محمود عباس : فلسطین اداره به د امریکا سره پر اړیکو بیا کتنه وکړي

72

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د امریکا پر خلاف په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب وړاندیز د ویتو کولو له امله ډیر سخت غبرګون وښود.

 عباس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له رای اچونې وروسته وویل چې د فلسطین اداره به له امریکا سره پر خپلو دوه اړخیزو اړیکو له سره غور وکړي. عباس وویل “په داسې حال کې چې نړۍ د نړیوالو قوانینو په پلي کولو موافقه کوي او د فلسطین د حقونو ملاتړ کوي، امریکا د اشغال ملاتړ ته دوام ورکوي.” دا اسرائیل نه مجبوروي چې خپل نسل وژنې ودروي. دوی اسرائیلو ته وسلې او پیسې ورکوي چې زموږ ماشومان وژني او زموږ کورونه ورانوي. هغه وویل، “امریکا  په ​​نړیوالو پلاټ فورمونو  کې زموږ په خلاف دریږي او داسې دریځونه په  سیمه کې امنیت او ثبات ته خدمت نه کوي.”

عباس په دې باندې په ټینګار سره چې امریکا له ټولو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې، د دوه دولتونو د حل او په سیمه کې د سولې د ټینګښت په اړه خپلې ټولې ژمنې د خپو لاندې کړي‌ دي. عباس  د بایډن احکومت د اسرائیلو لخوا د فلسطین د شتمنو د  غلا کولو باندې د چپې خولې او سترګو پټولو باندې تورن کړ.

د بله پلوه چین هم په ملګروملتونو سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه وړاندیز کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په خپل هېواد کې په يوه خبري ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د بشپړ غړيتوب په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل، په ملګرو ملتونو کې د فلسطين سمدستي داخلېدل يو داسې ګام دی چې د اوږدې مودې تاريخي بې عدالتي به اصلاح کړي.

trt.net.tr/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.