سر په دار لک شوی ښه دی – نه لک شوی په پيغور

هاجره حرکت

208

سر په دار لک شوی ښه دی
نه لک شوی په پيغور

د هرې ژبې کارپوهان وایې چې د علم د متود له مخې ښایې په ژبه کې په پرله پسې ډول څيړنې، شننې، د نویو لغتونو موندنې او پلټنېوشي او دا د ژبې د هر  څیړونکې او ژبپوه دنده ده، چې خپله ژبه د بډایني او غنا لوړ پوړ ته ورسوي، نه دا چې د دري ژبې شاعر په نوم کس دومره ولویږې،چې په پردي هېواد کې خپل ځان ټيټ او خپله خاوره د بل وګڼي.
په تهران کې د نجيب بارور په نوم يو مهاجر غوړه مالي،چې د ایران جمهور ريس علی خامنه ای ته يې کړي او په اصطلاح هغه يې دفارسی ژبو مشر ياد کړی، ځان يې ورته د هندوکش له غرونو د ایران پنجشیر ولسوالۍ اوسيدونکې ورپيژاندلې دی.
په دغه شيبه کې ځان د حقارت او ټيټوالې تر ټولو وروستی حد ته رسولې دی. دی اوس د ډيرو وطن پالو هېواد والو له پاره یوه یوه پیژندلشوې کرغیړنه څيره ده او له سختو پيغورنو سره مخ شوي دي.د ده خبرو ته د ټولو افغانانو  غبرګون یو ډول دی، هغه که د هېواد په پښتو ،دري او نورو ژبو غږیږي.
د دعوت او افغان جرمن انلان پر پاڼو، يو بل ځاې مې هم د تبصره کونکو لیکنې او ارزونې ولوستې او په ډير درد سره راته د خپل خوارملت د ځینو د شخصیت له پلوه د وروسته پاتې وطنوالو کمزورې نوره هم جوته شوه، دغه شخص په دې شيبه کي خپل ټيټ شوی سر د يو  پردي هېواد مشر ملا تر مخ لا نور هم  ټيټ کړی دی، په دې سپک عمل سره د ده نوم او ناوړه څیره یې د پیژندنې لوړ پوړ ته رسیدلی او دابيت ورسره ډير سمون لري:
سر په دار لک شوی ښه دی    نه لک شوی په پيغور
څومره دردونکې ده، يو کس له افغانستان څخه ځي او د شعر ويلو يا مشاعرې په مجلس کې د ايران جمهور ريس ته ځان دومره ټيټوي اود يو ستر ملت د يوې سيمی د لوړ برم او وقار شتون چې د ده تر خولې ډير ستر دی، ايران ته منصوبوی.
موږ هغه مهال د خپل هېواد او ولس د کلتور پر لوړ وقار ملنډې ووهلې چې د جمهوريت پر مهال مو د خپل هېواد په دري ژبه کې اصيلنومونه او لغتونه پر ايرانې نومونو واړول. دا ټول د هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور وزير او مسولينو شرمونکي کړنې دي، چې خپل کلتور اوژبي ورته هيڅ ارزښت نه درلود او په تاریخ کې سارې نه لیدل کیږې.
په هغه مهال کې به چې پر تلويزوني ناستو کي د ژبې کوم کارپوه ګډون کونکي نيوکه کوله، هم به د اړوند تلويزون د خپرونې چلونکي، چېډير کله به په طلوع تلويزون کې وې، هلته به د ناوړه غبرګون او هم د نورو ګډون والو د سختو نيوکو سره مخ کيده.
ما په خپله ډير کله داسي حالت تجربه کړی دی. څو وارې چې مې نيوکه کړي، نو مقابل لوري دری ویونکي چې په مهم پوست کې به يېکار کوو، دا يوه بې ځايه خبره ګڼلې او ويلي دي، چې تاسې تعصب لرئ.
لکه يوه ورځ يو دري ژبې همکار مې زما د ماشومانو کيسې کتاب په هکله راته وويل:
« تاسې د ماشومانو له پاره کيسه ليکلي خو ستره تيروتنه په کې شوی ده او چوچه مرغ مو ليکلې، چې سم نه دی او  بايد جوجه مرغواې.» ما کړه:
«ژبه خو د ټولني د اکثريت له خبرو ښکاري،چې هر څيز په کوم نوم یادوي، هماغه بايد په ليکنو کی راشی او ما دا کار کړی دی.» هغه پهخپله خبره ټينګ ولاړ و، ما ورته وویل:
«که تاسې راسره همدا اوس د هېواد له هر يو عام دري ژبې څخه وپوښتئ او هغه دا ومني چې د چرګې چرګوړې ته جوجه وايې، نو زه بهخپله ليکنه بيرته واخلم. يا لکه پيلوټ ته خلبان ووايې، ورته ډير نور نومونه چې زموږ په ټولنه کي پردي دي»
هغه  زما خبرو ته ځواب نه درلود، خو له خپلې خبرې هم نه تیریده…
دغه راز يوه ورځ څو تنو دري ژبې همکارانو راسره په همدي موضوع خبري کولي او  دا استدلال يې کوو، چې په هېواد کې کوم نومونه بدلشوی دا ښه کار شوی دی. ځکه ايرانۍ فارسی ژبه  پرمخ تللي ده او زموږ په دري ژبه کې دا پرمختللي لغتونه نه موندل کيږي. په دې شيبهکي زموږ آلماني همکار چې په خپله يې په افغانستان کی شپږ اوه کاله کار کړی و او یو اکادیمیک شخص و، وويل:
« زه ډير کله ستاسې په هېواد کې د افغانانو تر منځ د داسی بحثونو شاهد وم.» هغه چې په دري ژبه روانې خبري کولي زیاته يې کړه:
« تاسی افغانانو ته حیران يم، ستاسي وجدان يې څنګه مني چې د يو بل هېواد ژبني اصطلاحات راوړئ او په خپله ژبه کي ځاي پر ځايکړئ.»
هغه زياته کړه، موږ ته وګورئ چې له اتریش يا سويس سره  ګډه ژبه لرو، يعني يوه الماني ژبه ده، خو هيڅکله اجازه نه ورکوو، چې دهغوي ژبني اصطلاحاتو ته په خپله ژبه کي ځاي ور کړو.ځکه هر هېواد ځانته ځانګړي کلتوري ارزښتونه لري.
ماته يې خبرې په زړه پورې وې،خو د دري ژبې همکارانو له پاره د هغه خبري هسی اپلتی وې،چې هيڅ ارزښت يې ورنه کړ او نه ورته غوږشول.
په دې ارزښت خو بايد موږ پوه شو،چې هره ټولنه ځانته ټولنيز نورمونه او ارزښتونه لري او د ټولني هر پوه او تحصيل کړي کس ته په کارده، چې د خپلې ژبې د غنا او بډايني له پاره کار وکړي، نه دا چې د یو  بل هېواد ولس مشر ته ځان ټيټ کړي، شرمونکي خبرې وکړې اویا هم د پردۍ ژبې اصطلاحات او لغتونه پر خپله ژبه کې ونښلوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.