!زړه کابل ته: خدایه کابل وساتې

عبدالهادي هادي

209
نن مې کابل جانه اندیښنه درته بیا ډیره ده
ناسته دې پر ګل وجود د کومې بلا ویره ده؟
بیا د کوم ابلیس د قساوت په اور کې سوځې ته؟
لیکه د سرو وینو او لمبو درنه چاپیره ده
×××
ستا وچې لیمې او روغ وجود زما په یاد نه دی
پاک دې شین آسمان د جنګ له دود زما په یاد نه دی
تا چې د دیوانو له منګولو امن وساتي
داسې یو شهسوار او یو موجود زما په یاد نه دی
×××
وایي چې ښایسته وو ته دا خپله ښکلا اور ګرځي
ځکه درنه تاوې بلاګانې لور په لور ګرځي
ستا بچي راپاڅي چې دا ستا لمنه وژغوري
یو ترابان ووژني خو سل ترابان نور ګرځي
×××
سور لکه د لال په خپلو وینو آباد پاتې یې
ځکه د دنیا د ښامارانو مراد پاتې یې
څوک دې په دنیا کې د زخمو د ټکور نه شته دي
څنګه چې فریاد وې لا هغسې فریاد پاتې یې
×××
خدایه د توپکو تورې خولې له زنګه ډکې کړې
دلته سکون راولې آرامې دلته ټکې کړې
نه چې په دې ښار کې بیا ماشوم په خوب کې وډار شي
ورکې له هر کوره د تیارو تورې شیشکې کړې
×××
څومره بې مانا یمه مانا مې په کابل کې ده
خدایه کابل وساتې چې ساه مې په کابل کې ده
څنګه په دې شنه وطن کې شنه خوبونه وکړمه؟
مور مې په کابل کې او دنیا مې په کابل کې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.