لاسته راغلي آزادي او خپلواکي څرنګه ساتلی شو؟

حفيظ الله همدرد

357

 

مقدمه                                

موږ په سيمه کي يو لرغونى ملت يو، د آريايانو ميراث خور ملت چي د تمدنونو زانګو ٸې زنګولې خو نننى وضعيت مو چيشى دٸ؟ نړۍ او سيمي ته قناعت نشو ورکولى چي موږ تاړاک ګر نه يو، د چا عزت، ابرو، امنيت او ډوډۍ ته غله نه يو، بلکي يو ابرومند او شريف ولس يو چي له نړۍ سره ژوند غواړو، نړيوالو تعهداتـو او ميثاقونو ته ژمن يو، افغانانو تل جنګونه ګټلي غليم ته يې ماتي ورکړي خو لاسته راغلي خپلواکي يې هيڅکله نه ده ساتلي، له انګليس څخه د خپلواکۍ تر اخيستلو وروسته لا نه يو توانېدلي چي يو خپلواک سياسي او اقتصادي نظام جوړ کړو، داسي چي د ټول ملت ګټي خوندي کړي. د سياسي واک او ځواک د لېږد مېکانيزم نه لرو، همدې تشې تل د نظام پر ضد وسلوالو بغاوتونو او کودتايي سياستونو ته لار خلاصه کړې، تر څو چي يو ملت اقتصادي خپلواکي نه وي ترلاسه کړي، سياسي خپلواکي هيڅ مانا نه لري، د خپلواک نظام پايلي بايد د ټولنيز عدالت، نړيوال حيثيت، د ملت د مشارکت، رضايت، باور او ډاډمنتيا په بڼي کي ډاګيزه سي. خپلواکي ساتل، پالل او پر مخ بيول دا  ايجابوي چي يو ملت داسي يو خپلواک نظام ولري چي ريښې ٸې په ولس کي وي، د ملت سياسي، اقتصادي او فرهنګي خپلواکي تضمين او تامين کړي،  پر دې خاوره د بهرنيو هر ډول نظامي حضور زموږ خپلواکي غصب کړې، هغوى چې پر وړاندي يې درېدلي او ملت يې له اشغالګرو، يرغلګرو او نيواکګرو ازاد کړى  زموږ اتلان دي، خود تاریخ په همدې حساس پړاو کي موږ بايد اصلي خپلواکي و پیژنو او هغه داچي دملي حاکمیت اعمال په سیاسي خپلواکي پوري تړاو لري سياسي خپلواکي په خپله خوښه او خپل تدبیر سره د خپل دوست او دښمن پیژندلو ، خپله سیمه او وګړی دخپل نظر له نقطی سره سم په یو مدبرانه لوری رهبری کولو ، سیمه ایزی شخړی دخپل لوردید پر بنسټ حل وفصل کولو ته وايي همدا شان د ځمکنۍ بشپړتیاساتنه بیا په امنیتي خپلواکي پوري تړاو لري او امنيتي خپلواکي بيا ملي يووالي ته اړتيا لري مګر دا واړه  بیا د اقتصادي خپلواکۍ څخه سرچینه اخلي. واقعيت داده چې وږی ، محتاج او په فقر مبتلا خلګ هیڅکله خپلواکي نسي درلودلای ځکه لوږه او احتیاج انسان حتمي و ضروري ښکېل کوي. اقتصادي پياوړتيا بيا يوه لوستي، علم پروره، اود علم او تکنالوژۍ پر زرينه ګاڼه سمبال نسل ته ضرورت لري، په مجموع کي ويلاى سو چي په ځان بسياينه او قوي اقتصاد، د علم په ګاڼه او مډرنه تکنالوژي سمبال نسلونه او قوي ملي يووالى مو د خپلواکۍ ساتني ضمانت کولاى شي.

