څنګه کولی شو د روژې مياشت کې خپله خوله پاکه وساتو

ډاکتر نګین کرګر

264

د روژې مبارکه مياشت د روژې نيولو سربېره د ځان جوړونې او له بې‌وزلو سره د يووالي تر ټولو ښه فرصت ګڼل کېږي. روژه نيول په وينه کې د شکر، د وينې فشار او شحمياتو د کنټرول سره سره ډېرې نورې روغتيايي ګټې هم لري.

د خولې د ناپاکې هوا علتونه!
۱- خولې بدبويي
په خوله کې د باکترياوو د طبقې جوړېدل د غاښونو د خرابوالي له کبله.
۲- د مصنوعي غاښونو ناپاکي
مصنوعي غاښونه باکترياوې ساتي او هغه د بدبويۍ سبب ګرځي.
۳- نشه يي توکي
سېګرټ، چرس، شراب او نصوار
۴- د ځينو خواړو خوړل
لکه: هوګه او خام پياز
۵- د خولې وچوالی
د انسان د خولې د بدبويي د له منځه وړلو دنده د خولې مايع يا Saliva پر مخ وړي؛ او دا مايع هغه وخت فعاله وي چې نور مايعات خولې ته ورسېږي؛ کله چې د انسان خوله وچه شيSaliva فعاليت نشي کولی او د انسان خوله بد بوی کوي. خو کله چې روژه ماتی وشي او خولې ته کافي اندازه مايعات ورسيږي نو انسان بېرته نورمال حالت ته را درومي.
۶- د بدن د ځينو غړو کيمياوي تعاملونه
لکه د هضمي سيستم د غړو، د سينې او پوزې.

حل لارې څه دي؟
۱- د ډېرو مېوو او سبزيجاتو خوړل او له سره کړي (غوړو) او مالګينو خوړو پرهېز.
۲- هغه مشروبات مه څکئ چې Caffeine لري لکه قهوه، چای او کولا.
۳- نشه يي توکي لکه سېګرټ، نصوار، چرس او شراب مه استعمالوئ.
۴- د روژه ماتي په وخت کې ښې پرېمانه اوبه وڅکئ او خوله مو په تازه اوبو غړغړه کړئ.
۵- له پېشلمي وروسته هره شپه غاښونه د دوه دقيقو لپاره ښه بُرس کړئ.
۶- له ډوډۍ وروسته مو خپل غاښونه په ژبه پاکول عادت کړئ؛ ډکي او تارونه په کې ووهئ.
۷- غير الکولي د خولې پاکوونکی يا د Mouth Wash استعمال.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.