د عامې روغتیا وزارت: ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې د نري رنځ نیږدې ۵۰ زره پېښې ثبت شوې

126

د عامې روغتیا وزارت وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هېواد کې د ټوبرکلوز یا نري رنځ ۴۹زره ۵۳۳ پېښې ثبت شوې دي

د یاد وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان په یو ویډیويي پیغام کې چې نن دوشنبه د وري ۶مه خپور شوی، ویلي د دوی د شمېرو په اساس د مخکینیو کلونو په پرتله سږکال د ټوبرکلوز پېښې راکمې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، په ټوبرکلوز د اخته شویو ناروغانو ۲۲ سلنه هغه ماشومان دي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د مارچ ۲۴مه د ټوبرکلوز نړیواله ورځ وه.

د عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي، چې دوی د ۸۷۳ روغتیايي مرکزونو له لارې دغو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ايکس پاڼه ليکلي چې په افغانستان کې هر کال زرګونه کسان پر نري رنځ د اخته کېدو له امله مړه کېږي.

دغې ادارې زیاته کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د نري رنځ تر ۵۰ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.