۱-۱ د خپلواکۍ ارزښت

خپلواکي د الله(ﷻ) له لوري هغه عظیم او ستر نعمت او لورینه ده، چې په لرلو سره یې انساني ژوند او ټولنه ورځ تر بلې پرمختګ کوي اوپه برکت یې انسان د خپل ژوند د هیلو ثمره ترلاسه کولای شي، انسان آزاد زېږېدلی او د آزاد ژوند کولو حق لري د ژوند خواږه او جواهر هغه مهال څرګندېږي، چې انسان بشپړه خپلواکي ولري. خپلواکي او آزادي د انسان په ژوند کې عظیم ارزښت او اهمیت لري، آن تر دې چې پاترېک هېنري له ناخپلواک ژوند څخه مرګ غوره ګڼه او آزدي یې د ژوند للمې ته شړکنده باران ګڼه. د یوه ملت تر ټولو ستره سرمایه د هغه ملت آزادي ده او هوسا، آرامه او پرمختللی ژوند د آزادۍ پر مټ ترلاسه کېږي. آزدي د ملتونو د پرمختګ وسیله ده او د ژوند ټولې چارې د آزادۍ په سیوري کې حل کېدلی او ترلاسه کېدلی شي؛ ځکه که یو ملت تر خپلواکۍ بل څه غوره وګڼي؛ هر څه له لاسه ورکوي او یا هم له چا نه، چې ازادي واخستل شي، داسې ده لکه هر څه، چې ورځنې واخستل شو.  که د آزادۍ پر ارزښت او اهمیت هر څومره وغږېږو، بیا هم کمه ده؛ نو ویلی شو،چې خپلواكي هوسا او ارامه ژوند تېرول دي، خپلواکي پرمختګ دی، خپلواكي د هر ويښ ولس د وجود ساه ده، خپلواکي خپلو هيلو ته رسېدل دي، خپلواکي د روښانه راتلونکي زېری دی، او بلاخره خپلواکي د ژوند له مزایاوو خوند اخستل دي.

