کې وي. ”

دا وروستیو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دویمه غونډه ده چې کېږي. د فبرورۍ په ۲۶مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر حالاتو غونډه وکړه چېرې په سیاسي او د سولې په چارو کې د سرمنشي مرستیالې د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته معلومات ورکړل.

  • 16x9 Image

    امېد زهیرمل- ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.