ایا شاعري ټولنه بدلولای شي؟

لیک: ډاکتر مبارک علي

203

د هر تمدن په لومړیو کې به چې لیکدود نه و رامنځته شوی، افکار، نظریات او خیالونه به شاعرۍ کې څرګندېدل، دا چې اهنګ به پکې و؛ نو شعرونه خلکو زر زده کولای شول. شاعري په هغو ټولنو کې ډېره خوښیږي چې کلتور یې په ژبنیو روایاتو ولاړ وي، خو ټولنه چې پرمختګ وکړي، نوي افکار او نظریات پکې پيدا کېږي او د دې لپاره بیا د شعر پر ځای د نثر ژبه خپلېده. یعنې که ټولنه له شعر څخه د نثر خوا ته ځي دا یې د پرمختګ څرک دی.

د یوناني تمدن په لومړیو کې د هومر شاعري مشهوره وه، وروسته بیا ایونین فېلسوف راغی، ده د نړۍ جوړېدا په اړه نظریات وړاندې کړل. بیا ورپسې سقراط، افلاطون، ارسطو او نور فېلسوفان راغلل، دوی د ټولنې او ټولنیزو مسایلو په اړه افکار او نظریات وړاندې کړل. د افلاطون په کتاب «جمهوریت» کې د شاعرانو ځای نشته، ځکه د ده په نظر شاعري په احساساتو او ناعقلي خیالونو ولاړه وي.

د اروپا په پرمختګ کې هم د سایسنپوهانو، فېلسوفانو، مفکرینو او د ټولنیزو علومو د پوهانو ونډه لیدل کېږي، دوی د خپلو افکارو او نظریاتو په مرسته د ټولنې ذهني حالت بدلاوه .خو اروپا کې ټولنیز بدلون له صنعتي انقلاب سره راغی او ټکنالوجۍ ټولنه کې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي بدلونونه راوړل. د دې انقلاب بریا کې فېلسوفانو، مفکرینو او اقتصاد پوهانو هم لوی لاس لاره، دوی بدلېدونکې ټولنې ته د نویو افکارو په مرسته لارښوونه کوله. ادم سمېت، ریکاردو، مالتوس او بیا وروسته کارل مارکس او اېنګلز پانګوالي او له دې را ولاړې شوې ستونزې وڅېړلې. په دې ټول بهیر کې شاعران لیدل کېږي خو په انقلابي بدلون کې یې برخه نه ده لرلې

. اوس پوښتنه دا ده چې شاعري ټولنه بدلولای شي؟ ځواب یې دا دی چې شاعري احساساتو پورې اړه لري، احساسات راپاروي خو کوم دلیل ورته نه لري، ځکه نو شاعری د سیاسي خوځښت په لړ کې د خلکو احساسات راپارولی شي، خو د انقلاب لامل نه شي کیدای. نن سبا ټکنالوجي ډېره مهمه ده، یوه مهمه اختراع ټوله ټولنه او جوړښت بدلوي. زموږ په دې وخت کې کمپیوټر، برښنالیک، موبایل، فکس او نورو اختراعاتو د ټولنې تر څنګ د خلکو کړه وړه هم بدل کړل. اوس دا ټکنالوجیکي اختراعات دومره تېز روان دي چې خلک ورسره په اسانه ځان نه شي بدلولای، خو ټولنیز بدلون همدې ټکنالوجۍ راوړی دی.

تر دې مخکې د مفکرینو او ټولنیزو عالمانو نظریات په لومړۍ درجه کې وو او ټکنالوجیک اختراعات به له دوی اغېزمنېدل، خو اوس ټکنالوجۍ لومړۍ درجه خپله کړې او افکار او نظریات د دې تابع شوي. خو که ټولنه ټکنالوجي ترلاسه کړي او په کار د پوهېدو لپاره یې ذهنونه بدل نه کړي؛ نو دا ټولنه له تهذیبي پلوه لا پسې شاته پاتې کېږي، ځکه ټکنالوجي وي، خو هغه فکر او نظر نه وي چې په کار یې پوه شي. زموږ ټولنه کې یوه ستونزه دا ده چې شاعران عالمان بلل کېږي، له بلې خوا لېبرال او ترقي پلوي خلک هم همدا انقلابي شاعران لولي او د دوی په نغمو او خوبونو کې ورکېږي چې انقلاب ګنې راځي. دوی وایي چې انقلاب به همداسې سندرې راوړي او نور هېڅ ته اړتیا نشته، خو دا انقلاب د دې شاعرانو په کتابونو او سندرو په کیسټونو کې ورک شي.

د حبیب جالب یو نظم دی چې وایي دا قانون زه نه منم، خو دا معلومه نه ده چې قانون کې څه ستونزه وه، یوازې دا نظم خو د قانون مادې نه روښانوي، بس خلک هسې تاوده شعارونه ورکړي او پایله یې هېڅ نه وي. خلک چې دا شعرونه اوري په دې تمه ناست وي چې یو ورځ به نظام چپه شي، که دا نظمونه او شعرونه کوم ښه سندرغاړی ووایي یوه ښه تفریح ده، ګنې نه د خلکو ذهن بدلوي او نه د ټولنیز بدلون لامل ګرځي. اوس که زموږ ټولنه د پرمختګ په لاره ځي؛ نو لومړی باید عصري ټکنالوجي ترلاسه کړي، خو یوازې دا بس نه ده، په اختراعاتو کې یې هم باید برخه واخلي او نورو هیوادونو ته اړ نه وي. که زموږ ساینسپوهان اختراعات وکړي دې سره زموږ بنسټ قوي کېږي، بیا که موږ د بدلون خبره کوو؛ نو هغه بدلون به مو ترې هدف وي چې ټولنیز چلند، عادتونو، چاپیریال او ژبه باندې اغېز کوي، دغه ټولنیز بدلون د ټکنالوجۍ د اختراع لامل کېږي.

شاعري دې بدلون کې هېڅ ونډه نه لري، نو موږ وایو چې شاعري د احساساتو او تفریح یوه وسیله ده خو کوم بنسټيز بدلون نه شي راوړی. دا بدلون ساینسي او ټکنالوجيکي اختراعات راوړي، خو تر څنګ یې په دې بدلون د پوهېدو لپاره افکارو او نظریاتو ته هم اړتیا پېښېږي. ساینسپوهان او مفکرین باید اوږه په اوږه مزل وکړي او په ټولنه کې د ټکنالوجۍ له امله انساني احساسات ختم نه شي. نوي فکرونه د دوی ذهن تازه کوي، په دې لړ کې شاعري د انساني ښکلایز ذوق ساتلو او پاللو لپاره یوه وسیله ده، شاعري انسان طبیعت ته نږدې کوي، یو سکون ورکوي خو د سیاسي شعور د بدلون وسیله نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.