۱-۲ د خپلواکۍ پېژندنه

يو هيواد او يو ولس هغه وخت خپلواک وي چې د خپل ژوند او راتلونکې لپاره پخپله تصميم ونيسي، د هيواد ځمکه او فضا یې پۀ لاس کې وي، پۀ خپل هيواد کې ازاد وګرځيدی شي، د خپل هيواد څخه دفاع وکړی شي، او د ملت لۀ تصميم او فیصلې څخه دفاع وکړی شي. خپلواکي د يو انسان او يا يوې ټولنې هغې ارادې، قدرت او عمل ته وايي چې د نورو له تاثير څخه خالي وي او پرته د پرديو له اغيزې څخه خپل موجوديت، ژوند او بقا ته دوام ورکړی شي. خپلواکي د انسانانو هغه وړتيا ده چې د يو څۀ د کولو او نه کولو په هکله پرته له کوم فشار، بنديز او محدوديت څخه فيصله وکړي، دا وړتيا د انسانانو په انفرادي او ټولنيز ژوند کې عملي ده. په نړيواله سياسي کچه خپلواکي د بهرني نفوذ او ادارې څخه خلاصون ته ويل کيږي. يوې ټولنې او يا يو هيواد ته هغه وخت خپلواک ويل کيدی شي چي په بهرنيو حکومتونو او قدرتونو پورې تړلی نه وي او چارې يې پر خپلو پښو ولاړې وي. خپلواکي هغه ده، چې یو ملت په خپله اراده خپل سیاسي حاکمیت وټاکي او دغه سیاسي حاکمیت د بهرنیو له فشار پرته د خپل هېواد او ولس د پرمختګ لپاره ریښتنی کار وکړي. موږ ټول عمر آزادي غوښتې خو آبادي مو هېره کړې ده . خپلواک خو بې ډوډۍ، وران، بې ښوونځي او بې مدنیته هېواد د یوې خپلواکې هدیرې په شان دی، آزادي او آبادي د یوه ملت د سوکالۍ دوه وزرونه دي، له دې دوه وزرونو که یو هم نه وي ولسونه د نېکمرغۍ آسمان ته نه شي ور لوړیدای، زه غواړم همدلته د افغان ولس هغو اتلانو ته د درناوي او مرحبا لاسونه پورته کړم چې له شاه زمانه تردې زمانه یې د افغانستان د آزادۍ وزر رپولی دی او د هېواد د آزادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړي دي، رحمت دې وي پر ټولو.   مګر دا بل وزر چیرې دی؟  ولس پر سینه پروت دی، افغانستان لکه نیم ژواندی مرغه په خاورو کې څښیږي او هر یارو اغیار یې تر پښو لاندې کوي، دغه نیم ژواندى مرغه یوازې یو وزر لري، د آزادۍ ګټلو لپاره دهڅو وزر! هغه هر چاته ښوروي، خو د آبادۍ وزر یې  نشته او نشي الوتلی. نو ځکه له شاه زمانه تردې زمانه موږ همداسې په خاورو کې پراته یو او لوڅې پوڅې کوو، کله  کله د آزادۍ وزر لرو خو آزاد نه یو ځکه آبادي نه لرو چې له ښکېلاکه وتښتو او د سوکالۍ هسک ته ځان ورسوو. په حقیقت کې موږ د هغې ورانۍ، بې تعلیمۍ او بې اقتصادۍ مستعمره یو ،چې پخپله مو پرځان رواستې ده. داسې ښکېل کېدل د بل هېواد تر مخامخ، ښکاره او سیاسي استعماره ډېره خطرناکه ده ځکه چې ښکاري نه ،خو پیړۍ پیړۍ یو ملت په توره بدمرغۍ کې ساتي.دا ستونزه ولې داسې ده؟ داځکه چي موږ له شاه زمانه تردې زمانه خپلواکي سمه نه ده تعریف کړې، زموږ زړور، دپاک زړه خاوند او صادق ولس زموږ مشرانو ته غوږ ایښی او هر کله یې له مخامخ ښکېلاکه دخلاصون لپاره وسله پورته کړې ده، خو هر کله چې بهرني ښکېلاکګر مات شوي دي د مشرانو په اوړو کې شګه پیدا شوې، د سیاسي قدرت د ګټلو په سیالۍ بوخت شوي، ملت یې هېر کړی دی و آن کله کله یې بېرته پر ملت توره را ایستلې او د ولس پر وینو یې لاسونه سره کړي دي، مجاهدینو شوروی مات کړ مګر د شوروي تر وتلو وروسته مجاهدینو سیاسي شکست وخوړی په خپلو کي یو او بل سره وښنتل او د میلیونونو انسانانو د وینو بې حرمتي یې وکړه او د یوه عظیم ملت په حیثیت او تاریخ باندي یې تاریخي ملنډي ووهلې  همدا ده چې ولس ناهیلی شوی دی او له سیاسي مشرانو څخه یې ځان لرې کړی دی، بیا نو د دښمن استخباراتي او شیطاني ماشین چالان شوی او له مشر څخه یې بېرته هر څه اخیستي دي، بل مشر چې راغلی هم، نو پند یې نه دی اخیستی او همدا تېروتنه یې بیا کړې ده، د تاریخ دتجربو څخه معقوله زده کړه په کاره ده. نو راځئ تر هر څه وړاندې خپلواکي سمه تعریف کړو ولس ته پیغام ورکړو چې آزادي له آبادۍ پرته ناشونې ده، غریب، ډوډۍ ته اړ، او بې ښوونځي ولسونه پر ټکنالوژۍ او کمپیوټر سمبال ښکېلاکرو ځواکونو څخه آزادي نه شي اخیستلای، ځکه اوس د ښکېل کولو وسایل تورې او ټوپک نه دي، کمپیوټر او کتاب دی، که جنګ کوې  نو نوې وسله به پیدا کوې، اوس نو د آزادۍ جنګ په سو ټیو نه کېږي. د خپلواکۍ لومړی ګام له سنګر څخه نه، بلکې له ښوونځي څخه پورته کېږي. بشپړې خپلواکۍ ته لاره د ویښتیا او روښانتیا له پړاوونو څخه تیرېږي، یوازې ویښ او روښانه ملتونه بشپړې آزادۍ ته رسیدلای شي، خپلواکي دا نه ده چې یوازې ښکېلاکګر دښمن ته په پوځي ډګر کې ماته ورکړې ، خپلواکي دا ده ، چې پخپله اراده، پخپلو مټو اوپخپله پوهه خپل هېواد ودان او خپل ملت هوسا کړې موږ باید د راتلونکې خپلواکۍ ټول اتلان ښوونځیو ته ولېږو او یو وخت دیرش میلیونه ډاکتران، ماستران او لږ تر لږه پوهنتون لوستي پر کتاب او کمپیوټر سمبال سرتیري ولرو چې پر لوی خدای (ج) د ایمان او توکل ځواک ورسره وي، پر ملي ارزښتونو متکي او پر افغاني منل شویو فرهنګي ارزښتونو ولاړ وي، داسې سرتېري څوک نه شي ماتولای او داسې ولس هېڅ څوک نه شي ښکېل کولای. زموږ د خپلواکۍ غوښتنې حماس وزر تل ژوندی او ځواکمن دی، د ویښتیا او روښانتیا په پړاو کې به پر  دا بل وزره کار کوو، د آبادۍ، پوهې او پرمختګ وزر!  که دا مو په دې دوه پړاوونو کې جوړ کړ، نو بیا خو افغانان یو، تر هر چا به هسک الوزو او ایله به د خپلواکۍ په مانا او خوند وپوهېږو. خلص داچي د ملي حاکمیت اعمال په سیاسي خپلواکي پوري تړاو لري د ځمکني بشپړتیاساتنه په امنیتي خپلواکي پوري تړاو لري مګر دا دواړي بیا داقتصادي خپلواکۍ څخه سرچینه اخلي. سپینه خبره داده چې وږی ، محتاج او په فقر مبتلا خلګ هیڅکله خپلواکي نسي درلودلای ځکه لوږه او احتیاج انسان حتمي و ضروري ښکېل کوي.

