محمدنبي د شل‌اوریزو لوبو الراونډرانو کې لومړی ځای خپل کړ

123
هجرت‌الله کاکړ (پژواک) د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر محمدنبي د شل‌اوریزو لوبو د الرونډرانو نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ.
د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د ۲۰۲۴ کال په شل‌اوریز جام کې د افغانستان له نه ماتېدونکي پیل سره د دوی یو الراونډر په لومړي مقام راغلی دی.سرچینې ویلي، محمدنبي په ګیانا کې د نیوزلېنډ پر وړاندې په وروستیو دوو ویکټو اخیستو سره د الراونډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی.

په دې درجه‌بندۍ کې د اسټرالیا سټونېس په دویم او د سریلانکا لوبغاړی وینډو حسرنګا بیا درېیم ځایونه خپل کړي دي.

محمدنبي له دې مخکې د شل‌اوریزو لوبو الراونډرانو درجه‌بندۍ کې په درېیم مقام کې و.

جون 12, 2024

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.