د افغانستان پر اقتصادي ودې د متخصصو کدرونو د مهاجرتونو ناوړه اغیز

دوکتور عثمان تره کي

219

د افغانستان پر اقتصادي ودې

د متخصصو کدرونو د مهاجرتونو ناوړه اغیز

نن په نړي کې مسلکي کدرونو ته د اقتصادي توکو په توګه کتل کیږي؛ د ملګرو ملتونو د تجارت او اقتصادي پرمختگ سازمان په ۱۹۹۹ م کال اعلام وکړ چې د ۱۹۶۰ نه تر ۱۹۷۲ پورې د بیرته پاتې هیوادونو څخه امریکا، کانادا او انګلستان ته د ۵۱ ملیاردہ ډالرو په ارزښت متخصص کدرونه کډوال شوي.

د متخصصو کدرونو مهاجرتونه په واقعیت کي د بشرې ځواک د تولیدي پانګې د تیښتې په مانا ده، هغه پیسې چې د متخصصینو د روزني د پاره لګول کیږې، د مهاجرت له کبله هغه مهال له لاسه وځي چي ترې د ګټې اخیستنې موکه را رسیږي.

په افغانستان کي د مهاجرتونو لړۍ په کال ۱۹۷۸ م کې د غوایي د کودتا څخه پیل شوہ

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د مالوماتو له مخې د خلک دیموکراتیک ګوند په واکمنۍ کې دوه ملیونه افغانان د هیواد پریښودو ته اړ شول چې په کې د نظام په سلو کي پنځوس مسلکي کدرونه ھم شامل و.

د غوایي د کودتاچیانو تر را پرځیدو پس، جھادي تنظیمونه واک ته ورسیدل. نیمه باسیواد او بی تجربه توپکماران پر دندو  وګمارل شول. د نا امنۍ او بې روزګارۍ له امله د متخصصو کدرونو مهاجرتونه زور واخیست

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۰ م کې د افغان مهاجرینو شمیر ۶ ملیون اعلان کړ چې په کې گڼ شمیر کار پوهان شامل و.

د امریکا د اشغال پر مھال د دیموکراسۍ او سیاسي مشارکت ډنډوره تر ډیرہ تبلیغ شوہ خو بیا ھم، لږ شمیر کارپوهانواو مختلفو مسلکونو کې د ديپلومونو څښتنانو  ته د کار او روزګار د هیلو څرک راښکاره شو. نو ځکه د بهر نه لږ شمیر مسلکي افغانان هیواد ته راستانه شول، او ورسرہ د مهاجرتونو لړۍ په ټیټه کچه دوام وموند.

د نړیوال بانک د کډوالو خدماتي برخه   ( Net migration- World Bank Data ) د راپور له مخې د جمهوري نظام په وروستیو وختونو یانې ۲۰۲۰ م کې د افغان مهاجرینو شمیر ۲،۶  ملیون ته رسیدلې و چې په دې ډله کې لږ تر لږ څلویښت سلنه پروفیسوران، ډاکتران ، انجنیران، ژورنالستان او پوځیان شامل وو.

د افغانستان په نیمه پیړۍ ناورین کې تر ډیرہ د ایدیلوژیکو واکمنیو پر مھال متخصص کدرونه مهاجرت ته اړ شوي، لامل یې هم دا و کله چې سیاسي واک د کودتا یا فتوحاتو له لاري د کودتاچیانو یا فاتحینو لاس ته لویدلی، د نظام بڼه د الف څخه تر یا پورې بدلون موندلی :

د خلک دیموکراتیک ګوند ایدیولوژیک نظام جوړ کړي و، طالبان تنظیمي او عقیدوي واکمني لري. په دواړو کې د قدرت ګوندي انحصار د متخصصو کدرونو د مهاجرت بنسټیز لامل دی .

د طالبانو په راتگ سره پوهنه او لوړې زده کړې له داسې جدي تاوان سره مخ شوي چې په تیرو نظامونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

د نجونو له تعلیم سره د طالبانو ایدیولوژیک چلند، د ټولنې نیمه برخه له نامعلوم راتلونکې سره مخ کړیده.    

ګڼ شمیر مسلکي کسان خپلو اولادونو ته د زده کړو د اسانتیاو  برابرولو په موخه کډوالی ته اړ شول.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو مطبوعاتي کارکوونکي عبدالکریم ناصري په ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۱ مه ویلي چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندېز له امله د خصوصي پوهنتونونو کابو ۶۰۰۰ کارمندان له دندو ګوښه شوي او نیږدې ۴۰ یې د تړل کیدو پړاو ته نیږدې شوي دي.

نوموړی وایي:  “ د طالبانو له لوري پر ښځینه وو د پوهنتوني زده کړو بندیز  تر ۷۰ زرو پورې ښځینه محصلانې له زده کړو محرومې شوي دي “.