۱-۳ اقتصاد د خپلواکۍ د ساتلو اصل

وَلَن يَجْعَلَ اللهُ لِلْکَاِفرِينَ عَلَي الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلا ]نساء ١٤١]  (او الله تعالي هيڅکله د مومنانو پر (زيان) کافرانو ته د (لاسبرۍ) لار نه ده جوړه کړي.)  اسلام نه خوښوي چي مسلمان ملت دي د بل تر لاس لاندي وي، اسلام نه خوښوي چي مسلمان ملت دي تل بل ته د پور يا بلا عوضه مرستي لاس ور اوږد کړي، اسلام نه خوښوي چي اسلامي ټولنه اقتصادي خپلواکي ونه لري او دا هم نه خوښوي چي په مسلمانانو کي کوم رنځور پيداشي او خپله ډاکټر او بسيا وسايل ونه لري  او رنځور غير مسلمانو ملتونو ته بوځي، بلکي اسلام داسي خپلواکه ټولنه غواړي چي په تمامه مانا پر خپلو پښو ولاړه وي.

اقتصادي ازادي  مونږ دې ته وایو چی خپل اخراجات او د ژوند د ضروري توکیو پوره کول له یوې دوامداره منابع څخه لاس ته راوړل شي او دا لاس ته راوړنه خود انحصاري ولري، پر بل انحصار ددي خبري څرګندونه کوي چی اقتصادي خود کفالتی شتون نلری، بی له اقتصادي خپلواکي او اقتصادي وړتیا سیاسي ازادي تش په نوم یوه ازادي وي او ياد نظام تل  نوروته محتاج وي او همدا احتیاج د دوۍ خود ارادیت تر پوښتنی لاندی راولي، اړمن هېوادونه او محروم ملتونه په عمومي ډول حقیقي سیاسي خپلواکي نشي لرلای، سیاسي خپلواکي له ملي رفاه، لوړ عامه شعور او ټینګ ملي یووالي پرته نه شي راتلای هغه ملتونه چې وږي وي، هغه ولسونه چې ډېر ځله په کډوالۍ کې ژوند بهتره ګڼي، هغه خلک چې ځوان نسل یې د اروپا او امریکا په ژوند پسې د ارمان تږي وي، هغوی ډېر ژر د ښکېلاک په جال کې پریوځي او د استخباراتو کوډې یې سیاستوال له خپل هېواد او ملي ارمانونو پردي کولای شي. ډېر عام افغانان هم په دې باور دي، تر هغې چې موږ په کور، کوڅه او ښار کې امنیت ونه لرو، اقتصاد مو کمزوری او په هره برخه کې اړمن وو موږ ازادي نه احساسوو. نړۍ د بدلېدو په درشل کي ده او سياست نوى رنګ اخستى، د نړۍ هيوادونه د ځاني غښتلتيا په زور کي دي او د خپل مټ او ځواک د پياوړتيا په لار کي د هيڅ روا او ناروا تکتيک نه مخ نه اړوي ، واړه خلګ لاندي کول او ځان لکه غرونه لوړول د ٢١ پيړۍ د سياست طرز دى. د دريمي نړۍ د ولسونو په ستوني پښې اېښودل او د هغوۍ له سرچينو ګټه پورته کول د پرمختللي نړۍ د بهرني سياست لويه برخه جوړوي، په داسي وضعيت کي واړه نور هم ميده کيږي او د خپلواکي له نقض سره مخ کيږي او لويان نور هم په ويرونکي بڼه لوييږي نو په دې پو هېدل په کار دي چي هر سړى بايد د خپل پيټي په خپله د پورته کولو او خپلو ستونزو ته په خپله د حل لار پيداکولو په نيت مټي راونغاړي، له نورو طمع ساتل په لوى لاس ځان د بې وسۍ، ناکامۍ او تاوان کندي ته غورځول دي، متل دى چي په طمع د سپرو شي هغه پاتي په مېرو شي. نو ددې پر ځاى چي د پلرونو او نيکونو په کارنامو د فردي غرور روحيه په ځان کي وروزو اړينه به داوي چي په خپل مټ د پورته کېدو چل زده کړو، په خپل ځان د باور پيداکول د بريا په درشل لومړى پل ايښودل دي، ٢١ مه پيړۍ په خپلو مټو د بار پورته کولو او خپلو پښو منزل ته د رسېدلو ايجاب کوي کنه د نورو په اوږو خو جنازې درومي ځکه نو هر سړى اړ دى چي په نن کي ژوند وکړي او د سبا لپاره پخپله بشپړ چمتو والى ونيسي، د واقعي خپلواکۍ د حفظ او خپلوني لپاره يوه تر ټولو مهمه لاره د پياوړي اقتصاد جوړيدل دي چي بايد په دې برخه کي نورو ته له محتاجۍ خلاص شو، افغانان باید داسې فکر ونه کړي چې دوی تازه له جګړې راوتلي نو اقتصادي پرمختګ به يې ممکن نه وي، بلکې که موږ همت وکړو نو د چینایانو په شان به نه یوازې د ځان اقتصاد جوړ کړو بلکې د نړۍ لپاره به بېلګه شوو خو په دې شرط چې که موږ له تدبیره کار واخلو، کار اهل کار ته وسپارو، د ولس ملاتړ را خپل کړو، ناراضه رضا کړو او په هوښيارۍ ګام پورته کړو خلص داچي په دې تبا حاله نړۍ کي د خپلواکۍ ساتنه ددې ايجاب کوي ترڅو  د نړۍ هر هيواد په ځان بسيا شي، د بل له محتاجۍ نه ځان وژغوري، د نورو له زور او فريب نه خوندي شي او داسي هنر زده کړي چي هم ژوند وکړي او هم پرمختګ.

