!عجب خلک دي! بيخي عجب

احمد ولي اڅکزی

244
عجب خلک دي! بيخي عجب!
په دا بعضو ټولنو کې ژوند ډېر سخت وي. د مثال په توګه ستا به د دوو کورنيو، يا دوو ډلو يا دوو اشخاصو سره دوستي، ملګري، پېژنګلوي يا تعلق وي. خو کله چې هغه نور دوه پر ميراث، جائيداد، سياست، پر «رفعه يدين»، پر قرض، پر سپورټ، پر حلوا، پر اخلاقي ارزښتونو، د حاشيې پر حاشيو يا پر بل شي سره خوابدي او خپل تر منځ سره دښمنان شي نو هر اړخ غواړي چې ته د هغه بل اړخ سره دُښمني يا لږ تر لږه قطع تعلق وکړې.
لا بدتره… ستا به د يوې ډلې سره د عامه ګټې يا د مشترک ارمان او مشترک شعار په خاطر همدردي وي، خو همدغه يوه ډله به سره وويشل شي او بيا به هر اړخ ستا څخه توقع لري چې پر هغه بل اړخ لعنت ووايې… که داسې نه کوې نو د دې خطر سره مخامخ کېږې چې هر اړخ جلا جلا تا خپل دُښمن تصور کړي او په دې توګه دا امکان له منځه يوسي چې ته يې يو وخت بېرته سره يوځای او سره پخلا کړې.
عجب خلک شته! بيخي عجب!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.