د پاکستان غیرشفاف انتخابات او د سیاسی مشروعیت ننګونی/۱

لـیکـنـه: امـیـر ګـران

221
د پاکستان غیرشفاف انتخابات او د سیاسی مشروعیت ننګونی 
لـیکـنـه : امـیـرګـران
نـېـټـه : 2024-03-06
لـــومـړۍ بـرخـه
د ۲۰۲۴ کال د فبروری د میاشتی په ۸ مه نېټه په پاکستان کی پارلمانی انتخابات د ناامنیو ، اقتصادی ژور بحران ، سیاسی کړکیچ ، په بلوچستان ، پښتونخوا او نورو سیمو کی تشنج او مرګونی حملو په شرایطو کی تر سره شول ، د پاکستان نفوس له ۲۴۲ میلیونه څخه زیات او راجستر رایه ورکوونکی ۱۲۷۴۱۵۳۱۹ چی د ښځېنه رایه ورکوونکو شمیره ۵۸۷۹۵۰۲۱ او د نارینه وو ۶۸۶۲۰۲۹۸ ښودل شوی چی په پورته شمیرو کی ۴۶۰۸۲۹ ځوانان یاد شوی ، د یادولو ده چی ځوانان د پاکستان د ټولنی 60% تشکیلوی ، د پاکستان او د نړۍ ډله ایزی او سوشیل یا ټولنیزی رســنۍ ( مطبوعاتی او الیکترونیک ميډیا ، فیسبوک ، انستاګرام ، ټیک ټاک ، ایکس ویبپاڼه یا پخوانی ټویټر او داسی نوری ) رپوټونه ورکوی چی د ۸ فبروری ، ۲۰۲۴ کال په پارلمانی انتخاباتو کی د ځوانانو فعالیت ، د ټولنیزی میډیا له طریقه کمپاین البته د پاکستان د منحل اعلان شوی PTI یا پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګټه ډیر مؤثر او بریالی وو ، د نوموړی ګوند زندانی مشر عمران خان د ټولنیزی ميډیا له لاری پیغلی ، ځوانان او د تحریک انصاف د ګوند نور غړی انتخاباتی کمپاین او لاریونونو ته تشویق او رهبری کول ، زما په نظر د تحریک انصاف د ګوند رهبری د ډیجیټل او ټولنیزی میډیا له لاری عوام ، د ګوند غړی او ځوانان منظم او د نامساعدو شرایطو او سختو امنیتی ستونزو سره سره د رایو صندقونو ته راووتل او رائی ئی د وسلی په حیث استعمال کړی ، هغه ګوند او د رائی صندوق Ballot Box ته ئی رائی واچولی چی په هغه د دغه ګوند هیځ نوم او نشان نه وو او نوموړی ګوند ئی په بریالیتوب سره لومړی پوزیشن ته راووړ چی دا د پاکستان په لنډ او مسخره تاریخ کی د لومړی ځل لپاره پیش شول او هم د لومړی ځل لپاره د ډیجیټل او ټولنیزی میډیا د کارولو په مرسته بریالیتوب ته ورسیدل دا ځکه د پاکستان د پوځی استبلشمنټ ، استخباراتو ، د انوارالحق کاکړ په مشرۍ لاس پوڅی مؤقت حکومت او د انتخاباتو د کمیسیون لخوا ، دوی یانی د تحریک انصاف د ګوند کادرونو ، غړو او پلویانو ته د انتخاباتی کمپاین ، مظاهرو او د نظر څرګندولو اجازه نه وه او تر ظالمانه فشار او محدودیتونو لاندی ول ، له دوی څخه د دوی د خوشی او انتخاباتی مبارزی سمبول چی د کریکټ ډڼډه ( BAT ) وو هم واخیستل شو ، د پاکستان او سیمی سیاسی مبصرین په دی باور متفق دی چی عمران خان له زندانه انتخاباتی ستراتیژۍ کامیابه کړه او هم د امریکا د پخوانی جمهور رئیس بارک اوباما د 2008 کال د انتخاباتی مبارزو له هغو تاکتیکو او تجربو څخه په ګــټـه اخـیـسـتـو چی د ( Yes we can ) شعارونه ئی د ځوانانو د عظیم پوتانسیل په وسیله عملی کول ، د