پاپوا نيوګيني؛ له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي

146

تازه رپوټونه وايي چې د پاپوا نیو ګيني په اینګا سیمه کې د جمعې سهار وختي ځمکې ښوېدنې پېښه کې له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو شوي دي. تر اوسه یوازې د څلورو کسانو مړي را ایستل شوي او ژغورونکې ډلې نن سيمې ته رسېدلي.

یو ځايي چارواکي مارک ايپویا د شنبې په ورځ وويل هغه اندېښمن دی چې «له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي.» په آرام سمندر کې لرې پروت دغه جزيره هېواد کې د جمعې په سهار وختي شاوخوا درې بجې ځمکه ښوېدنه وشوه.

د ژغورنکو ټيمونه د شنبې په ورځ د پېښې ځای ته رسېدلي تر څو ځايی کلیوالو سره تر خټو او خاورو لاندې شوو کسانو په راوښکلو کې مرسته وکړي. پاپوا نيو ګيني استرالیا ته نیږدې په آرام سمندر کې لرې پروت یو جزيره يي هيواد دی.

ملګرو ملتونو او سور صلیب د شنبې په ورځ وويل چې د تلفاتو دقیق ارقام لا تر اوسه مشخص ندي او د لټون عملیات ښايي څو ورځې وخت ونیسي. زیاته شوې چې د سېمې اوسېدونکي په شاوخوا ۶۰ تخريب شوو کورونو کې راټول شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي، سيرهان اکتوپراک، په پلازمېنې پورت موریسبې کې وويل چې ډيری کورونو دومره ډېر تر خاورو لاندې شوي چې رسېدل ورته نه کیږي.

هغه اټکل کوي چې د پاپوا نیوګيني په کوم کلي چې ځمکه ښوېدنه شوې، کابو ۳۸۰۰ کسان اوسیږي.

دوچه ویله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.