د کیفي او مختلط تحقیق میتودولوژي

عزت‌الله ادیب

432

کیفي میتودونه د غیر عددي مالوماتو د تحلیل او ارزونې لپاره کارول کیږي، چې دا میتود په ټوله کې د خلکو د تصوراتو او فکرونو په اړه ټول هغه مالومات چې د متن، عکس، غږ او یا ویډیو په شکل تر لاسه کیږي تحلیل کوي. په کمي څېړنو کې د غیر ملموسو شواهدو؛ لکه احساسات او چلندونو؛ باندې د پوهېدو هڅه کیږي؛ خو په کیفي څېړنو کې د افرادو، افرادو او چاپیریال تر منځ اړیکې او هغه انګېرنې تحلیل کیږي کومې چې د افرادو د چلندونو او عمل لارښوودنه کوي. په ټوله کې کیفي څېړنې د انساني ژوند د پرمختګ په اړه ښه او هر اړخیز پوهاوی رامنځته کوي  (Berrios and Lucca, 2006).

ځینې لیکوالان او متخصصین (Gerdez and Conn, 2011) په دې نظر دي چې کیفي میتودونه «د ځینو کوچنیو برخو پر ځای ټوله ستونزه یا موضوع په بر کې نیسي» او دوی دا ادعا هم کوي چې کله کله فرضیه د  غلطو پوښتنو پر اساس ازمایل کیږي؛ ځکه کېدای شي پوښتنه سمه نه وي مطرح شوې؛ خو دا بهتره ده چې پوښتنې ته نژدې ځواب ولرئ؛ نه دا چې غلطې پوښتنې ته کره او ډير کره ځواب تر لاسه کړئ. دا نظر د کمي میتودونو خلاف مطرح شوی دی، چېرته چې د پوښتنې لپاره د دقیق ځواب پر موندلو تاکید کیږي، او دا نظر کیدای شي کمي څېړونکي ناراضه کړي؛ مګر دوی وایي چې دا په کمي تحقیق کې د دقیقې او مناسبې پوښتنې پر مطرح کولو د ټینګار په موخه مطرح شوی دی، نه دا چې څوک ناراضه کړي. د کیفي میتودونو یوه ځانګړنه د دې میتودونو انعطاف مننونکی خاصیت دی چې د عملي کار په جریان کې څېړونکی کولئ شي په کړندود او طرزالعمل کې بدلون راولي؛ خو دا بدلون باید له اطلاعاتو یا ډاټا څخه د تر لاسه شویو مالوماتو پر اساس وي. که لږ یې واضح ووایو، په کیفي میتود کې څېړونکی کولئ شي د تحقیق ډیزاین،  میتود او پروسې له ډاټا څخه د تر لاسه شویو مالوماتو پر اساس تغیر او بدلې کړي؛ دا کار څېړونکي سره د تحقیق تر پایه مرسته کوي؛ تر څو دقیق مالومات تر لاسه او کره پایلو ته ورسیږي.

په لاندې برخه کې ځینې مهمې کیفي میتودولوژي په لنډه توګه تشریح کوم؛

داستانونه

داستانونه د خلکو د ژوند کیسې دي. په دې ډول څېړنه کې له خلکو څخه غوښتل کیږي چې د خپل ژوند کیسې او تجربې له څېړونکي سره شریکې کړي چې هغه ټول اطلاعات بیا له تحلیل وروسته په مانا لرونکو مالوماتو بدلیږي (Creswell, 200; Berrios & Lucca, 2006). له داستانې کړنلارو څخه موخه د دې کیسو کرونولوجیک تاریخ او د څېړونکي د شخصي تجربو ترکیب دی چې په پایله کې د یوې موضوع اړوند مهم مالومات ترې تر لاسه کیږي. دا ډول داستانونه کېدای شي- د اطلاعاتو د تثلیث په خاطر – د تاریخي څېړنو، اسنادو او رسنیزو راپورنو پر مټ بشپړ او تائید شي.  په کیفي میتودونو کې کله چې د داستانونو، کیسو او مشورو په اړه خبرې کیږي؛ نو په دې برخه کې د نامتو او نوموتو اشخاصو څخه تر لاسه شوی شفاهي تاریخ د یو مسلک په برخه کې خورا ډیر ارزښت لري (Berrios & Lucca, 2006). د مثال په ډول، په افغانستان کې د کرونا پر مهال د دې برخې د متخصصینو شفاهي تاریخ او مالومات د دې برخې لپاره خورا اړین اطلاعات دي. او یا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام د ړنګون په اړه د نامتو اشخاصو شخصي تجربې او شفاهي تاریخ..او داسې نور.

