موږ ښایي په خپله ټولنه کې د استاد غضنفر په څېر ډېر کم کسان ولرو چې د افغاني ټولنې اړتیاوې یی ښې درک کړې وي، بیا یی قلم را اخیستی وي او په دومره ساده او سوچه نثر یی راته بیان کړې وي چې ان یو عادي کلیوال چې لیک و لوست یی زده وي پرې پوهیدلی شي.
مخکې ورځې مې په فیسبوک کې ولیدل، یوه دوست د استاد د نثر څو ځانګړنې لیکلې وې. ماته یی دا خبره دقیقه ښکاره شوه چې استاد د وخت تقاضا په پام کې نیسي، که د تیر مهال خبره کوي، نو فکر او رنګ یې د حال وي.
د دې خبرې ثبوت د استاد تقریبا په هره مقاله کې لیدلی شو.
یوه بله خبره ساده او روان نثر دی چې دا مقالې او د استاد ټوله لیکوالي یې ښایسته کړې ده. کله مې چې د ده هر کتاب یا مقاله لوستي یو ډول خوږوالی پکې احساسوم. د دې یو علت د ده اسانه او ښه نثر دی. یو وخت مې خپله د استاد مرکه اورېده، د ښه نثر په اړه یی درې شیان مهم ګڼلي وو؛ یو یې دا و چې ښه نثر باید روان ولوستل شي، یعني کله یې چې له ځان سره په لوړ اواز لولو ژبه مو ورسره په تکلیف نشي. فرضا که ما لیکلي وي “د کندوز زمرود” دا دوې څنګ په څنګ “ز” ګانې په ویلو کې سړی په عذابوي. بهتره دا ده ولیکل شي چې “په کندوز کې زمرود” رواني لوستونکي ته هم ډېر خوند ورکوي.
همدا خبره خپله د استاد په نثر کې عملي شوې ده.
استاد چې په لیکلو کې دومره حساس دی نو ولې به یې نثر د خوږوالي او روانوالي له جادو نه وي ډک؟
تر دې بحث ور هاخوا به د استاد ( یو څولپې فکرونه) ته سر ورښکاره کړو:
په دې کتاب کې د ټولنې اړتیاوې په نظر کې نیولې شوې او د حل لپاره یی نوي دلایل لیکل شوي دي. د مقالو په دې عالي ټولګه کې هغه څه ته ډېر پام شوی دی چې واقعا زموږ نه دی ورپام یا مو بابېزه ګڼلي خو په حقیقت کې زموږ ټولنه او خلک ورته محتاج دي. د بېلګې په توګه د “ګړنی تاریخ” په اړه بحث یادولی شو. په دې اوږده مقاله کې د دې تاریخ په ارزښت خبرې شوې دي او دا بحث پکې شوی چې زموږ ټولنه څومره اړتیا ورته لري او موږ څومره پام ورته کړی دی؟
د ګړني تاریخ تعریف په دې مقاله کې د همدې تاریخ ټولنې له اړخه داسې را اخیستل شوی دی: ګړنی تاریخ په تېرو پېښو کې د شاملو وګړیو، ټولنو او خلکو د اوازونو او خاطرو د راټولولو، خوندي کولو او تفسیرولو یوه طریقه او تحقیقاتي ساحه ده.
استاد غضنفر په دې مقاله کې وایي چې د ګړني تاریخ په کار کې مرکه ډېر مهم ټکی دی.
که فکر وکړو موږ ډېرې کمې مرکې لرو، علت یی ښایي دا وي چې مهمې یی نه ګڼو خو خبر نه یو چې همدا مرکې زموږ د تاریخ یوه مهمه برخه راته ژوندۍ ساتلی شي. استاد وړاندې په مقاله کې لیکي: “په افریقا کې تورپوستکو او په امریکا کې سور پوستکو د تاریخ لیکنې دود نه درلود نو د دوی د ماضي خوندي کولو لپاره چې لیکلي اسناد نه وو یا ډېر کم وو، ګړنی تاریخ ډېر پکار راغی. دغه راز په شرقي اروپا کې چې کمونیستي نظامونه ړنګ شول، د تیرو ترخو پېښو او تجربو د ثبتولو لپاره مورخانو تر ډېره حده په مرکو تکیه وکړه. ځکه استبدادي نظامونو د خپلو ظلمونو اسناد تر وسه وسه له منځه وړي وو.”
