په ۱۴۰۲ کال کې ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

116

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن دوشنبه د وري ۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د ټول هېواد په کچه د اسان خدمت او برښنايي پېژندپاڼو د ۷۶ وېش څانګو له لارې ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې، ددې وېشل شویو پېژندپاڼو له ډلې یې ۲ میلیونه او نږدې ۶۸ زره نارینه او یو میلیون او څه‌باندې ۵۶ زره تذکرې ښځینه‌وو ته وېشل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۲ کال کې ترټولو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې په کابل کې وېشل شوې دي چې شمېر یې ۷ سوه زرو ته رسیږي او تر کابل وروسته په ترتیب سره په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره، بلخ کې تر ۱۸۸ زره زیاتې او په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۱۶۲ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کندهار ولایت کې د ۱۵۵ زره الکترونیکي تذکرو په وېشلو تر کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو وروسته ترټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل راپدېخوا تراوسه نږدې ۱۲ میلیونه او ۹۰۰زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي چې په دې کې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره نارینه‌ او ۵ میلیونه او ۴۰۰ زره ښځینه‌وو ته وېشل شوي دي.

خامه پرس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.