د طالبانو د رژیم دا کړنه: چې د

عصمت الله اشنا

200

د طالبانو د رژیم  دا کړنه: چې د
شپږمو ټولګیو څخه پورته نجونې ښونځیو ته نه پرېږدي،پوهنتونونو ته او دندو ته  يې نه پرېږدي نه اسلامي، نه انساني، او په تېره د پښتونولۍ ضد کړنه ده، ډېر ساده مثال د افغانستان نيم نفوس ښځینه دي، د ټولنې په ټولو چارو کې د اناثو شتون ته شدیده اړتیا شته ،  خپل ګرېوان کې فکر وکړه، ایا ښځینه متخصصینو، ډاکټرانو، قابلو، نرسانو  کارګرانو،ښوونکو، استادانو،کمپیوتر کارانو، د بانکونو کارمندانو…او نوروته په ټولنه کې شدیده اړتیا نشته، که درته نه ښکاري ورشه د مثال په ډول روغتونونو او د ډاکترانو کتنځایونو ته سر ور ښکاره کړه.
فکر وکړه ستا مور، خور، لور او مېرمن  نه ناروغه کېږي، هغوی ډاکتر او دوا ته اړتيا نه پیدا کوي؟
دغه روغتیا پالنه به څوک وکړي، ښځینه که نارینه؟
اسلامیت،او پښتونواله خو غوره ګڼي چې دغه ډول اړينې چارې ښځینه کارکوونکې تر سره کړي.
ایا ستا د هېواد افغانستان ښځې د هېواد نه بهر د حج د فریضي د ادا کولو لپاره، د ناروغيو د علاج لپاره سفر نه کوي ، د مهاجرت لپاره سفر نه کوي البته ډېر شمېر افغانان په بهرنيو هېوادونو کې مېشت شویدي، د دې کارونو لپاره تذکرو، پاسپورتونو نکاح خطونو او بایمتریک ته اړتیا شته که نه؟ د دې افغانانو ښځو دغه چارې: بایومټریک، د تذکرو او پاسپورټونو وېش، د ناروغیو تداوي… او نورې چارې څوک تر سره کړي، نارينه که ښځینه، ستا اسلامیت، انسانيت پښتونولي څه حکم کوي؟ په خیال کې ژوند مه کوه، سترګې وغړوه، د ژوند واقعیتونه او اړتیاوې د څه غوښتنه کوي؟
موږ د ټولنې تقریبا په ټولو چارو کې د ښځو شتون او کارونو ته اړتیا لرو، د ښځو لپاره د هغوی کارونه، معاملات، او د هغوی اړوند اړتیاوې څوک ترسره کړي نارینه که ښځینه؟
ایا زموږ د هېواد اوکورنیو نجونې او مېرمنې، نه ناروغه کېږي؟ هغوی ښځینه پرستارې، قابلې، ډاکترې او متخصصې ته اړتیا نه پیدا کوي؟ چې حتما يې پیدا کوي، د نجونو پر مخ چې د ښوونڅيو او پوهنتونونو دروازې تړلې وي نو دا به له کومه کيږي،له اسمانه نه به راښکته کېږي، دوی خو باید په ښوونځيو او پوهنتونونو کې وروزل شي.
پښتونواله څه حکم کوي؟
“مېړانه، مېلمه‌پالنه، عزيزګلوي، غيرت، د وطن دود او دستور ته وفاداري، د دښمن سره د دښمنۍ، د دوست سره د دوستۍ، خپل حق او د بل حق پېژندل او ناموس‌داري د پښتونولۍ ډېر غټ او په هر اړخيز ډول د منلو وړ احکام دي.”
اسلامیت له نظره او د پښتونولۍ له نظره، ناموس‌داري د پښتنونولۍ یو مهم رکن دی، لهذا د پښتنولۍ له نظره، دا چې ښځینه لوړ تعلیم ، تحصیل او دندو ته نه پرېښودل کېږي، د بې غیرتۍ او بې ناموسۍ یوه کړنه ګڼل کېږي.
ځکه لکه چې یادونه وشوه په ټولنه کې د نیم نفوس نجونو او مېرمنو اړوند چارو تر سره کولو لپاره ښځینه کارکونکو ته شدیده اړتیا شته.
دغه مشهوره وینا لکه چې وایې: اګر عقل نباشد جان در عذاب است.
په خواشینۍ سره چې د طالبانو رژیم پدې کړنې سره یعنې (د نجونو او ښځو د تعلیم تحصیل او کار مخنیوی) د افغانستان بشپړ هېواد په عذاب کې اچولی .لهذا د ښاغلي عباس ستانکزی په وینا:
(د زدکړو سره شخصي مخالفت له ملت سره جفا او ښکاره ظلم دی،)
بلکې ویلی شو چې دا د افغانستان  سره لوی ملي خيانت دی.
او یوازې دغه مسئله نه ده، ظالم د خپلې واکمنۍ راسې د متقاعدینو د حقوقو په په ورکولو سترګې پټې کړي،او حتی ویل شوي چې د دغه حقوقو پیسې یې پخپلو شخصي ساتونکو لګولي دي.د دې او نورو نادودو حسابي به حتما کېږي، الله ج عادل او مهربانه  دی.
لکه چې وایې:
خبر ورکړ شوی څوورځې مخکې د امر بالمعروف…
کسانو یو شمېر ښځې له دې امله نیولي او بندیانې کړي چې د دوی له نظره  اسلامي حجاب یې نه و مراعت کړی،  پوهېږو چې د ښځو سره په افغاني ټولنه کې دا ډول چلند ډېر سپک عمل ګڼل کېږي.
د خوشحال بابا وینا ده:
یو هغه سړی احمق بللی بویه
چې د ښځو سره پاڅي په جنګونو
دې واقعیت ته ژور فکر وکړه او ښه ځير شه ایا په بې ځايه احساساتو، درواغو او ځان غولولو څه کار ترسره کېږي.

