د ښوونځي زنګ (نظم)

شفق

168

د ښوونځي زنګ (نظم)
د هلکانو – د ښوونځي زنګه
نه مې لحاظ کړې- او نه مې ننګه
زما د مکتب وای- ټالۍ شرمېږي
د تا له غږه – د تا له ټنګه

ته چې کړنګېږې- دا وارخطا شي
چې اوس به دا هم- په کړنګېدا شي
او بیا به ډلې- مکتبۍ راشي
خو داسې نه وي- غم یې سېوا شي

ښوونځی مې بند شو – چې شوم اووم ته
ښځې بودن یم- تړلې بم ته
ورور سره یو ځای – به وم روانه
خو اوس یوازې- درومي نهم ته

د هلکانو – مکتبه خلاصه
صدقې ورکړه – شکرونه باسه
نه چا تړلی- نه چا ښکنلی*
ور دې پرانېستی- خلاص له بازخاصه

اوس ما ته ګوره – ښوونځيه وروره
زه او بکسه مې- پړمخ نسکوره
د دنیا ښځې- سپوږمۍ ته خېږي
خو زما منزل دی- کور نه تر ګوره

رالویوي مې- ګو بېسواده
دا خو اوبال دی- دا خو ګناه ده
وطن بیمار شو- وطن انپړ شو
نه به ډاکټره- وي نه استاده

بیا که ناروغ کړي- خدای پاک پلرونه
ټول نارینه او- دښتې او غرونه
زه به سر توره – غوړوم چا ته؟
لمن، ټېکری او- لپې، وزرونه؟

اې زما د خوار وای- وطن ښوونځیو
هلکان روزئ – جار، په غورځیو
خو پرې یې نه ږدئ- چې داسې ستر شي
چې نجونې منع- کړي له ټولګیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.