پندونه او نصیحتونه 

سید عبید الله نادر

312

آګست ۲۵  کال ۲۰۲۳

په هر حال له خـــپله ځـــانه خــــبریدل ښـــه دي

معــــنویاتو ته له عـــــجزه، رســــــیدل ښـــه دي

تغــــافــــل هــم په دي چـــــمن کې په کار نه دی

د ګلــشن په رمــــوزاتـــو پوهـــــــیدل ښـــــه دي

یو شیــبه چې مودردمــــن، زړونه پرې آرام شي

په خپل حــال باندی چوپـــتیا کې ژړیدل ښــه دي

په علـــمی پلـــــټون تحـــقـــیق او په څــــــــیړنو

د خلقــــت په پټ اسرارو پوهـــــیدل ښــــــه دي

چـــې جــــلوې د معــــرفت نه ویــــني،په پاڼــــو

له لیدو د داسي ســــــترګو، ړندیدل ښـــــــــه دي

چې د علم په حــــصول مــــــو تنده شــــــي ماته

د فطرت په رمـــــوزاتو، ګـــرویږل ښـــــــه دي

تر څــــو به تغــــــافل کړو ، د دنــــــیا په اشارو

له دیوان د معـــــرفته ، څـــــه لوستل ښـــــه دي

چې نـــــشه د انـــــــتباه یې ، په لـــید کې نه وي

له دا هسی لــــید کـــتو نه ، نه لـــــیدل ښـــه دي

د د نیـــــــــا واړه پـــــندونه ، نصـــــیــــحـــتونه

له بد لــــون د زمــانې نه ، اخیــــــستل ښــه دي

چې د حــق خبری ، پرې وا نه وری هیــــڅ کله

له دا هســـي اوریـــــدو نه ،کــــــڼیدل ښـــــه دي

وســـــیله چې د معیشـــت،  دین او مــذهب کړي

هم د داســــي انســـــانانو، خـــــو رټل ښـــــه دي

د کُل جهان چې د خـــــــالق پرې، رضــا نه وي

هم د داســــــي نظــــامـــــونو، پرزیدل ښـــه دي

جهالت په خـــره سپاره به، تر څــــــو مونږه یو

د لويي او تکــبر نه،  کـــــوزیـــــدل ښــــــه دي

چې په نشــــه کې د قدرت ځــــانونه ورک کړي

له دا هسی مقـــــامو ځــــــیني، لویدل ښــــه دي

چې رســــوا د عام و خاص په ټول جهان نه شو

هم د هسی ځـــان ځانۍ څـــــــخه وتل ښــــه دي

چې بخــــشایش تندی مو خلاص وي و هر چاته

لکه پرخـــه پر ګــــــلونو غـــــوړیدل ښــــه دي

چې یو شــان مونږ کې ، احساس د همدری شي

د باران په څـــــیر یکــسانه وریدل ښــــــــه دي

جوړ به هـــیڅ نه شــي ، دا زمونږ له خاموشیه

د دا هــسي کښــیناستو نه پاڅــیدل ښــــــــه دي

که نا هـــیلي مــــو ،غُټۍ شــــي د آرمــــــانونو

د داهسی غـــــوړیــــدو نه ، رژیـــدل ښـــه دي

د سید حــــسن غــــوندی دردمــنو په څــــیر(۱)

د خپل وطن په درد و غم کې کــــړیدل ښـه دي

ژړا شـــیون چې یې په ټـــــول عــمر شعار وو

په وطن د ده په شــــان هــم، ژړیدل ښـــــه دي

چې کاروان د علم و فــن نه ، وروســـته نه شو

قافلې د مـــــــــدنیت ته، رســــــیدل ښــــــه دي

چې ســـــیالۍ د ټول جــــهانه ، پاټي نه شــــــو

خپل بچــــــیان په علم و فـــــن سمبالول ښه دي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د وطن د یو نامتو شاعر ادیب لیکوال او نظامی شخصیت ، او د خپل وخت ډیرلوی مخور شخصیت مرحوم جنرال سید حسن خان(حسن) چې کله کله به یې شیون هم تخلص کاوه د هغه مرحوم د وطنه ځار وطنه په شعر کې یودوه بیتو ته  اشاره ده  ،چې د ډیرو زمانو راهیسي هغه شعر د وطن د مئینانو وردِ زبان ګرځیدلی او عنوان یې دی( وطنه ځار وطنه) ،د هغه مرحوم دا لاندی دوه شعرونو ته اشاره ده ،

غمونه ستا می شو، په زړه باندی انبار وطنه

وطنه ځار وطنه

ستا په کړاو کې می وجود شو ټول بیمار وطنه

وطنه ځار وطنه

په همدې شعر کې بل ځای وایي:

ستا احتیاج ووضرور

کړم نا علاج و رنځور

د عندلیب په دستور

راته فریاد شو منظور

زه سید حسن ژړا شیون می شو شعار وطنه

وطنه ځار وطنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.