۱-۴ ملي یووالی د خپلواکۍ ساتني متضمن

يووالى او اتحاد د ملتونو د بري او کاميابي اساسي سرچينه ده، د يوه هيواد، قوم، ګوند، سازمان او ټولني بريا يا پيروزي په يوالې کې ده سپکاوی، ذلت، خواري، غم او فقر په بيلوالي کې دی. نو ويلی شو چې تر هرڅه بايد اوليت اتحاد اويوالې ته ورکړل شي نو بيا همدا يوالی د نورو ناخوالود له مينځه تللو  او  خپلواک اوسېدلو ضمانت کوي،  ملي يووالى يو مهم عنصر دى چي د ملى قدرت په ارزونه کي حساب کېدلاى شي سياسي، ټولنيز، ايډيالوژيک تفاهم او د نظر يووالى د دولت په پياوړتيا کي اساسي رول لري، ترڅو دولت وکولاى شي چي خپلي ملي ګټي چي خپلواکي يې په سر قرار لري په لاس راوړي. که چيري اقليتونه يا لږکي ګاونډيو هيوادونو ته تمايل او زړه ښه کړي د ډيرو سياسي مشکلاتو لامل ګرځي چي د دولت د کمزورتيا عوامل برابروي. د بيلګي په ډول په لومړۍ نړيواله جګړه کي د اتريش امپراطوري چي د چک، صربستان، لهستان او رومانيې مربوط نژادونه يې په خپل قلمرو کي درلودل  چي هر توکم د ځان لپاره د ازاد هويت غوښتنه درلوده، چي د اتريش د امپراطورۍ د ماتي سبب شوه. نو اتفاق دې ته وايي چي د يوې ټولني خلګ خپل ارزښتونه تعريف کړي او خپلو ملي او عقيدوي ارزښتونو ته د ژمنتيا له مخي دي هوکړي ته ورسيږي چي په خپلو کي به مخالفتونه نه کوو، د ولس د خير او سولييز ژوندانه د رښتىنولۍ لپاره به شخصي ګټي شاته پريږدو او د ملي ګټو په محور به راټوليږو، له خپل هيواد او خپلو خلګو سره به مينه کوو، د مرستي او همکارۍ په روحيه به يو بل پالو، او له هر ډول ژبني، قومي، سمتي، نژادي، مذهبي او نورو توپيرونو او تبعيضونو نه به ډه ډه کوو چي په دې سره به مو يووالي په يوه قووت بدليږي او خلپواکي به مو قايمه او دايمه وي، برعکس تعصب او بې اتفاقي په ټوله کي يوه اروايي ستونزه ده چي د يوې ټولني د وګړو تر منځ کرکي او نفرتونه رامنځته کوي د يوې ټولني د بقا او پرمختګ مخه نيسي د يوې ټولني وګړو ته ددې پرځاى چي سوکالي راولي بدمرغي او ويجاړي راولي، تعصب مو ټولنه د بې سوادي او کورنيو شخړو پر لور بيايې چي همدا کورنۍ شخړي بلاخره د يوه هيواد او يوې ټولني پر تجزيه کېدو، جلا کېدو او ټوټه کېدو تماميږي. هيڅ انسان له بل انساته ښکته او هيڅ افغان له بل افغانه پورته نه دى پورته والى د پوهي، تقوا، ستراتيژيک فکر، ژمنتوب، پراخ لرليد، تداوم او خوشبينۍ پوري تړلى دى او لويدلي خلګ ځکه ښکته وي چي د عمل پرځاى خپل وخت په خوب، کېسو، تعصب، حسد، بيلتون، غچ او د بل په پرځولو تيروي، ننى افغانستان د تيرو پنځو زرو کلونو محصول دى او ځکه خو ددې ګډ ملت لپاره د افغان کلمه اطلاق کيږي چي هزاره، ازبک، تاجک، پښتون، قزلباش، نورستاني…… ټول په مختلفو وختونو کي ددې خاوري خادمان او ژغورونکي تير شوي دي. هرومرو په هر قوم کي بدان، لويان، پوهان او اتلان موجود وواو هر څوک  په تاريخ کي د زمان او مکان په قيد د خپلو ښو او بدو کړنو سره جوخت ثبت شوي دي ځکه خو په يو قوم د بد او بل قوم د ښو ټاپه نشي لګېدلى نو د خپلواکۍ د بقا په موخه د تعصب د مخنيوي لپاره په ملي کچه د بيلابيلو ټولنو جوړولو ته اړتيا ده چي د همدې ټولنو په راس کي بايد داسي سپيڅلي او بشر دوسته اشخاص قرار ولري چي په تمامه مانا دين، هيواد او انسانيت ته ژمن کسان وي ترڅو داسي پروګرامونه وړاندي کړي چي د ولس له ذهنيته د تفرقې او کرکي فکر ايسته کړي او په خلګو کي د ميني خواخوږۍ او انسان دوستۍ جذبه پيدا او پياوړي شي.