په دې برخه کې یوه خبره باید هېڅکله له یاده ونه ایستل شي، هغه دا چې، د نامتو اشخاصو شفاهي تاریخ باید د کره اسنادو، رسنیزو راپورونو او نورو اسنادو پر مټ تائید او بشپړ شي، چې دا عمل د اطلاعاتو مثلث‌سازي بلل کیږي. په کیفي څېړنو کې د اطلاعاتوه کره‌والی مهم اصل دی او د دې لپاره د همدې تثلیث کولو څخه کار اخیستل کیږي.

فینومینولوژي

پدېده‌پېژندنه د څېړنې میتود نه دی چې د څېړنې لپاره رسمي قواعد او لارښوونې رامنځته یا وړاندې کړي؛ بلکه دا یو فکري (ذهني) ذهنیت دی چې د ادارک او مفهوم له لارې د مانا د لټون هڅه کوي. د فینومینولوژي له نظره، تجربه تر هغه څه زیاته او پراخه ده چې د انسان فزیکي حواس یې د درک کولو توانایي لري. تجربه د ادارک، شعور، حس، بصیرت او بوهې له لارې تر لاسه کیږي، او دا هم ویل کېدای شي چې آن دا نړۍ زموږ له پوهې بغیر هیڅ مانا نلري. او د انسانانو شخصي پوهه لوری یا سمت او هدف لري (Budd, 2005). د دې ادعا پر اساس ویلی شو چې د هر شخص، یو ګروپ یا د هرې سیمې او مسلک د خلکو پوهه جدا هدف او لوری لرلی شي. په دې توګه څېړونکی هم له دنیا څخه د خپل درک او پوهې په استفاده د فینومینولوژي په کړنلاره کې را داخلیږي او له دې څخه ګټه اخلي. فینومینولوژي تناهي شی نه دی چې کوم اخري حد دې ولري؛ ځکه دا له انساني ژوند سره غځیږي او د ژوندیو موجوداتو ژوند د پرمختګ او تغیر په حال کې دی، خصوصآ انساني ژوند. په انساني ژوند کې له دې تغیر او بدلون سره زموږ درک، پوهه او تجربې هم تغیر کوي، او پدیده‌پېژندنه هم د همدې تغیرونو او بدلونونو تر منځ کار کوي. د دې میتودولوژي لپاره اطلاعات د شخصي تجربو، داستانونو او بیانونو د شریکولو په مرسته تر لاسه کیږي؛ ځکه همدا داستانونه او روایتونه د بیان، کیسو، جوړښتونو او تجربو لپاره د رسنۍ په ډول کار کوي، چې د خلکو کیسې تر څېړونکو او هغوی ترې مانا لرونکي مالومات یا نوې پوهه تر عامو خلکو رسوي.

توکم‌پېژندنه

د توکم‌پالنې یا ایتونوګرافیک میتودولوژي کې څېړونکی د مشاهداتو پر مټ د یوې ثابتې کلتوري ډلې یا خلکو په اړه هر اړخیز مالومات را ټولوي. د ایتونوګرافیک تحقیق پر مهال نوموړې ډله یا خلک باید د هغوی په طبیعي چاپيریال کې میشت وي، چې څېړونکی همالته د اوږدمهال لپاره ژوند غوره کوي (Creswell, 2003). په دې ډول څېړنه کې څېړونکی په یوه سیمه کې تر ډیره وخته ژوند کوي او د خپل تحقیق د هدف سره سم د خلکو کړه وړه مشاهده کوي او خپله څېړنه بشپړوي. توکم‌پوهنه د بشري کلتور د مطالعه کولو په نوم هم پېژندل کیږي او له دې ډول څېړنو څخه تشریحي کار اخیستل کیږي؛ یانې دا ډول څېړنې تشریحي مالومات تولیدوي. تاسو به لیدلي یا اوریدلي وي چې د افغانستان د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالي کې ځینې څېړونکي تر کلونو کلونو ژوند کوي تر څو د چشتیه طریقې په اړه خپل تحقیق ترسره کړي، او یا به مو په غور، تخار او یا د ننګرهار په دره نور کې د ځینې بهرنیو څېړونکو د موجودیت په اړه اوریدلي وي. دا څېړونکي کله د ښوونکي، خیریه کارمند او یا نورو نومونو هلته ژوند کوي او تل په دې هڅه کې وي چې د خلکو په منځ کې ښه ځای پیدا کړي.

