د معرفت جنازې  

سید عبید الله نادر

159

یو څوک می لوړ پرواز، او الـوتو ته نه پریږدي

قلم له لاســـــه اخــــــــلي، کــتابو ته نه پریږدي

بمونه راته کیږدي، محـــراب او په منـــــبر کې

د میني خـــورولو، پــــــیغامــــــو ته نه پریږدي

زهرجنه په هـر خـــوا کړي، فضـــا می د وطن

د ســولي فلســــــفی، او خـــــیالو ته نه پریږدي

و باســـي له وطـــــنه، جـــــنازې د مـــــعرفت

انجوني مو تعـلیم، او مکــــــتبو ته، نه پریږدي

تړي راته هـــر لوري ، دروازې د مــــــعرفت

ځوانان مــــو د پوهنـــــې، ارادو ته نه پریږدي

سازونه د مطرب هم،حـــــرام ګــنې مذهب کې

رباب له لاســـه اخلي، او نغـــمو ته نه پریږدي

احســـاس د حـریت مو زلمیانو کې دوی وژني

ځوانان مو له غفــــلته ، ویښیدو ته نه پریږدي

له بیــــــخه ورانــــوی راته،بـــــنیاد د معرفت

د علم و فن رڼا هم، خــوریدو ته ، نه پریږدي

شړي مو له ګلـــشنه، خـــوش الـــــحانه بلبلان

بلبل هم په چـــمن کې ترانــــــو ته نه پریږدي

د ښایســــته ګـــــــلونو، وهی دلــــــته سـرونه

یو ګل د امـــیدونو،غـــــوړیدو ته، نه پـریږدي

باران که درحــــمت وي د دوي په لاس نادره

یو څاڅکی د رحمت هم ،وریدو ته نه پریږدي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 آمریکا کلفرنیا المیدا د ۲۰۲۳ کال د آګست میاشت

د انجونو د ښوونځیو د پرانیزلو هیله د ټولو افغانانو ده ، ځکه د دي درې کالو په موده کې د دنیا د هرګوټ څخه او په افغانستان کې دننه ټول همدا ناری وهی ، چې د انجونود ښوونځیو ورونه پرانیزئ ، او د انجونو قیمتی وخت مه ضایع کوئ ،خو طالبان د هیڅ چا نه اوري ،او له خپله ځانه یو استقلالیت هم نه ښايي ،خلک له دي موضوع څخه د نا هیلۍ خواته روان دي ،هیله ده چې دا موضوع ژر او په همدې کال کې ۱۴۰۲کې ، حل وفصل شي ، او هیله مند یو چې نوی کال ته د خیره د انجونود ښوونځيو دروازې پرانستل شي، زه چې فکر کوم د ټولو دنیا د ګوټ ګوټ څخه چې یادونه به یې مشکل کار وي ،چې د ټولو سرچینو ذکر وشي ،او د تمام جهان کې د افغانی او غیر افغاني خپرونو یادونه دي وشي ،د هرې خپرونې د نوم سره به ګران کار وي ، خو دومره په وضاحت سره وئیلی شم ، چې د دنیا د هر ګوټ څخه افغانانو چې په هر ځای کې ول ، د طالبانو دا کار وغنده او دوی (طالبان)تر اوسه په خپل ضدیت ولاړ دي، او په خپرونو او نشراتو کې هم سخت غبرګونونه د دوی په دي عمل وښودل شو،او لیکنې یې په ټول افغاني او غیر افغاني خپرونو کې پرتي دي ،او دا به به د تل له پاره پراته وي ،هیله ده چې د دوی کوڼ او ړوند وزیر د اطلاعاتو او فرهنګ دا غبرګونونه د طالبانودرنو غوږونو ته ورسوی،چې دا تر اوسه نه دي شوي ،دوي باید د تیری دوری څخه عبرت واخلي ،د رودکی د دي شعر په استناد:

هرکه ناموخت از ګذشت روزګار

نیز ناموزد زهیــــچ آمـــــوزګار

رودکي

او یا زما دا شعر

له دي دومره کتابو می هیڅ یاد نشو

لکه دومره می چې یاد شو له روزګاره

نادر

تر اوسه د دنیا د ډیرو مصلحینو له خوا دا هم ورته په څو څو ځلي او بار بار په غوږونو وهل شوی ، چی ګورئ په پنځه څلویښتو څه کم و زیات اسلامی هیوادونو کې د انجونو مکتبونه خلاص دي ،او تاسي د انجونو مکتبونو ورونه تړلي، خو د دوی به آ خپله اصطلاح د دوی سرونه پري خلاص نه شول ،هیله ده چې سږ کال طالبان یو ټینګ تصمیم ونیسي ، او د استخباراتي شبکو د غلامۍ نه ځان آزاد کړي ،نو دوي ته چې متحجره ډله ویل کيږي ، نو دوی ته بیا په اصطلاح زور ورکوي،  ځو دا چې په خپله یې په خپلو کړنو ثابتوئ دي متوجه نه یاست خو دي ته هم باید متوجه شئ ، چې تاسي په دي کړنو سره ټوله دنیا ته یوه متحجره ډله ښکارئ ،تاسو په خپله دا کار کوئ ،او ځانونه یوه متحجره ډله ښایاست ،نو هیله ده چې د راتلونکي د روښانتیا له پاره او د حساسیتونو د درک سره په دي موضوع کې ځانونه د دي شرم څخه نور وباسئ ، او دي ته متوجه شئ چې په ټوله نړۍ کې ستاسو د کړنو په خلاف څومره غبرګونونه شودل کیږي ،او دا هم تاسي ته لوی شرم دی چې همغه ملکونو چې تاسي یې وجود ته راوستئ ، او تاسي یې جوړ کړئ او تقویه کړئ ، او اوس هم تقویه کوی مو،تاسي په رسمیت نه پیژني ، ځکه تیر دور یو دوه اهلِ غرض ملکونو چې تاسي یې په رسمیت و پیژندلي ،لکه پاکستان، او سعودي عربستان، اوس هغوي هم تاسي په رسمیت نه پیژنې ،ځکه د رسمت پیژندنې په اعتباراتو کې تاسي د هغوي اعتبارات هم په مخکه ووهل ، او تاسي اوس د عصمت قانع په وینا خپلي خویندي او میندي مو د کمڅو نه رانیولي دي ، او ډبوئ یې ، او ټوله دنیا ته زور ښایاست چې تاسي په رسمیت وپیژني ، که خبری وي خو همدا دي چې ما ولیکلي او دا ټول افغانان او جهان یې تاسي ته لیکي او وایي، نور د لیک د اوږود والي څخه معافی غواړم ، او د حضرت حافظ په دي بیت سره خپله لیکنه ختموم

حافظ وظیفه تو دعا ګفتن است وبس

در قید آن مباش که نشنید یا شنید

حافظ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.