 ۱-۵ د تعليم رول د خپلواکۍ په ساتنه کي

ټولو ته جوته ده چي دا مهال موږ تر هر څه زيات علم ته اړتيا لرو او علم له کتاب و کتابچې، له عالم او ښوونکي، له مدرسې، ښوونځي او پوهنځي پرته ناشونى ده. که څوک ېې مني او که يې نه مني خو موږ د نړۍ په کچه هغه بد مرغه قوم يوو  چي په دې يوويشتمه پيړۍ کي هم خپله دښمني له کتاب، استاد، مدرسې، ښوونځي او پوهنځي سره پالو. موږ ښايي لاهم د علم پر اړتيا او ارزښت شکمن يو،  کیدای سي د ځينو  په ذهن کي دا سوال وي چي اسلام خو حق دین دی نو ولي کافران د دنیا پر مختللي انسانان دي؟  داځکه چي الله تعالی هیڅکله جهل نه خوښوي ، نه د جاهل سره کومک کوي، کله چي موږ مسلمانانو علم ته مخه کړه پر کسری او روم مو خلافت کوی ، د چین تر دېوالو مو دعوت ورسېدی ، د نیمي اروپا پر مملکتونو مو حاکمیت لری، کله چي مو علم ته شا کړه اوس د انحطاط او ذلت شپې سبا کوو ټوله نړۍ مو پر سر ټکوي. الله تعالی د ځمکو او اسمانو مخکي قلم پیداکړ ، بیا الله ورته امر وکړ چي لیکل وکړه زما ذهن ته د قلم د پیدایښت بل هیڅ حکمت نه راځي پرته له دې چي علم ډېر زیات ارزښتمن دی دا ځکه چي قلم د کائناتو تر ټولو مخکنی موجود دی ، بیا الله قسم په اخیستی ، دا چي ستر نسي الله هیڅکله په ناچيزه شیانو قسم نه اخلي، په دې پوره باورمند یم که مو قلم را پورته کړ نو هیڅکله به سقوط ونکړو، غلام به نشو او اړ به نشو. که د يوه  ويښ ملت په توګه خپلواک اوسېدل  غواړو نو حتمي ده چې د ژوند په ټولو ابعادو کې به موازي پرمختګ کوو يوازې د ژوند په يو بُعد کې پرمختګ نيمګړی پرمختګ وي. په اوسني عصر کې د ژوند په ټولو برخو کې پرمختګ په بې سوادۍ سره بيخي ناممکن دی، که دا د صنعت برخه وي، د ټيکنالوژۍ برخه وي، د زراعت برخه وي، د بازار برخه وي او که د کور برخه وي، د کور برخه مې ځکه وويل چې کور يا کورنۍ د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او د ژوند دا مهمه برخه په ښځينه طبقې (ميندو، خويندو، مېرمنو او لوڼو) اباده ده، نو دا به څنګه ممکن وي چې د ژوند دا مهمه برخه به په بې سوادو مېرمنو ترقي وکړي؟ او که د ژوند دا مهمه برخه مو د بې سوادۍ په سبب ترقي ونه شي کړی نو څنګه به ممکنه وي چې د ژوند د نورو برخو نسبي پرمختګ ته د کامل پرمختګ نوم ورکړو؟ ډېر بچیان زېږول ، بیا یې بې تربيې پرېښودل ټولنه نه رغوي یوکس لس بچیان زېږوي ، پنځه لورګاني دی خپله هیڅ زده کړي نلري ، ښځي خو زموږ ټولنه کي بې تعلیمه وي ، اوس به دا پنځلس کسان څنګه تربیه کوي؟ اقتصادي وضعیت چي سم نه وي ، ټولنیز مشکلات وي ، ناپوهي زیاته وي آخر دا ټولنه کم لوري ته ځي ؟ د داسي ټولني افراد به یا د قاچاقو په ځنګلو کي، یا د سمندر په څپو کي، یا به په برمو کي غرق کیږي.  که په نه تعليم کولو هيوادونو پرمختک کولی اوس به زموږهيواد د پرمختللوهيوادونوپه سرکې وای. الله تعالی ته تر یو ملیون جاهلو او ناپوه انسانانو یو عالم ، پوه، خادم،  نېک او  تقوا داره انسان خوښ ده. خلص داچي پوه ملت ويښ وي، ويښ ملت سياسي وي، سياسي ملت خپلواک وي، خپلواک ملت مخ پر وړاندې تلووونکي وي، مخ پر وړاندي ملت تولېدونکى وي، توليدونکي ملت شتمن وي او شتمن ملت خپلواک وي، بقا يې تضمين وي، وږي نه وي، فقير نه وي، چاته اړ نه وي نو ځکه خو د هيچا غلام هم نه وي. برعکس ويده  ملت فقير وي فقير ملت ناپوهه او جاهل وي جاهل ملت د نور محتاج او غلام وي او خپلواکي نه لري غلام ملت بيا د بادار په خوښه په خپلو کې سره وژني، ثبات نه لري، نفاق اوج ته رسيدلى وي او ورور وژنه پکي عامه وي. نو په لنډ ډول ويلاى سو چي ملت د تعليم په زرينه او با ارزښته ګاڼه سمبالول، او د ملت شعوري ويښتيا د هيوادونو د خپلواکۍ په ساتنه کي ټاکونکى او رغنده رول لري ځکه چي ويښ ملتونه هيڅکله تاريخ نه هيروي او تاريخ په هيڅ صورت په ځان نه تکراروي، نن که غربي نړۍ اروپآ او يا په مجموع کي رسېدلي او پرمختللي ممالک  له هيواده بهر د خپلو منافعو په لټه کي دي، له پرديو منابعو د خپل تمدن او پرمختګ لپاره ګټه اخلي او د فضا د تسخير هڅي کوي نو فکري بيوزلي يې  له منځه وړي او هر فرد يې د هيواد د پرمختګ لپاره د يوه سالم، مترقي او رغانده فکر څخه برخمن ده، نوره نړۍ د خپل فکري قووت پر اساس له پرديو منابعو څخه ګټنه کوي خو موږ يه يوويشتمه پىړۍ کي فکري بيوزلي دومره ځپلي يو چي له خپلو منابعو څخه د ګټي اخستني وړتيا څه چي اګاهي ترې نه لرو، معارف  مو په داسي وضعيت کي قرار لري چي د شاګردانو مو تر اووم، اتم الي نهم ټوګي پوري املا نه وي زده ، نو د ناپوهي په اوج او فلج معارف کي د خپلواکي ساتل، پالل او پرمخ بيول هسي يوخيال او خوب ده

۱-۶ ټکنالوژي

هغه هيوادونه چي په ټکنالوژي کي وړاندي دي له هغو هيوادونو چي په ټکنالوژي سمبال نه دي ډير قدرتمند او پياوړي هيوادونه شمېرل کيږي. يعني که چيري د دغه هيواد ملي ګټو ته کوم نقصان متوجه وي کولاى شي ياد نقصان په اسانۍ له منځه يوسي. همدارنګه د نـوي او عصري ټکنالوژۍ له کبله هيوادونه ژر پرمختګ کوي…. تاسو وګورٸ څه موده مخکي په قطر کي د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو استخباراتي چارواکو سره ليدلي، ويل کيږي چي طالب استخباراتي چارواکو دا پکي مطرح کړي چي امريکا به پر افغانستان ډرون بريدونه دروي. خو که چېري دا ټکنالوژي طالب چارواکو لرلى نو امريکايانو به هيڅکله پر افغانستان  د خپلو ډرون بريدونو په وسيله  د افغانستان خپلواکي نه واى نقض کړي.