توکم‌پوهنه  غیر عددي او داسې ډیټا کاروي چې له خاصو شرایطو سره، له یو ځانګړي چاپیریال څخه تر لاسه شوې وي، چې بیا ځلي تولیدېدای نشي ( Rudkin & Deo, 2006). په دې برخه کې ځینې پوهان لکه ریان او برنارډ (۲۰۰۶) په دې باور دي چې ایتونوګرافیک مالومات باید یوازې پر مشاهداتو پورې محدود نه وي. دې څېړونکو د توکم‌پالنې په برخه کې د تصمیم نیونې یو موډل رامنځته کړی دی چې د دې ډول څېړنو د څېړنیز سلوک ۸۰فیصده وړاندوینه کولای شي. د تصمیم نیونې دا موډل له یو کوچني ګروپ (له ۲۰ څخه تر ۶۰ کسانو) سره د مرکو پر مټ رامنځته او بیا پر یوه خپلواکه نمونه ټسټ شو. نوموړی موډل پنځه (۵) مرحلې لري:

  1. د څېړنې لپاره یو مشخص رفتار یا چلند غوره کړئ او بیا یوه نمونه انتخاب کړئ.
  2. د پرېکړې کولو لپاره اړین معیارونه وټاکئ.
  3. د اول او دوهم پړاو د مالوماتو په کارولو سره د پریکړې لپاره د اولویت بندي پر اساس یو موډل جوړ کړئ.
  4. دا موډل په یوه نمونه کې معاینه کړئ.
  5. له خلکو څخه د دوی د رفتار په اړه وپوښتئ چې ولې دا ډول رفتار یا سلوک لري / کوي.

په دې موډل کې ځواب ویونکو د «هو او نه» او یا د کیسو او بیانونو په شکل خپل مالومات شریک کړل، چې د موډل د عملي کولو پایله ډيره بریالۍ وه. نوموړی موډل د خلکو د چلند او د هغوی د غوراوي یا خوښې پر انتخاب د پوهېدو په برخه کې خورا مرسته وکړه. ځینې خلک پر ایتونوګرافیکو څېړنو انتقاد کوي چې ګویاه نمونه یې د ټول نفوس ښه استازیتوب نشي کولای، یانې پر ټول نفوس د تعمیم وړتیا نلري؛ خو په دې برخه کې ډیر دلایل وړاندې شوي دي، ولې ځینې پوهان په دې باور دي چې د دې ډول څېړنو پر مټ را ټول شوي بیانونه او کیسې ټولنیز واقعیت وړاندې کوي (Gilmore, 2002).

تاسو هم کولئ شئ چې پورته موډل د خپلو څېړنو لپاره وکاروئ، ولې دا موډل د خپلې څېړنې لپاره داسې ډيزائن کړئ چې د څېړنې هدف ته په رسیدو کې درسره مرسته وکړي. لومړی قدم یې دا دی چې د یو توکم یا قوم په کوم ډول سلوک یا چلند تحقیق کوئ، دا ښه په وضاحت سره ولیکئ، بیا دې هدف ته د رسیدو لپاره ځینې معیارونه ولیکئ، دا معیارونه به ستاسو د تحقیق قواعد او تګلاره جوړه کړي. د دې مرحلو د مالوماتو پر اساس مو د اولویت بندي یا تسلسل موډل جوړ کړئ؛ تر څو درته واضح شي چې کوم څه لومړی او کوم دوهم او دریم ترسره کړئ، همدا ډول مو موډل په یوه کوچنۍ نمونه ټیسټ کړئ او له هغه وروسته مو تحقیق تر سره کړئ. که مو چېرته موډل په سمه توګه ډیزاین کړئ وي، د تحقیق ۸۰ فیصده پایله به مو د موډل د ټسټ په مرحله کې تر لاسه کړئ.

د قضیې (مورد) مطالعه

کېس‌سټډي ته د حالت، حادثه، یا پېښه مطالعه هم ویلی شو!