د ټکنالوجۍ په دې دوران کې د هر چا سره ټیلفون شته، که څوک وغواړي هر یو ان د یوه تاریخي ځای، یو مشر سپینږیري، یو استاد یو چوک، زیارت، …. تاریخ ثبتولی شي. خو موږ څومره دې ته پام کړی دی؟ که لیکل نشو کولی، بدیل یی خبرې دي، مرکه ده. د همدې مقالې په یوه برخه کې راځي: “په کابل پوهنتون کې ادبپوهنځي شاوخوا اتیا کاله عمر کړی دی. ایا موږ د لومړیو او پخوانیو استادانو د درس طریقو، د خوی او چلند په اړه خاطرې ثبت کړې دي؟ د هر ښه استاد یوه ښه خاطره راتلونکو ته الهام ورکولی شي. هغه ملتونه چې لوی کسان پکې زیات دي، یوه وجه یی دا ده چې د الهام اخیستلو لپاره یې په فرهنګ کې ډېر څه شته.”
موږ چې جګړو او ناخوالو ځپلي یوو، ډیری وخت مو مهمو او نویو شیانو ته ور پام نه وي. که له نن وروسته هر ځوان دا ډول موضوعات درک کړي، ښایي فرهنګي او تاریخي بډاینه مو دومره کمزورې نه وي. د مقالې په اخر کې د افغانستان ځوانانو ته د استاد غضنفر درخواست ډېر د پام وړ دی: ” د افغانستان ځوانانو ته درخواست دی چې د خپلو موبایلونو په مرسته تر وسه وسه د وطن او ټولنې د نن او پرون پرمختللې جلوې خوندي کړي او د هیواد د تاریخ او کلتور په بډاینه کې برخه واخلي.”
له دې خبرو وروسته یوه بله مهمه خبره دا چې له استاد غضنفر څخه د ورځني ژوند لوی درسونه زده کولی شو، دی په برخه کې هم د استادۍ مقام ته رسېدلی دی.
د دې کتاب یوه مقاله یې د “بې ځایه توقع” په نوم ده. دا مقاله دا پیغام راکوي چې د نورو عیبونه باید وزغمو، که دا کار نه شو کولی نو پر خپل ځان ظلم کوو، ځکه سکون له بدبینو کسانو سره نه پاتې کیږي.
بله خبره پکې د بې ځایه توقع ده. که سړی فکر وکړي له نورو څخه زموږ ځینې توقعات د منلو نه دي. له نورو د داسې کارونو تمه لرو چې که څوک یی له موږ څخه توقع وکړي، ښایي په هماغه لحظه ځانونه ترې ګوښي کړو. په دې مقاله کې راغلي: “بهتره دا ده چې نه یوازې له نورو بلکې له ځانه هم تر حد زیاته توقع ونکړو…. موږ په کار کې هم ډېر ځله له ځانه بې ځایه توقع کوو او غواړو د یوې اونۍ کار په دوو ورځو کې وشي، چې نتیجه یی سر چپه وی.”
یوه بله مقاله پکې د “قضاوت” په اړه ده. په دې کې بیا په دې بحث شوی دی چې د نورو په اړه قضاوت کول باید عادي خبره ونه ګڼو، ښايي زموږ یو نامناسب یا منفي قضاوت له موږ څخه ډېر د کار خلک بېزار کړي چې دا کار د ټولنې په تاوان دی. د مقالې په یوه برخه کې راځي: “د دې لپاره چې اوسنیو ستونزو ته واقعي حل لارې ومومو او له تېرو پېښو واقعي زده کړه وکړو، راته پکار ده په خپلو روحي او ذهني محدودو چوکاټونو کې ایسار پاته نه شو او بد بینه ونه اوسو. انسان ابلیس نه دی چې خامخا به بد کوي، بلکې د هر انسان او هر جماعت په کړنو باندې ډېر ګڼ او متضاد عوامل اثر پرېباسي او د دغو عواملو یوه لویه برخه ساختاري ده. هغه ذهن چې یوازې د افرادو په ملامتولو پسې ګرځي، د خپل څښتن روحیه خرابوي، خپل څښتن د حقیقت له موندلو محروموي او په ټولنه کې نفاق زیاتوي. بهتره ده چې د ساختارونو مطالعې ته لا زیات پام واړوو او د وګړیو په ملامتۍ کې احتیاط وکړو، کنه نو د اجتماع ډېر خواخوږي او د کار کسان به هم خپل خیر په شخصي ژوند کې وګوري او د تومت و ملامتۍ له وېرې به له اجتماعي چارو ځان لرې وساتي.”
