ننګرهار کې کښتۍ ډوبه شوې؛ تر دې دمه ۹ جسده او ۱۰ ټپیان راایستل شوي

191

د ننګرهار په مومندرې کې د کښتۍ د ډوبېدو له کبله یو شمېر کسان مړه شوي دي.

د ننګرهار د مومندرې لپاره د طالبانو د حکومت ولسوال مولوي محمد اجمل شګیوال ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه د ولسي خلکو په همکارۍ ۹ جسدونه او ۱۰ ټپیان له سینده راایستل شوي او د نورو د پیدا کېدو هڅې روانې دي.

دی وايي، په کښتۍ کې ټول ۲۵ کسان سپاره وو چې د یادې ولسوالۍ د باسول د بېلې په سیمه کې یې نن سهار اووه نیمې بجې کښتۍ ډوبه شوه.

هغه وویل، د کښتۍ د ډوبېدو لامل لا تر دې دمه نه دی معلوم، خو په خبره یې بشپړ جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

اخوا د طالبانو په کنټرول کې باختر اژانس ویلي، په دې کښتۍ کې ۲۵ کسان سپاره وو چې له ډوبېدو وروسته یوازې پنځه کسان ژغورل شوي، خو ۲۰ نورو بیا ژوند له لاسه ورکړی دی.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.