له خپل وطن مې کډه بار شوه
اوس په پردي وطن كې گورمه کورونه
زه مې له خپله ياده وځم
تا نه به څه گيله کوم چې هېر دې کړمه
کتاب ته ناست يمه زنگېـږم
خیال کې مې ته يې پاڼې دوه ـ دوه اړومه
غم دې پولیس د انټرپول دی
چې هر وطن ته ترېنه تښتم، هلته وینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لنډۍ راټولې شوې دي:
که چېرې کېـږي. بېرته راشه
قسم دی یاره مځکه ځای نهراکوینه
زه مې له خپله ياده وځم
تا نه به څه گيله کوم چې هېر دې کړمه
يو د دنيا حالات خراب دي
بل مې د مينې کيسې گډېوډې دينه
د حجرې ورۀ کې په ژړا شوم
واوره وریـږي، یاران لرې تللي دینه
ازاروه مې مه جانانه
بل به پیدا شی بيا به تا ازاروينه
زۀ دې زَړې نیکئ ته گورم
ځکه دې پښې پۀ نوو بدو باندې ږدمه
کتاب ته ناست يمه زنگېـږم
خیال کې مې ته يې پاڼې دوه ـ دوه اړومه
ته به مې غواړې، زه به نه یم
ژوند رانه لاره بېلوي، نور مې پرېـږدینه
غم دې پولیس د انټرپول دی
چې هر وطن ته ترېنه تښتم، هلته وینه
د غم پولیس راپسې گرځي
زه د جانان په یارانه غل شوی یمه
پخوا د صِدق یارانې وې
یار به د یار لهپاره ځان قرباناونه
د نیمې شپې راتگ دې ورک شه
د نیمې شپې راتگ مرگونه جوړوینه
له خپل وطن مې کډه بار شوه
اوس په پردي وطن كې گورمه کورونه
ستا د تپوس ځواب لرمه
وخت می په خوله باندې لاسونه ایښی دینه
د ماهـیـپـر قاتلې لارې
له ما دې واخیسته یو یار او جوړه ورونه
ما نه دې خوږ جانان جدا کړو
د ژبې سره په قېچۍ دې پرې کومه
په اشارو مې نه پوهیـږې
سخوندره څو به غړوندي درپسې وړمه
بيا چې راځم هرڅه به تېر وي
څوک به مې هېر وي، چا به زه هېر کړی يمه
په پکتیا سپینېواورې تلې
لیلا ترې تللې د کابل په وطنونه
باد نن له پاسه، که له ښکې دی
بوی د جانان مې په دماغ ولگېدنه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.