پايله

حکومتونه اکثر په دنيايي لحاظ په دوه شيانو دوام پيدا کوي او چليږي، يو قومي او ولسي خواخوږي او ملاتړي، بل مضبوط خودکفاء اقتصاد. کله چې دا دواړه موجود وي  نود خپلواکۍ د بقا لپاره د خوشحالۍ خبره ده، که فرضاً يو وي بياهم د حکومت د زر غورځېدلو او د خپلواکۍ د له منځه تلو خطر کم وي. رسميت پيژندل يا نه پيژندل بيا نه زياته ګټه ورکولی شي او نه زر تاوان، ځکه د ملکونو ګټې ټولې د يو بل ترمنځ مشترکي وي، داخلي مشکلات راکمول د حکومت عمر زياتوي او په مقابل کې داخلي نارضايتي د حکومت مشکلات زياتوي چې په نتيجه کې د خارجي مداخلو او مداخله ګرو د مداخلې کار اسانوي نو د داخلي مشکلاتو د حل لپاره  واکمنو ته دوه ټکي مهم دي, په ښکاره ملت ته د خپل کار راپور ورکول او په پټه دملت رب ته دخپلې ايماندارۍ او امانتدارۍ راپور ورکول, کله چې واکمن دغه دواړه کارونه وکړي, دوی د ملت په زړونو کې ځای پيدا کوي او د ولس رضايت راخپلوي، چي د ولس رضايت بيا د خپلواکۍ د بقا ضمانت کوي، ځکه چي د يوه هيواد د حاکمانو‌د حاکميت ساتنه اوپايښت يوازې د ولس په وړاندې د هغوۍ په ګړنو اوعدالت کې نغښتي دي او بس.   په ټوله کي ويلاى سو چي قوي اقتصاد، مډرنه تکنالوژي، واقعي ملي يووالى، د سيمي او نړۍ په سطحه د لوړو زدکړو قوي سيستم او د کار اهل کار ته د سپارلو له طريقه د ولس ملاتړ راخپلول د نظام د بقا او د خپلواکۍ د پايښت اساسي ستتي دي ځکه په کوم حکومت کي چي وړ لايقه او با استعداده اشخاص د ولس په وړاندي خادمين جوړ نشي نو ياد حکومت حتمي وضروري د زوال په لور درومي، ځکه چي د دولت او ولس تر منځ اړيکه په راکړه ورکړه ولاړه ده او د يوه بل پر وړاندي اندکه ناغيړي يې د بل لوري حرکت ټکنى کولى او درولى شي، دواړه لوري يوبل ته د روښانه هنداري مثال لري چي په ليږ غبار يې هم مخ سپېره کيداى شي نو اړينه ده چارواکي په خپلو کورنيو پاليسيو له سره کتنه وکړي، قوانين سم پلي کړي، کورني توليدات حتمي کړي، د ملي يووالي حفظ ته کار وکړي، مسلکي کدرونه وروزي، د ښځو تعليم عام کړي، کار اهل کار ته وسپاري، هر ناراضه راضي او په غيږ ځاى ورکړي، ټوليزه غښتلتيا يقيني کړي، ټکنالوژي عامه کړي،  د مور ماشوم او عام ولس روغتيا ته پام وکړي، اوبه په سم ډول وکاروي او وروستى داچي  د نن او سبا سره  د تصادف په ډول نه بلکي د يوه جدي ماموريت په شکل معامله وکړاى شي.

غزنی  –   ۱۱ دلوه ۱۴۰۲- ۹ فبروري ۲۰۲۴

مأخذونه

١ـ خادم، سيد انتظار(١٣٩٩ل) نړيوال سياسي شطرنج، ختيځ خپرندويه ټولنه

٢ـ امين، محمد عالم (١٤٠١) د نړيوالو اړيکو اصول،

٣ـ صاحبزاده، عدالرقيب (١٣٩٨ل) د اقتصاد د علم بنسټونه، يار خپرندويه ټولنه

۴- زابلی، زلمی (۱۳۹۷) د نړۍ د ابر ځواکونو بهرنی سیاست، وایګل خپرندویه ټولنه

۵- هاشمي، سید اصغر(۱۳۹۴) د فکر پلوشې، د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه

https://www.nunn.asia/

https://rohi.af/news/51121  -۷

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-4915363 .  -۸

https://ps.m.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D9%BE%D9%84%D9%88%D8%A7   %DA%A9%D9%8A

Facebook-۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.