ځینې حالتونه، پېښې او یا تجربې ډیرې خاصې وي او په یو ځانګړي وخت او فرصت کې رامنځته کیږي. کېس سټډي د همدغو حالتونو و پېښو، خلکو، تجربو، چلندونو او احساساتو په اړه د هر اړخیز پوهاوي د تر لاسه کولو ښه فرصت برابروي. دا داسې حالتونه یا فرصتونه دي چې هر ځای او په هر وخت کې نه موندل کیږي. لکه څنګه چې (Yin) د ووډسایډ او ویلسن (۲۰۰۳) له کتاب په حواله لیکي چې، موردي مطالعه یو تجربوي تحقیق دی چې یوه معاصره پدیده د هغې په واقعي ژوند کې بررسي کوي، خصوصآ هغه مهال کله چې د پدیدې او چاپیریال یا شرایطو تر منځ هیڅ روښانه سرحد مالوم نه وي. دا په دې مانا چې د یو پدیدې د رامنځته کېدو او پای وخت او شرایط یا دلیل مالوم نه وي؛ نو په هغه صورت کې دا خاص مورد د کېس سټډي پر مټ څېړل کیږي.

ووډسایډ او ویلسن د یوې قضیې د څېړنې پر مهال د مالوماتو د تثلیث په پار ډير میتودونه کارولي دي. دوی د مالوماتو د  مثلث‌سازي په پار د قضیې په طبیعي چاپیریال کې د هغې مخامخ مشاهده، له خلکو سره د مرکو، او د مربوطه اسنادو د مطالعې او شننې پراخه پروسه عملي کړې ده. نوموړې پروسه یې د څېړنې لپاره د ډيزاین شوي موډل په رڼا کې عملي کړې وه چې د قضیې په څېړنه کې یې ښه مرسته کړې او دوی په اساني خپل څېړنیز هدف ته رسېدلي دي (Woodside and Wilson, 2003).

دلته مې په لیکنه کې د ووډیسایډ او ویلسن قضیه ځکه راوړه چې دوی د دې ډول څېړنو لپاره ډير  موډلونه او میتودونه ډيزاین او عملي کړي دي، چې په دې ډول تحقیق کې ډير کارول کیږي. که تاسو غواړئ چې دا ډول څېړنې تر سره کړئ؛ نو کولی شئ چې د دوی میتودونه او موډلونه وکاروئ؛ خو په دې شرط، چې ستاسو د سیمې، موضوع او قضیې سره سم اړخ ولږوي. که چېرته مناسب نه وي، کولئ شئ چې خپل موډل ډيزاین او عملي کړئ.

د کیفي تحقیق د میتودولوژیو په برخه کې ځینې نورې مشهورې میتودلوژي هم شته، لکه ځمکنۍ تیوري یا ګراونډېډ تیوري  او یا د متقابل مورد مطالعه(کراس کېس سټډي)؛ خو دلته یې په دې لیکنه کې پر همدا څو بسنه کوو. تاسو کولئ شئ چې په لیکنه کې د ذکر شویو منابعو څخه لا زیات مالومات تر لاسه او ولولئ.

مختلط میتود تحقیق

په مختلط میتود تحقیق کې کیفي او کمي دواړه ډوله دیټا راټولیږي او کارول کیږي. مختلط میتود یو میتودولوژیک حرکت دی چې له ۱۹۵۰مو کلونو څخه بغیر له دې مشخص  نوم او میتود په یو ډول کارول کیږي؛ خو په اوس وختونو کې یې دومره پرمختګ کړی دی چې د ډير مهم و اړین میتودولوژیک حرکت په توګه کارول کیږي. په یوه څېړنه کې د کیفي او کمي ډیټا څخه کار اخیستل نوی نه؛ بلکه ډير پخوانی کار دی؛ خو اوس پکې نوي قواعد او کړنلارې وضع او وړاندیز شوې دي چې دا نوی پرمخیون یې له څومېتودیزه کړنلارو څخه  بیلوي او د دریم میتودولوژیک حرکت په نوم پېژندل کیږي.

