اسلامی امارت ته لمن غوړوو چی بی خریطی فیر مه کوی

غلام نبی ګل

210

ډیره هیله دا ده چی د طاغوت د جنازې پورته کوونکی به د فقر،بی عدالتی،بی علمی او بی کاری جنازی هم پورته کړی او ملت به داسی ځان پسی راکاږی لکه تراکتور چی ټرالی ځان پسی راکاږی د دی لپاره چی پورته ارمانونه مو پوره شی په کار ده چی د خپل لنډ تاریخ نه درس واخلو حتی یو ډز یا فیر هم بی خریطی ونه کړو(خریطه عربی کلمه ده چی د نقشی په معنا ده زموږ نظامیانو د هغه ساحی نقشی ته دا کلمه استعمالوله چی جنګ به پکی صورت نیوه) تر اوسه پوری اسلامی امارت یا په ټوله کی موږ د څه کم دری کالو په تیریدو دوه ځلی بی خریطی فیرونه کړی یو ډز مو دوه کاله وړاندی د ښځو او انجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو د دروازو په تړلو سره وکړ او په تازه ګی کی مو د ماشینی ماسټرانو د تولید په غرض په ماشه ګوته راښکله دا دواړه هغه سهوی دی چی په سجده سهوه هم نه جبیره کیږی موږ مجبور یو چی ټول لمونځ له سر نه وکړو له دی سره د کمونستانو د وخت ماشینی ظابطان او د امریکایی اشغال په دوران کی د ټلوالی ماشینی جنرالان د ملت سترګو ته ښکته پورته کیږی او لدی سره خدای مکړه دا ویره مله ده چی د تراکتور ټرالی د تراکتور له بوکسر نه خطا وخوری او د تراکتور او ټرالی لاری سره بیلی شی.

 د پورته طرحی جوړونکو باید منحیث د دولت دا سنجولی وای چی په هیواد کی موجوده خصوصی او دولتی دینی مدرسو ته په کتو به د دی ماسټرانو تعداد په څو کلونو کی لکونو ته ورسیږی د دوی لپاره به بستونه له کومه کیږی؟د دوی لپاره به د ماسټری د امتیاز پیسی له کومه کیږی؟د دوی لپاره به د کار او له دوی نه د استحصال ساحه له کومه کیږی؟

تعلیم او یا په یوه خاصه رشته کی تخصص په ټوله نړی کی د هری ټولنی د اړتیاوو او ضرورتونو په بنیاد د خاصو مراحلو په طی کولو سره صورت نیسی د لیسانس،ماسټری او دوکتورا هر شاګرد اړ وی چی په ورسپارل شوی موضوع عملی او نظری کار وکړی او د لسګونو مؤخذونو او عملی تجربو په ښودولو سره یو پیړ کتاب تر شا پریږدی او بیا دا کتاب په کراتو د اړونده رشتی د متخصص له ذربین نه تیریږی او بیا د اړونده رشتی د متخصصینو په وړاندی له هغی نه دفاع کیږی او بیا یو څوک ماسټر جوړیږی لدی سره چی ماسټر لا له خپلی رشتی فارغ شوی نه وی له مختلفو ادارو او موسساتو څخه ورته د کار پيشنهادونه راځی.

څه موده وړاندی د هیواد د جیدو علماوو او د اهل نظر د خاوندانو په دی بحث ګرم وه څو دولت د مکتب او مدرسی فاصله له منځه یوسی او د راتلونکی نسل له پاره داسی شرایط برابر کړی چی یو پیلوټ هم په دین وپوهیږی او هم تیاره هوا ته پورته کړی خو که خبره همداسی روانه وی چی موږ په یو ورځ کی پنځوس زره ماسټران د مادی او معنوی امتیاز په غرض له ماشین نه راوباسو بیا خو په اگاهانه ډول ټولنه سره ویشو او په دی ډول مدرسه او مکتب یو بل ته مرچل کی کینوو.

له بل اړخه په داسی کړنو سره موږ په خپله ټولنه کی د ملا او مولوی ډیر لوړ مقام چی د غرب او یا تحصیلی القابو نه لکه لیسانس،ماسټر او ډاکټر نه په مراتبو لوړ دی راښکته کوو او له بل اړخه په داسی کړنو سره خپل بومی اصیل فرهنګ هم له منځه وړو زموږ په ټولنه د پیړیو راهیسی خلک د ملا او مولوی لاسونه ښکلوی په داسی حال کی چی هیڅ کله به چا نه وی لیدلی چی د یو ماسټر لاسونه چا ښکل کړی وی.

وما علینا اللبلاغ

١٤٠٢/١٢/١٩

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.