د” Global Expression “سازمان په خپل کلني راپور کې افغانستان په نړۍ کې د بیان د ازادۍ لپاره یو تر ټولو بدترینه هېواد بللی دی.
د دې سازمان د ۲۰۲۴ کال راپور چې پرون خپور شوی او په ټوله دنیا کې یې هېوادونه د بیان د ازادۍ له پلوه کټګوري کړي، افغانستان د بیان ازادۍ اوسني وضعیت ته په کتو د ۱۶۱ هېوادونو له ډلې په ۱۵۵م ځای کې راوستی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نهکړه، خو وړاندې یې تل ټینګار کړی چې د دوی رژیم د بیان ازادۍ ته ژمن دی.
خو د طالبانو حکومت د دې ادعا بر عکس، د” “Global Expression سازمان ارزونه ښيي چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې، یعنې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د بیان ازادۍ په جدول کې ۴۷ درجې نور هم شاته لوېدلی.
په دې راپور کې شمالي کوریا، چین، ترکمنستان، بېلاروس او افغانستان په یوه و بل پسې د بیان ازادۍ لپاره تر ټولو کړکېچن هېوادونه بلل شوي چې یوه او دوه نومرې یې اخستي او د جدول په اخر کې ځای لري، خو ډنمارک بیا د ۹۵ نمرو په اخستو د بیان ازادۍ له پلوه د نړۍ تر ټولو غوره هېواد بلل شوی. سویتزرلنډ او سویډن بیا په دویم او درېیم مقام کې دي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې خبریالان او خلک هم ورځ تر بلې د بیان ازادۍ محدودیت او سانسور خورا ډېر اندېښمن کړي.
په افغانستان کې د بیان ازادۍ د اوسني وضعیت په اړه د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالتې غوښتنې او اړیکو مسوولې سمیه وليزاده ازادي راډیو ته وویل:
“له بده مرغه د جمهوري نظام پاشل کېدو او د طالبانو بیا راتګ سره د بیان ازادي اغېزمنه شوه. په رسنیو او د بیان په ازادۍ د طالبانو محدودیتونه لامل شوې چې په افغانستان ځان سانسوري زیاته شي. ”
په کابل کې یوې خبریالې هم چې د خپل نوم د نه خپرولو او غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، د کار پر مهال له سانسور سره مخ دي.
“موږ نهشو کولای ځینې حقایق چې د حکومت په اړه دي خپلو راپورونو کې ونغاړو. په دقیق ډول واقعیتونه موږ نهشو خپرولای. د خبریالانو په کار محدودیتونه شته او دا ځان سانسوري کولای شي زموږ د خبریالانو کار تر پوښتنې لاندې راولي. ”
د” “Global Expression سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د نړۍ ۵۳ سلنه وګړي د بیان ازادۍ په برخه کې له بحران سره مخ دي او دا ناورین مخ په ډېرېدو دی.
د کابل یو اوسېدونکی هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، تر دې کچې تر فشار لاندې دی چې د خپلو ستونزو په اړه هم غږ نهشي پورته کولای.
“په افغانستان کې د بیان ازادي په بشپړ ډول سلب شوې ده. هیچا ته حق نه ورکول کېږي چې خپل عرض وړاندې کړي، شکات وکړي او خپلې ستونزې ووايي. که چېرې څوک اعتراض کوي یا خپل حق غواړي، په دې صورت کې بیا موږ ډېرې پېښې لیدلي چې زنداني کېږي او وهل ټکول کېږي. ”
له دې وړاندې روانه مې میاشت کې د بېپولي خبریالانو ټولنې هم خپل راپور کې افغانستان په ټوله نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ د شاخص پر بنسټ، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره تر ټولو بد هېواد بللی و.
د جنوري په ۱۸مه د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې هم په یوه راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو وباله چې خبریالان په کې بندیان دي او ترڅنګ یې د ظالمانو شرایطو او د توقیف پر مهال د غچ اخستنې له چلند سره مخ دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.