کریس‌ویل او کلارک (Cresswell and Clark, 2007) مختلط میتود داسې راپېژني:

مختلط تحقیق له فلسفي انګېرنو او تحقیقاتي میتودونو جوړ دی، او د دې دواړو مشترک میتودولوژیک حرکت دی، چې د ډیټا را ټولولو، تحلیل، او د کمي و کیفي میتودونو  ادغام یې په ټولو پروسو کې د فسلفي مفروضاتو پر مټ پر مخ وړل کیږي؛ یانې په دې ډول تحقیق کې فلسفي مفروضات د لارښود په ډول کار کوي. د یو میتود په توګه، دا حرکت په یوه واحده څېړنه کې د ډیتا په راټولولو، تحلیل او د کیفي او کمي کړنلارو پر ادغام ډیر تمرکز کوي؛ ځکه چې یو واحد هدف ته د رسېدو لپاره د مخلتفو میتودونو ادغام او تر منځ یې همغږي په خپل ذات کې ستر او ستونزمن کار دی. په خاص ډل؛ په داسې حال کې، چې کمي او کیفي میتودونه د یو بل د متمم یا بشپړوونکي په ډول کارول کیږي. د مختلط میتود اساسي هدف او منطق دا دی، چې په دې میتود سره د څېړنې د ستونزې لپاره ژور او هر اړخیز حل پیدا کېدای شي، چې یوازې د کمي او یا کیفي پر مټ هغه هدف ته رسېدل ممکن نه وي.

په یوه څېړنه کې د پېچلیو مسألو د مطالعې په مهال د یو واحد میتود کارول کیدای شي د یو عمومي یا کُلي تصویر یوه کوچنۍ برخه راوښیي، خو مختلط میتود ټول تصویر په سمه توګه راښیي او په اړه یې هر اړخیز پوهاوی رامنځته کوي. کله چې میتودونه سره یو ځای شي، کیفي میتود د متغیر په اړه ژور مالومات وړاندې کوي او کمي میتود ته لاره هواروي، چې په دې توګه د یو متغیر څرنګوالی او څومره‌والی دواړه ترې مالومېدای شي. مختلط میتود د مثلث‌سازي لپاره هم کارول کیږي، چې په دې سره د تحقیق اعتبار لوړیږي (Hurmerinta Peltomakl & Nummeia, 2006).  په دې ډول تحقیق کې تثلیث د میتودولوژویو د ثبات لپاره کارول کیږي؛ نه د دې لپاره چې د مختلفو میتودولوژویو په کارولو سره له مختلفو منابعو ورته او یو ډول مالومات ترلاسه شي (Rocco, Bliss, Gallagher, & Perez-Prado, 2003). دا چې په څېړنو کې هر میتود د پلویتوب یا تعصب یوه اندازه لري، او یا په هر میتود کې د پلویتوب امکانات وي؛ خو د مختلط میتود یوه ښېګڼه دا ده چې د تعصب او پلویتوب کچه راکموي.

په مختلط میتود تحقیق کې یو له مهمو بحثونو څخه د میتودونو د اولویت بحث دی، په دې اړه ځینې لیکوالانو ډير بحث کړی دی. باید مختلط تحقیق د کوم میتود پر مټ پیل شي؟ ځینو لیکوالانو – لکه مایکل پیټرز – په دې اړه ډير کار کړی دی؛ خو له موضوع سره د شناخت او د پوښتنو د طرح کولو لپاره ښه ده، چې له کیفي میتود څخه کار پیل شي. په دې توګه به د څېړنیزې موضوع، د څېړنې له پوښتنو او د موندنو په اړه ښه او کامل شناخت رامنځته شي او کمي تحقیق ته به لازمه لاره هواره شوې وي. ځینې کتابونو کې دا خبره لیکل شوې ده چې د کیفي او کمي تحقیق د ادغام او یو ځای کولو لپاره کوم اصول نه دي وضع شوي؛ خو اوس دا خبره صدق نه کوي؛ ځکه په دې اړه کراس‌ویل (۲۰۰۳) په خپل کتاب کې ځینې لارې چارې بیان کړې، او د مختلط میتود د ډیټا را ټولولو او تحلیل شپږ (۶) ډوله ستراتیژي یې تشریح کړې دي.

  • اول: متسلسله (متوالي) توضیحي ستراتیژي – په دې ډول ستراتیژي کې لومړی کمي ډیټا راټولیږي او تحلیل کیږي، له هغه وروسته د کیفي ډیټا د راټولولو او تحلیل کار تر سره کیږي.

