پاکستان په خپلو نا امنيو کې بيا افغانستان ښکيل ګڼي

شاجان هاجره حرکت

260

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  له لنډې چوپتيا نه وروسته يو ځل بيا د چيناي وګړو په وژنه کي افغانستان ته ګوته ونيوله او په دغه هېواد کې د ناامنيو لامل دا هېواد ياد کړ.

په پاکستان کې د چيناي وګړو پر وړاندې په ځانمرګي بريد کې چې د پنځه و چينايانو د مړينې سبب شو، په هماغه ورځ د خيبر تلويزون په خپرونه کې د دغه هېواد پيژندل شوی خبريال او څيړونکي حسن خان دا يادونه کړه، چې د چينايانو پر وړاندې د اورپکو په دغه ځانمرګي بريد کي به بيا  افغانستان ته ګوته نه شي نیول کيداي، ځکه د ده په اند، د چينايانو پر وړاندې  له دی مخکې هم څو واره داسې پيښې رامنځ ته شوي دي او دوي د دغه ډول پيښو ښکار شوي دي.

 ښاغلي حسن خان وويل:«  دلته خو هيڅ پوښتنه نه پيدا کيږي،ځکه په تيرو کلونو کي څو ځلې پر چينايې کارکونو باندې مرګوني ګوزارونه شوی دي.»

دغه راز د اریانا تلويزون په خبر کې راغلي، چې رويتررز خبري آژانس رپوټ ورکړي  د داعش خراسان څانګئ ۲۹کلن مشر د پاکستان په بلوچستان ايالت کې اوسیږي. د دغه خبری اژانس د رپوټ په حواله د داعش خراسان څانګې مشر ثنا الله غفاري چې مشهور په شهاب المهاجر دی دغه ډله يې د داعش په ډيرې خطرناکې او خونړۍ ډلې اړولې ده.

اوس اصلي خبره دا ده، چېرته چې ستونزه وي په هماغه ځاي کې دې پلټنه او درملنه وشي. د دې ټولو ترهګرو ډلو اصلي هستونکې خو په خپله همدا پاکستان دی، نو بيا ولې د خپلو ناکامه کارنامو پايله نه مني.

د بي بي سي په نړۍ دا وخت تلويزوني خپرونه کې په پيښور کې د پوهنتون استاذ ډاکټر عرفان اشرف، په خبرو کې دا څرګنده کړه چې په خيبر پښتونخوا او هم بلوچستان ايالت او نورو سيمو کي چې کومې بې عدالتۍ روانې دي، هغو ته د حل لارې ونه لټول شي، دا وضعيت نه شي بدلیدايې.

ډاکټر عرفان اشرف وويل وويل:« له مسوليت نه باید تيښته ونه شی. دلته که خيبر پښتونخوا ده او که بلوچستان دی، د ځای وګړو ستونزو او اړتياو ته بايد پاملرنه وشی. د دغه ټولو ترهګريزو اعمالو پړه پر افغانستان يا هند ور اچول د پاکستان د امنيتي ادارو له مسوليتونو څخه تيښته ده او دا د ستونزې حل نه دی.»

د ده په اند ټولې ترهګرې ډلې همدلته په پاکستان کې شتون لري او څنګه کيدای شي، چې له افغانستان څخه په دومره لري واټن کې اورپکي راځي، دلته خپل اهداف په نښه کوي او د پاکستان امنيتي ادارې پرې نه خبريږي. ځکه خو ويلې شو، خبرې  اسانې دي چې پړه پر بل چا واچوئ. که څه هم دغه کارپوه دا ومنله چې په افغانستان کې طالبان به له پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي سره اړيکي لري، خو دا د دي دليل نه شی کيداي چې هغوي دي راشي او دلته دې ترهګر اعمال ترسره کولو کي مرسته وکړي. ده وويل:«دا زما په فکر سم نه ښکاري.»

په پاکستان کې چې له بلوڅانو، پښتنو او نورو سره له کلونو راهيسې کوم ظلم او ناروا کيږي، هغه خو ټولې نړۍ ته روښانه دی. د دغه ولسونو د صبر پيمانه ډکه شوي، بيا ولې دوي خپلو پاليسيو کي  بدلون نه راولې، د خپلو نادودو پايله نه مني او ګاونډيانو ته ګوته نيسي. دوي د خپلو ولسونو غوښتنو ته ارزښت نه ورکوي.

د پي ټي ام مشر منظور پښتون په قول يوازې د دوي ۱۷ زره کسان ورک دي او حکومت، پوځې او امنيتي ادارې آی اس آي  هر ډول ځواب ورکولو ته حاضر نه دي.

نو ځکه خو د پاکستان پښه د خپلو ناکردو له کبله په خپله پايڅه کي بنده ده او په اوتو بوتو سر دی.

د افغانستان د داخله چارو وزارت وایې، چې د داعش په افغانستان کي ځ40پل شوی او د دي توان نه لري، چې نور د هېواد له پاره خطر اووسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.