پاکستان د 8 فبروری ، 2024 تاریخی انتخاباتو عملاً په ډاګه کړه چی په پارلمانی ټاکنو کی د رایه ورکوونکو سترګډون د پاکستان لپاره ټولــنـیـز تـړون ( Social Contract ) یو ځل بیا ولیکه ، باید زیاته شی چی اجتماعی قرارداد په 1762 میلادی کال د ژان ژاک روسو لخوا د فرانسی لپاره لیکل شوی وو ، روســو اصلاً د جینوا وو چی هغه مهال د فرانسی یوه برخه وه د قرارداد له مخی ولس به د رایو اچولو له لاری حکومت ټاکی او حکومت به خلکو ته په هره ساحه کی خدمتونه وړاندی کوی ، که حکومت ناکامیږی بیا خلک خپل باور او ووټ بیرته اخلی دا تړون بیا وروسته په اروپائی هیوادو کی له 17 پیړۍ تر 19می او تر اوسه مرعی الاجرا ده ، د پاکستان پارلمان ( ملی اسمبلۍ او سنا مجلس ) دی او هر ایالت هم ایالتی اسمبلۍ لری ، د پاکستان ملی اسمبلۍ ( National Assembly ) 336 سیټونه یا کرسۍ لری چی په دغو کی 60 سیټونه د ښځو  او 10 سـیـټونه د لیږکیو لپاره مخصوص یا ریزرف شوی دی چی دا 70 کرسۍ د پاکستان د Deep State یا استبلشمنټ لخوا خپلو لاس پوڅو ګوندونو ته ورکول کیږی ، خو په دغو غیرشفاف او له درغلیو ډکو انتخاباتو کی همدا 70 ریزرف او مخصوص سیټونه د تحریک انصاف ګوند ته چی رسماً د فعالیت اجازه نه لری ، او ازاد کاندیدان ئی انتخاباتو ته درولی ول ، برسیره پر دی چی د ملی اسمبلۍ اکثریت ووټونه ئی ګټلی ول او د قانون له مخی ئی د 70 ریزرف سیټونو د خپلولو لپاره په پارلمان کی ، د MWM یا مجلس وحدت المسلمین او سنی اتحاد کونسل تر چتر لاندی را ټول شول ورنکړل ، د تحریک انصاف د ګوند لخوا نومول شوی ازادو کاندیدانو د درغلیو ، تعقیب او لاس وهنو برسیره د مرکزی اسمبلۍ 180 سیټونه ګټلی چی د حکومت جوړولو لپاره 169 کرسۍ ضرورت ده ، په انتخاباتو کی نوازشریف ، پخوانی د دفاع او خارجه چارو وزیر خواجه اصف او په سل ګونو نور مسلم لیګی او د پیپلز ګوندونو افراد له ناکامۍ سره مخامخ شول ولی د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون ، پوځ او استخباراتی شبکو د بی شرمانه او لوڅو مداخلو له امله د هغوی د رایو صندقونه په جعلی رایو ډک او کامیابه اعلان شول ، د انتخاباتو د کمیسیون لخوا وروسته له څلورو ورځو په غیر قانونی توګه د غیرشفافو انتخاباتو نتایج په لاندی ډول اعلان شول :
د تحریک انصاف ګوند تر چتر او حمایت لاندی ازاد کاندیدان د ملی اسمبلۍ 101 سیټونه ،
د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند ، 75 سیټونه ،
د پاکستان د خلکو ګوند ، 54 سیټونه ،
د مهاجرو قومی غورځنګ 17 سیټونه ،
د ملا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ، 4 سیټونه
پښتونخوا ملی عوامی ګوند 1 سیټ ( محمودخان اڅکزی )
بلوچستان نیشنل ګوند اختر مینګل ،
د اسفندیار ولی په مشرۍ عوامی نیشنل ګوند 0 ، د امیرحیدرخان هوتی او ایمل ولی په شمول ټول ناکام، محسن داوړ او ځنی نور له وزیریستان څخه ناکام کړی شول.