د دې کتاب یوه بله مقاله “د رازونو بڼ” تر عنوان لاندې ده. دلته بیا په اسطورو بحث کیږي او دا خبرې پکې واضح کیږي چې اسطورې به په دې تله نه تلو چې د اوسني علم او ټکنالوجۍ سره اړخ لګوي، که نه؟ یا حقیقت دي، که خرافات؟ بلکې په دې ارزښت یی بحث شوی چې”اسطوري د ټولنې په پیوستون کې برخه لري، ټولنې ته امید ور بخښي او د ژوند په معنا کې ژورتیا پیدا کوي.” وړاندې په مقاله کې راځي: “زه په خپل ژوند کې شخصي اسطورو او شخصي تاریخ ته اهمیت ورکوم او په همدې سلسله کې د هر حوت په وروستۍ اونۍ کې تیریدونکي کال ته په دقت ګورم، پېښې را په زړه کوم او ارزوم یی. هغه کال ښه راباندې تېر شو چې ما یې د پیلېدو په شېبو کې ښه خوب لیدلی و. امید که د خوب له لارې هم وي، قدر یی پکار دی. امید خوشبیني پیدا کوي او خوشبيني د کار او فعالیت انرژي زیاتوي.”
د کتاب په یوه برخه کې د “سانسور” په نوم مقاله خورا عالي ده، په دې مقاله کې د سانسور په اهمیت، تاوان او ګټو خبرې شوې دي. دوې جالبې خبرې پکې دا دي چې که یو متن لوستونکي ته د مسو حیثیت لري، سانسور یې په طلا ورته بدلولی شي… او که یو حکومت وغواړي چې یو کتاب خامخا ولوستل شي نو سانسور دې و باندې ولګوي.
د دې خبرو لپاره یوه ښه بېلګه په دې لیکنه کې د لوی مورخ میر غلام محمد غبار د کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ) ورکړل شوی چې په دیارلس سوه څو څلوېښتمو کلونو کې بندیز پرې ولګېد خو د ثور له کودتا وروسته بازار ته راووت او زر خرڅ شو.
بله خوندوره مقاله چې په یادولو ارزي “د شهزاده هندیې په یاد” په دې مقاله کې د اروښاد پاچا امان الله خان لورکۍ بي بي هندیه یاده شوې ده او دې صداقت او د هیواد سره مینه د مقالې په دې برخه کې سره لولو: “له وطن او وطنوالو سره مینه د دې سبب شوه چې هندیې یوازې ځان ته ژوند ونکړ، بلکې د ژوند په وروستیو څو لسیزو کې یې خپل زیات وخت د افغانانو خدمت ته بېل کړ. دې به په اروپا کې مرستې ټولولې او د مهاجرو کمپونو ته به یې رسولې. د بېوزلو مېرمنو او ماشومانو خدمت ته یې ملا وتړله، د جذام د ناروغانو چوپړ ته یی پام شول، په جګړه کې سخت ټپي شوي ماشومان ییګې د علاج لپاره اروپا ته ورسول او په خپل کور کې یې دېره کړل، هغه لباسونه یی راټول کړل چې اروپایانو نور نه اغوستل، که یې تڼۍ شلېدلې وې، هغه یې ورته په خپل لاس وګنډلې، که یې پینه پکار وه، په خپل لاس یې پینه کړل او که یی اتو پکار و، وتو یی کړل چې د وطن بیوزلان ورته خوشحاله شي. دې په دومره زیاتو جامو پینې ولګولې چې خپلو اولادونو به په ټوکو د پینه لګولو متخصصه بلله…”
د ټولو مقالو یادونه سخته ده دا کتاب مو د استاد غضنفر له فکر او ټولنې ته د ده په صداقت او مثبت نظر هم پوهوي، بل کمال یې دا دی چې ځان او ټولنې ته مو ځیر کوي او د پرمختګ او ښه ژوند کولو چلونه راښیي. زه دې کتاب ته د استاد غضنفر کمالونه نوم ورکوم او دا لیکنه نوره نه اوږدوم. په اخر کې باید یو ځل بیا ووایم چې پښتو ژبه ډيره خوشبخته ده چې استاد غضنفر لري او دا کال بیا ډېر نېکمرغه دی چې “یو څو لپې فکرونه” پکې چاپ شوی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.