ھغه زیاتوي« تر اوسه پورې د ۳۵ نه تر ۴۰ پورې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو تصميم دا دی  که دغه پرېکړې بېرته وانخیستل شي او حالت عادي نه شي نو ممکن خپل پوهنتونونه وتړي”  (  تاند ویب پانهاکتوبر ۱۱ ـ ۲۰۲۳ م کال ).

د دې مهاجرتونو بدمرغي یوازی د مغزونو او فکرونو په فرار کې نه خلاصه کیږي، بلکې په د تیر دولت پر فساد روږديو مسلکي مامورینو له ځانونو سره په ملیاردونو دالر پانګه ھم بهر ته وړي

د بیلگې په توګه :

د ایران د پانګه اچونې ټولنې د راپور په بڼست په ایران کې د ۲۰۲۳ کال په شپږو لمړیو میاشتو کې افغان مسلکي پانګه وال د ۵ ملیون دالر په ارزښت په لمړي قطار کې راځي.

د پژواک خبري آژانس د راپور له مخې مخکني په اصطلاح ولسمشر دوبۍ ته د خپل مسافرت پر مھال ویلي و: “ په دوبۍ او پاکستان کې د افغانانو پانګه چې په دوران کې دہ، ۲۸ ملیارد دالرو ته رسیږي” ( د مارچ میاشت۲۰۱۹ م کال ).

د افغانستان د تجارت اطاق یو کارکوونکې  صباح الدین پسرلي د ۲۰۲۳   کال د اکتوبر په ۱۵ آزادي رادیو ته په یوه مرکه کې وویل

“  . . . دیورند کرښې هغې خواته افغان پانګه وال په ۲۴۰ شرکت ۵،۱ ملیارد دالر پانګه اچونه کړیده”.

د طلوع نیوز د ۲۰۱۶ م کال د مې میاشتې د ۶ مه نیټې د راپور له مخې په متحده عربي اماراتو کې ۱۱ زره افغان پانګه والو ۱۹ ملیارد دالر پانګه اچونه کړیده.

افغانستان بیوزله هیواد دی، د خپلو متخصصو کدرونو ډ یری یې نورو هیوادونو ورته په ګدایی روزلي!  

موږ په شاوخوا نیمه پیړۍ کې د متخصصو کدرونو د مهاجرت له کبله د زرهاو ملیاردو ډالرو په ارزښت خپله انساني پانګه له لاسه ورکړیده.

د طالبانو په راتګ سره د عمومي عفوې د اعلام با وجود، د مغزونو تیښته چټکه شوې.

لامل یې دا دی چې :

ـ طالبانو ایدیولوژیک او عقیدوي نظام جوړ کړی چې په کې په «  کابینه او سفارتونو » کې پرته د طالبانو د تحریک د غړیو نه متخصص کدرونه ځاي نلري.

ـ د ښځو کار او بشري حقونه له محدودیت  سره مخ شوي دي.

ـ د طالبانو په واکمني کې د نجونو په تعلیم باندې بندیز لګول شوی دی.

ـ طالبان پدې لټه کې دي چې فرهنګي ـ اسلامي انقلاب د افغانستان نه پیل شي.  د مدرسو شمیر د مکتبونو په تاوان زیات شي. د مدرسو فارغان د مکتبونو او پوهنتونونو د دیپلوم لرونکو ځاي ونیسي.  

ـ حکومتولي د اساسي قانون نه د باندې چلیږي. متخصص د خپلې راتلونکې په اړه ځان د قانون د واکمني په چاپیریال کې مصئون نه احساسوي.

طالبان که غواړي چې نظام دوام وکړي، باید لاندې واقعیتونو ته پام واړوي :

طالبان پرته د مسلمانو مکتبیانو او د دیپلوم خاوندانو د همکاریو نه د اساسي قانون له چینل نه د یو ملي اسلامي او مدرن نظام د جوړولو په لور ګام نه شي پورته کولای. چې په پایله کې حکومتي اداره د اوسني عدم مشروعیت او دیپلوماتیکې انزوا په حالت کې پاته کیږي.

د افغان متخصص کدرونو د جذب په موخه طالب اداره باید هر څومره ژر چې کیږي،

د سرپرست حکومت واکمني ته د پاي ټکې کیږدي. سرپرست حکومت د امنیت د تأمین د پاره جوړ شوې و. اوس چې امنیت ټینګ دی، د نوموړي حکومت د موجودیت منطق له منځه ځي. نوی متخصص حکومت د اساسي قانون په چوکات کې جوړیږي او د لویې جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کوي او لاره د حکومت د رسمیت پیژندنې د پاره خلاصیږي.

د اساسي قانون انفاذ د طالبانو د واکمنۍ د پاي په مانا نده : په اساسي قانون کې د روحانیت د پاره ځانګړې اورګان جوړیږي .  «پای

   ۰۸/۰۳/۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.