دلته دا یادونه ضروری ده چی د ښځېنه وو له 60 او د لیږکیو قومونو له 10 سیټونو څخه د نواز مسلم لیګ ګوند ته 33  چی مجموعی تعداد ئی 108 کرسیو او د پاکستان د خلکو ګوند ته 31 سیټونه ورکړل شول چی تعداد ئی 85  کرسیو ته لوړ کړای شو له دی امله د دوی لړزانه ائیتلاف په ملی اسمبلۍ کی 193 کامیاب کړای شوی نوماندان تشکیلوی او د 169 څخه د زیاتو سیټونو په درلودلو د موافقی له مخی د شهباز شریف په مشرۍ به د لړزانه حکومت جوړولو جوګه وی ، دا وضاحت هم اړین ده چی له نوازشریف او د ده له کشر ورور شهباز شریف ، او هم مسلم لیګ ګوند سره د پاکستان د ځواکمن استبلشمنټ افشاء شوی معامله د لــنـدن پلان یا ( لندن معامله ) وه ، د دغی معاملی له مخی به په انتخاباتو کی مسلم لیګ ګوند بریالیتوب ته رسول کیږی او نوازشریف به د څلورم ځل لپاره صدراعظم کیږی ولی د خلکو رایو د لندن پلان ناکامه او اجتماعی قرارداد ئی يو ځل بیا ولیکل ، نواز شریف ، د مسلم لیګ او خلکو د ګوندونو اکثریت رهبرانو ته رائی ورنکړی ، ولی د انتخاباتو د کمیسیون لخوا په انتخاباتو کی د مسلم لیګ ګوند په ګټه د نتایجو په بدلولو کی په پراخه کچه درغلۍ او تقلب وکړ ، د بیلګی په توګه د لاهور په یوه انتخاباتی حوزه کی د نوازشریف په مقابل کی د عمران خان د ګوند يوه ښځه ډاکتره یاسمین راشد وروسته له انتخاباتو کامیابه اعلان شوه مګر په سبا ئی نوازشریف د هغی په مقابل کی کامیابی ته رسولی او ډاکتره راشد ناکامه وپیږندل شوه ، همداسی په ټول پاکستان کی د انتخاباتو نتایج او د خلکو امانت مخکی له مخکی غلا او پایلی د پوځ په خوشه بدلیږی ، باید زیاته شی چی د پاکستان په تاریخ کی هیڅکله هم شفاف او ازاد انتخابات نه دی شوی او د خلکو رائی او mandate  غلا شوی چی پایلی ئی په پاکستان کی جنګ ، بی ثباتی ، سیاسی ، اقتصادی او امنیتی بحرانونو ته لاره خلاصه کړی ، پاکستان همدا اوس له یوه ستونزمن پړاو څخه تیریږی ، پاکستانی پوځی استبلشمنټ له تاریخ څخه د عبرت درس نه اخلی چی د هسپانوی نژاده امریکائی پروفیسور ، سـنـتایانا په قول بی له شـکه به بیرته پری راګرځی ( Those who ignore
history are doomed to repeat it
پہ1970 انتخاباتو  کی د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ عوامی لیګ ګوند انتخابات وګټل خو د پوځ لخوا منډیت غلا او حکومت عوامی لیګ ته ونه سپارل شو ، مجیب هم د « شرقی پاکستان » د مرکز ډاکه په ستر مارش چی په پـلـټن میدان کی د مارچ په 07 ، 1971 ترتیب شوی وو او لس لکو خلکو پکی ګډون درلود په بنګالی ولس غږ وکړ چی د ازادۍ لپاره وجنګیږی هغه وخت چی مجیب د وینا لپاره سـتيج ته راغی د مارش کوونکو لخوا په بنګالی ژبه لاندی شعارونه په تکرار سره ورکول کیدل :
آماردیش ، توماردیش
بنگلادیش ، بنگلادیش
شیخ مجیب په خپله تاریخی او انقلابی وینا کی د هغه وخت « شرقی پاکستان » بنګالی ملت ته وویل چی د خپلو حقونو لپاره په اتلولۍ وجنګیږی او هم ئی د پاکستان پوځی او ملکی مسلط استبلشمنټ ته التیماتوم Ultimatum  ورکړ چی د انتخاباتو پایلی او د خلکو ګټلی رائی ومنی ، احترام ورته وکړی او قدرت د خلکو منتخبو استازو ( چی عوامی لیګ ګوند وو ) ته وسپاری او که له دغه قانونی او حقوقی غوښتنو سرغړونه کیږی په هغه صورت کی بنګالیان مجبور دی چی د سرونو په قربانۍ ازادی ترلاسه کړی ، چی همداسی وشول او د سترو قربانیو په ورکولو ئی په 16 دسیمبر 1971 ازادی ترلاسه کړه او د « شرقی پاکستان » بی بنیاده او خام فصل په همدغه نيټه پای ته ورسید او د ارواښاد ابوالکلام ازاد ارمان پوره شو ،
د 8 فبروری 2024 غیرشفاف انتخابات ، تقلب او درغلۍ ، د شهباز شریف صدراعظم او اصف علی زرداری جمهور رئیس لخوا ائتلافی لړزانه حکومت ، په پاکستان کی د دموکراسۍ نه نهادینه کیدل ….. په بله برخه کی

ادامـــه لری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.