د وینې ګروپونهABO

174

د دې ګروپونو پېژندل د انتېجن او انټي باډي تر منځ د معافیتي غبرګون پراساس ټاکل کېږي. Landsteiner د ویني د سرو حجرو پر سطحه باندي دوه انتېجنونه پیدا کړه، د A او B انتېجن نوم یې ورکړ. دا انتېجنونه د اګلوټینوجن (agglutinogens) په نوم هم یادېږي ځکه دوی دا وړتیا لري، چي د ویني د سرو حجرو agglutination را منځته کړي. (د مختلفو ذرو لکه د RBCs یوځای کېدل، چي کتله جوړه کړي عبارت له agglutination څخه دی). نوموړي د یاد انتېجنو په وړاندي په پلازما کي اړوند انټي باډي (agglutinins) وپېژندل او هغوی ته یې anti-A یا الفا (α) انټي باډي او anti-B یا بیټا (β) انټي باډي نوم ورکړ.

پورته انتېجنونه او انټي باډي له یوبل سره نسي یوځای کېدای، که چېري یوځای سي وینه لخته کېږي. Landsteiner ددې پر اساس د ویني ګروپونه طبقه بندي کړل، چي د Landsteiner’s law په نوم و نومول سوه. دا قانون بیانوی چي:

که چېري یو مشخص انتیجن په سروحجرو (RBCs) کي شتون ولري، اړوند انټي باډي یې باید د ویني په سیرم کي موجوده نه وي.
که چېري یو مشخص انتیجن په سروحجرو (RBCs) کي شتون ونلري، اړوند انټي باډي یې باید د ویني په سیرم کي موجوده وي.
د ویني د ګروپو سیستم
تر اوسه له شل څخه زیات د ویني ګروپونه پېژندل سويدي، خو Landsteiner دوه سیستمونه اختراع کړل، چي د ABO سیستم او Rh سیستم په نوم یادېږي. دا سیستمونه ډېر اړین دي، یو شخص ته د ویني تر ورکولو مخکي باید مشخص سي.

ABO سیستم
د انسان وینه د A او B انتېجنو د شتون او نشتون پر اساس پر څلورو ګروپو وېشل سوېده:

١_‘A’ ګروپ
٢_‘B’ ګروپ
٣_‘AB’ ګروپ
٤_‘O’ ګروپ
که چېري وینه د A انتېجن او β انټي باډي ولري داA ګروپ وینه ده. که د B انتېجن او α انټي باډي ولري داB ګروپ وینه ده. که د A او B انتېجن ولري مګر α او β انټي باډي ونلري دا AB ګروپ وینه ده، او که چېري وینه د A او B دواړه انتېجنونه ونلري مګر د α او β انټي باډي ولري، دا O ګروپ وینه ده.

د ویني د ګروپ مالومول:
د ویني د ګروپ مالومول د اګلوټنېشن پر اساس تر سره کېږي. اګلوټنېشن هغه وخت رامنځته کېږي، چي یو انتېجن د خپل اړونده انټي باډي سره یوځای سي، د بېلګي په ډول؛ د A انتېجن د α انټي باډي سره یوځای سي یا د B انتېجن د β انټي باډي سره یو ځای سي. د یو شخص د ویني د ګروپ مالومولو لپاره د شخص وینه او انټي سیرم مواد (antisera) اړین دي، د شخص وینه د isotonic saline 9% سره ګډېږي. انټي سیرم مواد دوه ډوله دي، یو هغه مواد چي α انټي باډي پکښې ده، بل هغه چي β انټي باډي پکښې ده.

کړنلاره
لومړی؛ د A انټي سیرم مادې یو څاڅکی د سلایډ پر یوه برخه اچوو او د B انټي سیرم مادې یو څاڅکی د سلایډ پر بله برخه اچوو.

دویم؛ د شخص د ویني یو یو څاڅکی د هر انټي سیرم مادې سره ګډوو، سلایډ د دوو دقیقو لپاره ورو ورو ښوروو. له دوو دقیقو وروسته د اکلوټنېشن شتون او نشتون په سترګو ښکاري. که چېري نه ښکارېدی، له مایکروسکوپ څخه کار اخلو.

که چېري د ویني سرې حجرې کتله جوړه کړي نو وایوو چي اګلوټنېشن موجود دی، او که حجرې له یوبل څخه جدا وي، اګلوټنېشن هم نسته.

د کړنلاري پایله

که چېري د A انټي سیرم مادې سره اګلوټنېشن واقع سو: دا چي دا ماده د α انټي باډي لري نو اګلوټنېشن هم هغه وخت رامنځته کېږي، چي په وینه کي RBC د A انتېجن ولري. نو، دا د A ګروپ وینه ده.

که چېري د B انټي سیرم مادې سره اګلوټنېشن واقع سو: دا چي ماده د β انټي باډي لري نو اګلوټنېشن هم هغه وخت رامنځته کېږي، چي په وینه کي RBC د B انتېجن ولري. نو، دا د B ګروپ وینه ده.