  • دوهم: متسلسله (متوالي) اکتشافي ستراتیژي – په دې ډول کې لومړی کیفي ډیټا راټولیږي او تحلیل کیږي، او له هغه وروسته کمي میتود عملي کیږي. سیلډانا (۲۰۰۵) په خپل کتاب کې په دې اړه متفاوت نظر لري، هغه لیکلي دي، چې کیفي تحلیل له کیفي او کمي ډاټا څخه کار اخیستلی شي؛ خو اصلا له کمي ډاټا څخه په ندرت کار اخلي. دا نظر اوس هومره عملي نه دی؛ ځکه کله چې موږ کیفي تحقیق لولو نو پوهیږو چې په دې ډول تحقیق کې له کمي ډیټا څخه هم کار اخیستل کېدای شي؛ یانې کیفي ډیټا هم په شمیر او ارقامو بدلیدای شي. د دې لپاره د محتوا تحلیل غوره مثال دی چېرته چې کیفي ډیټا پر ارقامو بدلیږي. په دې اړه زما په کتاب (سروې او ټولنیز تحقیق، ۲۰۲۳) کې ډیر مالومات لوستلی شئ.

  • دریم: د مسلسل بدلون ستراتیژي – دا ډول ستراتیژي مخکې تر دې چې د موندنو د تفسیر او نتیجه‌اخیتسنې په پار ډیټا سره ادغام او ګډه شي، د هر ډول ډیټا د راټولولو او تحلیل اجازه ورکوي. یانې په دې ستراتیژي کې څېړونکی ازاد لاس لري چې هر ډول ډیټا راټوله او تحلیل کړي؛ خو ډیټا د تفسیر او نتیجه‌اخیستنې (د اخري راپور لیکلو) پر مهال سره یو ځای کیږي. دلته یوه خبره ډيره اړینه ده، چې دا ډول ستراتیژي د یو فکري لیدلوري پر مټ رهنمایي کیږي، او د څېړنې ټوله پروسه د هغه نظر پر مدار را څرخيږي.

  • څلورم: د متزامن (هم‌مهال) تثلیث ستراتیژي – په دې ډول ستراتیژي کې د موندنو د ارزیابي او د میتودولوژیو د اثبات په خاطر، د ډیټا له را ټولولو او تحلیل سره هممهال د تثلیث پروسه عملي کیږي. دا ستراتیژي په ډيرو علمي څېړنو کې عملي کیږي؛ ځکه تثلیث او د ارقامو یا موندنو ارزیابي هممهاله په یوه واحده څېړنه کې ترسره کیږي، او دا خوار ستونزمن کار دی. کراس‌ویل (۲۰۰۳) د خپل کتاب په ۲۱۷ مخ کې دا موضوع ډیره په تفصیل سره تشریح کړې، او په دې اړه یې د نورو تجربوي ستراتیژیو یادونه هم کړې ده.

  • پنځم: د متزامن (هم‌مهال) تداخل ستراتیژي – دا تجربوي میتود خورا مهم؛ خو ستونزمن دی. په دې ډول ستراتیژي کې څېړونکی په میتودلوژي کې مداخله کوي او یوه میتودلوژي د ځانګړو میتودونو په چوکاټ کې ځای پر ځای او عملي کوي. څېړونکی کېدای شي دا ستراتیژي د پوښتنلیک د ټولو پوښتنو له منځ څخه د ځینو خاصو پوښتنو لپاره د ځواب موندلو په موخه وکاروي. یانې یوې میتودولوژي ته پر بلې هغې برتري ورکول کیږي.

  • شپږم: د متزامن (هم‌مهال) بدلون ستراتیژي – په دې ډول ستراتیژي کې هر ډول ډیټا له تحلیل او تفسیر څخه مخکې راټولیږي؛ خو د تحلیل پر مهال د ترکیب او ادغام پروسه عملي کیږي. د دې او دریم ډول ستراتیژي توپیر په دې کې دی، چې د متوالي بدلون په ستراتیژي کې د تفسیر څخه وړاندې د تحلیل اجازه هم وه؛ خو دلته هر ډول ډیټا راټولیږي؛ خو تحلیل کیږي نه؛ بلکه د تحلیل پرمهال د ادغام پروسه عملي کیږي.

کله چې څیړونکی د خپل تحقیق لپاره یوه ستراتیژي غوره کړي، تر هغه وروسته عملآ د ډیټا راټولولو پروسه پیل کیږي. دا چې د مقالو دا مجموعه یوازې د میتودولوژي تر پېژندنې او پرتلنې محدوده ده، نو د ډیټا راټولولو په اړه تفصیل پر همدې ځای پریږدو.

2/6/2024

یادونه:

د څېړنې د مختلفو میتودولوژیو د تفکیک او پیژندنې په اړه ۳-۴ پرلپسې لیکنې خپروم، چې د ټولو منبع او حوالې به په اخري لیکنه کې نشر شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.