پنځه کارونه چې حافظه پیاوړې کوي

223

د علمي موندنو پر بنسټ، ورزش او فزیکي فعالیت؛ د ماغزو حجرو ته د وینې جریان او اکسیجن د زیاتوالي له امله په لویانو او ماشومانو دواړو کې حافظه پیاوړې کوي.

په ورځنې ژوندانه کې ځینې ساده عادتونه د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي، خو بلخوا بیا داسې عادتونه هم شته چې په مراعات کولو سره یې حافظه پیاوړې کېدای شي.

د ماغزو او اعصابو سلامتۍ ته پاملرنه خورا مهمه ده، ځکه چې د ساینسي موندنو له مخې، د عمر په لوړیدو سره دې برخې ته نه پاملرنه، د الزایمر او ډیمنشیا (هیریدو) په څیر ناروغیو خطر زیاتوي.

پدغه مقالې کې هغو پنځو ورځني عادتونو ته اشاره شوې، کوم چې نه یواځې د حافظې په پیاوړی کولو کې مرسته کوي، بلکې د یو شمیر عصبي او رواني ناروغیو خطر هم کمولای شي.

خوب

خوب د دماغي او عصبي سلامتۍ یو له مهمو اجزاو څخه شمیرل کیږي او د باوري علمي سرچینو په حواله، یو بالغ شخص باید د شپې لږترلږه اووه ساعته خوب وکړي.

ډاکټران وايي چې د خوب لپاره تر ټولو غوره وخت، شپه ده. د طبي موندنو پر بنسټ، د انسان ماغزه د خوب پرمهال د یادښتونه او خاطرو ترتیب جوړوي.

ورزش او فزیکي فعالیت

ورزش او فزیکي فعالیتونه، له پلي ګرځیدو څخه بیا تر لامبو پورې او نورو فزیکي تمرینونه، نه یوازې د ماغزو او اعصابو په سلامتۍ، بلکې د بدن په ټولو ارګانونو او سیستمونو هم مثبت اغیزه لري.

د علمي موندنو پر بنسټ، ورزش او فزیکي فعالیت؛ د ماغزو حجرو ته د وینې جریان او اکسیجن د زیاتوالي له امله په لویانو او ماشومانو دواړو کې حافظه پیاوړې کوي.

تفکر او فکر کول

ذهني فکر او تفکر چې “ذهني خبرتیا” هم ورته ویل کیږي، د حافظې د پیاوړتیا سبب کیږي. ذهني فکر داسې یو عمل دی چې په هغه کې د وضعیت سره د ځان د چمتو کولو په موخه په بشپړه توګه په ذهن او بدن باندې تمرکز کیږي.

علمي تجربو ښودلې چې انديښنه او فکر کول د سر په مخکینې برخه کې د دماغي قشر (پوړ) د ضخامت د زیاتوالي لامل کیږي . د ماغزو دا برخه تر ډېره بریده د پاملرنې، تمرکز او حافظې د فعالیتونو مسؤلیت لري.

د ماغزو تقویه کوونکي فعالیتونه

هغه فعالیتونه چې د انسان ماغزه ننګوي، لکه د نوې ژبې زده کول یا د موسیقۍ د غږولو تمرین کول، د حافظې د تقویې لامل کیدی شي.

د اعصابو متخصصین د علمي څیړنو پر بنسټ وايي، چې د دماغ لپاره دا ډول ننګونکي فعالیتونه، نه یواځې د عصبي رشتو او دماغي نسجونو لپاره د نوي اړیکو د ودې لامل کیږي، بلکې دا یوه داسې پدیده ده چې د حافظې د تقویې لامل هم کیږي.

خاطرو او معلوماتو ته بیا کتنه

ډاکټران سپارښتنه کوی، چې د معلوماتو او خاطرو د بیرته را یادولو لپاره هڅه، حافظه پیاوړې کوي.

په ننني عصر کې چې ټکنالوژي او انټرنټ په ځانګړې توګه ګوګل چې په لنډه موده کې کاروونکو ته ډېر معلومات وړاندې کوي، ډاکټران دا سپارښتنه کوي؛ چې هر شخص باید د یادونو د بېرته تازه کولو لپاره پر خپل ذهن او دماغ فشار راوړي او پدې لاره کې د انټرنټ او د ګوګل څخه د مرستې د ترلاسه کول څخه ډډه وکړئ.

دا دماغي او ذهني تمرین یو کس ته دا وړتیا ورکوي چې په راتلونکي کې یادښتونه او معلومات ډیر ژر په یاد راوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.