که چېري اګلوټنېشن د A او B دواړو انټي سیرم مادو سره واقع سو، نو د ویني RBC پخپل سطحه د A او ‌‌B دواړه انتېجنونه لري، چي دا د AB ګروپ وینه ده.

که چېري اګلوټنېشن په A او B دواړو انټي سیرم مادو کي واقع نسو، نو د شخص د ویني RBC پر خپل سطحه هیڅ انتېجن نلري، چي دا د O ګروپ وینه ده.

هغه شخص چي وینه ورکوي د ‘donor’ او هغه شخص چي وینه اخلي د ‘recipient” په نوم یادېږي. د ویني د لېږد پر وخت د donor انتېجن او د recipient انټي باډي په نظر کي نیول کېږي.

د O ګروپ د ویني RBC هیڅ انتېجن نلري، ځکه نو د بل هر ګروپ ویني سره اګلوټنېشن هم نه کوي. نو، د O ګروپ وینه بل هر ګروپ لرونکي شخص ته ورکولی سو اوهغه کس چي دا ګروپ وینه لري د universal donor په نوم یادېږي.

د AB ګروپ وینه هیڅ انټي باډي نلري، د بل هر ګروپ ویني سره اګلوټنېشن نه کوي، نو دا ګروپ لرونکي کسان د بل هر ګروپ څخه وینه اخیستی سي. هغه شخص چي AB ګروپ وینه لري د universal recipient په نوم یادېږي.

Matching and Crossmatching

matching یو لابراتواري ټیسټ دی، د شخص د ویني د ګروپ د مالومولو په منظور اجرا کېږي. که چېري بل شخص ویني ته اړتیا ولري، لدې تیسټ څخه وروسته دویم ټیسټ تر سره کېږي، چي د Crossmatching په نوم یادېږي. د دې ټیسټ په مرسته دا مالوموو، چي اړ شخص ته د donor وینه تطبیقېږي که یا.

د matching لپاره د recipient وینه او انټي سیرم ماده له یوبل سره ګډېږي. د Crossmatching لپاره د recipient سیرم او donor سرې حجرې له یوبل سره ګډېږي. که چېري په کراس ماچینګ کي اګلوټنېشن رامنځته سو، نو د نوموړي کس وینه و اړ شخص ته د لېږد وړ نده. او که اګلوټنېشن شتون ونلري نو د ډونر وینه اړ شخص ته د تطبیق وړ ده.

د شخص د ویني ګروپ په درې جینونو پوري اړوند دی، A او B غالب جینونه او O مغلوب جین، چي د والدینو څخه په ارثي ډول اولاد ته لېږدول کېږي. اګلوتنېشن د جنیني ژوند (د القاح څخه تر زېږون) په شپږمه میاشت را څرګندېږي. د A او B انتېجنونه هم د مور او پلار څخه په ارثي ډول اولاد ته لېږدول کېږي. د α او β انټي باډي په جنیني ژوند کي نسته. هغه وخت په بدن کي جوړېږي، چي کله د A او B انتېجنونه له بکتریا سره یو ځای د تنفسي یا هضمي سیستم له لاري بدن ته داخل سي.

Rh factor

دا فکتور یو انتېجن دی په RBC کي موجود دی. د Landsteiner او Wiener په مرسته په یو ډول بیزو (Rhesus monkey) کي د لومړي ځل لپاره وپېژندل سو او د Rh په نوم ونومول سو. Rh انتېجن ډېر ډولونه لري، مګر د D انتېجن یې په انسان کي تر نورو زیات متبارز دی. هغه کسان چي د D انتېجن لري هغوی مثبت Rh دی او هغه کسان چي دا انتېجن نلري هغوی منفي Rh دي.

Rh سیستم د ABO سیستم سره توپیر لري ځکه، د D انتېجن په طبیعي ډول خپل په وړاندي اړوند انټي باډي (anti-D) نلري. مثبت Rh شخص له منفي Rh څخه وینه اخستی سي. که چېري منفي Rh شخص د لومړي ځل لپاره مثبت Rh وینه واخلي، د شخص په وینه کي د پام وړ بدلون نه راځي، ځکه د Rh فکتور په وړاندي ژر غبرګون نه رامنځته کېږي، بلکي د یوې میاشتي په موده کي د نوموړي فکتور په مقابل کي انټي باډي جوړېږي. دا غبرګون ډېر کم دی، په لومړي ځل کي په recipient کي د پام وړ بدلون نه سي رامنځته کولی. هغه انټي باډي چي پدې لومړي ځل کي د مثبت Rh فکتور په وړاندي جوړیږي، د وینه اخستونکي کس په بدن کي د تل لپاره پاتېږي.

نو، کله چي نوموړی کس دویم ځل مثبت Rh وینه واخلي، د اخستل سوي ویني RBC لخته کېږي او شدید غبرګون منځته راځي، وینه تخریبېږي.

انتېجن:

انټي باډي:

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.