له یو مور او پلاره څوارلس اولادونه

سید عبیدالله نادر

151

دا څو ورځي یو تصویر د یو مور او پلار څخه د څوارلس اولادونویا زامنو سره، په فیسبوک کې راځي، یعنی یوې مور او پلار څخه څوارلس زامن هلکان دي کیدای شي دا به درسته نه وي.

 خو د تحلیل او ګرویږنو او د دي ضعیف اړخونه باندی یوه تبصره لازمه وینم ،څوارلس زاامنو ته چې د اقتصادی له لحاظه او د میني او محبت د تقسیم له لحاظه د تعلیم و تربیی له لحلظه دا موضوعات باید له پامه ونه غوزرول شي چې رسیدنه غواړي ،په دومره تعداد اولادونه راوړل څه معنی ځکه یو یا څو ته به یې انسان رسیدنه وکړای شي ،خو ټولو ته د تعلیم او تربیی له لحاظه د اقتصاد له لحاظه  او که څه هم د میني او محبت له لحاظه رسیدنه ډیر ګران کار دی ،او دروند کارهم دی ،او خامخا په دي ټولنه کې ،که دوی ته صحیح او سالمه رسیدنه ونه شي نو دا بچیان به بیسواده او بی تعلیمه پاتي شي ،او د دي بچیانو نه کیدای شي ، چې دښمن ترهګر جوړ کړي ،لکه چې همداسي کړي یې هم دي.

دا لویه لاس ته راوړنه نه ده ،چې په دي ویاړ وشي ،دوه دي اوسي ، خو ښه دي تربیه شي ، په هر صورت مونږ دوی ته د صحت روغتیا د پاک خدای څخه غواړو، او مور او پلار ته یې هم ،ځو په کار دا ده چې دوی راتلونکی ته نظر ولري.

زمونږ لویه تشه څه د پخواني واکدارانو  دا ده چې لیری راتلونکی ته یې نظر نه درلود ، دوی هیڅ پلانونه د سوکالۍ له پاره نه درلودل.

مونږ دا موجوده واکداران هم په خپلو سترګو وینو او دنیا یې هم ویني چې هیڅ د راتلونکی ټاریخ و قضاوت ته پام نه ساتي ،نو لازمه ده چې د اولاد د تربیی تعلیم خوراک او څښاک په هکله چې په درسته طریقه وي ورته رسیدنه وکړای شي ،او دا ډیره ضروری ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.