د مشاعرو په تړاو، توکل په خدای

ډاکټر محمد تنها

263
ډاکټر محمد تنها
د مشاعرو په تړاو، توکل په خدای
چې څوک نوی ځوان يا پېغله وي نو معمولاً د يوه ستر شخصيت جوړېدو لپاره ځانته د يوه الګو ټاکلو پسې ګرځي، الګو هم معمولاً هغه کسان ټاکل کېږي چې بريالي وي او بريالي کسان معمولاً مشهور هم وي. پدې حساس وخت کې دا ډېره مهمه ده چې ځوان يا پېغله څه لولي؟ څه ويني او پر څه خپل اضافي وخت تېروي؟ په افغانستان کې د خدای زور مشاعرو، ادبي بنډارونو او مُلايي تبليغاتو پر مټ مطيع الله تراب غونډې باډي ساز او آغا صايب تايمني غونډې مُلا په يوه شعر او يوه دم په يوه شپه له خالي څخه په لوی ولي بدل شي. د شهرت دا جرقه چې تر هر ځوان او پېغلې ورسېږي، دوۍ په ناخبره او ناببره توګه دغه شاعر او دغه مُلا خپل الګو وګرځوي، د ژوند غټ هدفونه او اوږده سفرونه يې په مشاعرو او موعضو کې تر ګډون پورې محدود شي، ځکه د هر بل انسان په څېر د شهرت تږی ځوان او پېغله په ناخبره توګه له هر بل جدي او مثبت کار څخه ولوېږي او شاعري ته مخه کړي. زه زښته ډېر ياران پېژنم چې لمړی يې شاعري کوله خو چي کله يې ور پام شو چې د شاعري موقت شهرت مې له جدي ژوند او کار څخه را ګرځوي دستي يې پرېښوده، ول اول به ژوند جوړ کړم بيا به شوقي کارونو سره په کرار ګورو. شاعري بيلکول د ساينس پرمختګ مخه نده نيولې خو ډېر داسې تنکي استعدادونه چي کېدای شوای د ساينس او ټکنالوژي زدکړې دلاري يې بشريت ته خير ړسېدلای وای له خپل اصلي او جدي مسير څخه منحرف کړي 🙁
شاعري شوق دی او شوق پالل يوازې په مړه خېټه او مرفه ژوند کې خوند کوي، لطفاً ځوانان او پېغلي د ژوند يوه حساس پړاو کې پر مشاعرو مه در ماتوئ شاعري تر بهيرونو او وړو ادبي ناستو محدوده وساتئ په يوه عام دود يې مه بدلوئ، ځوان کهول پرېږديئ چې د ځان او ټولنې لپاره يوه اغېزمن کار وکړي !
– هو ما ساينس ويلی او تمامه ورځ پېسبوک ته ناست يم او هيڅ مې هم ندي کړي خو زما ناکاره توب تاسو نشي تبرئه کولای!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.