په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب لپاره د بېړني اقدام غوښتنه شوې

94

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یوه صحنه

د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ملاتړو بنسټونو په یوه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ملاتړو بنسټونو په یوه لیک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان، د ازادۍ کور، د بشري حقونو د مدافعینو ټولنه، د بشري حقونو د څار سازمان، د ښځو لپاره د سولې او خپلواکۍ نړیوال فدراسیون او یو شمېر نورو بنسټونو په دې ګډ لیک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب په ګډون، د فعالانو د ځورونې مخه ونیسي او په طالبانو د زیات فشار راوستو له لارې افغان مېرمنې په ټولو خبرو اترو کې شاملې کړي.

دا ګډ لیک چې تېره شپه ناوخته د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی په کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې د واک له بیا تر لاسه کولو وروسته طالبانو د نجونو او ښځو په حقونو د ظالمانه بریدونو په پایله کې یو جدي بحران رامنځته کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو ټوماس وېسټ او رینا امیري د یاد مناسبت په اړه په بېلابېلو بیانونو کې ویلي چې د طالبانو د سختو، سیستماتیکو او افراطي فرمانونو په وړاندې د خپلو حقونو د دفاع په برخه کې د افغان مېرمنو او نجونو د زړورتیا ستاینه کوي.

وېسټ په خپل ټویټر په یو بیان کې لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو له ټولو هغو هڅو او زړورتیاوو درناوی کوي چې غواړي په هر کچه د کار ترڅنګ، تعلیم وکړي څو خپل حقونه خوندي او د ژوند په ټولو چارو کې برخه واخلي.

رینا امیري بیا په خپل بیان کې چې د هغې په ایکس پاڼه خپور شوي ویلي: “موږ د طالبانو د سختو، سیستماتیکو او افراطي فرمانونو په وړاندې د خپلو د حقونو د دفاع په برخه کې د افغان مېرمنو او نجونو د زړورتیا ستاینه کوو.”

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډیکر هم ویلي، افغانې ښځې د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینې دي.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ بیا ادعا کړې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي موضوع ته د پام وړ پام نه دی کړی.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ

اغلې یوسفزۍ د جمعې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته چې د ښځو د حقونو د یو شمېر مخکښو فعالانو هم په کې حضور درلود، وویل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست لنډمهالی نه دی بلکې په ډېر دقت محاسبه شوی دی.

نوموړې وویل: “داسې ښکاري چې دا نړیوالې ټولنې ته ډېره مهمه مسئله نه ده. زما په اند دا یوه ډېره مهمه مسئله ده، البته که غواړو طالبان او د هغوی ایډیولوژي وننګو ځکه له افغان نجونو یوازې ماشومتوب نه بلکې راتلونکې اخیستل شوی دی.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یوناما همدا تېره ورځ هم په دې افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په پای ټینګار وکړ او تر اوسه د ملګرو سازمان یوازې په تېر څو میاشتو کې دوه لویې غونډې په دې تړاو جوړې کړې دي.

طالبانو پر افغانستان تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته د زده کړو او کار تر څنګ پر ښځو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي.

داسې مهال چې طالبانو تل ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامین کړي، د بشري حقونو د بېلابېلو ملاتړو بنسټونو او د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو د طالبانو حکومت په وار وار د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو نه په پراخه سرغړونه تورن کړي دی.

16x9 Image

  ازادي رادیو/اکرام‌الله اکرام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.