په دې اړه یو شمېر ارقام او حقایق چې په نړیوالو رسنیو کې منعکس شویدي:
یوناما طالبانو ته: د ښځو پر وړاندې فزيکي تاوتريخوالی سپکوونکی او توقیف یې لویه بدنامي لري” ١٤٠٢هه ٢١/١٠

“د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان له څلور سوه ولسوالیو څخه یوازې ۹۰ هغه يي د ولسوالۍ په کچه روغتونونه لري دا په دې مانا چې ددغه هېواد په ۳۱۰ ولسوالیو کې متخصصې ډاکټرانې په ځانګړې توګه د نسایي او ولادي برخه کې نشته….

“نبود پزشک زن در مناطق روستایی حالا به طور مثال از دغدغه‌های اصلی ساکنان ولایت غور در مرکز کشور شده است.”

آیت‌الله واعظ‌‌زاده بهسودی، از مراجع تقلید شیعیان افغانستان
با اشاره به موج بازداشت‌های خودسرانه دختران و زنان نیز گفت که «مساله سوم که خیلی حساسیت برانگیز است، مساله ناموس است.»

“ښاغلي بېنېټ زیاته کړه، په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو حکومت د “بدحجابۍ” په پلمه ښځې بندیانې کړې وې چې بیا یې د کورنۍ د نارینه غړو په ضمانت بېرته ازادې کړې دي. “

((دا ډېر تیاره تصویر دی.

یونسیف بي‌بي‌سي ته ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته پر زدکړو د بندیز له کبله په ټولیز ډول تر ۱ اعشاریه ۴ میلیون ډېرې نجونې اغېزمنې شوې دي.‌

په دوی کې څه باندې ۳۳۰ زره داسې دي، چې همدا تېر کال یې شپږم ټولګی پای ته رسولی او سږکال به د زدکړو د دوام اجازه ونه لري.‌))
۲۹ کب ۱۴۰۲ – ۱۹ مارچ ۲۰۲۴ بی بی سی پښتو.
په پای کې هیله ده  چې طالب مسئول چارواکي ژر تر ژره د یادو شویو چارو د سمون لپاره اقدام وکړي،
کنه نو بیا به وخت تېر او پښېماني به څه فایده ونلري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.