ګیله من نه تکرارېدونکې اسطوره وه

مجید قرار

154
ګیله من نه تکرارېدونکې اسطوره وه. ګیله من د خوشال خان او ملنګ جان د ګیله منو ارواوو تکرار و. ګیله من په ملي فکر او احساس کې داسې حل و لکه خوږه چې په شربتو کې حل شي. ګیله من د جامو ګرېوان ، څادر، تسبې، د لاس بند، د لوڼکو کمیسونه او پړوني، د زوی واسکټ، د اختر جامې، د پروفایلونو عکسونه، شعرونه او د خپل ماحول ټول ډیزاینونه او سینګارونه له ملي بیرغه جوړول. هغه په بیرغ مین و. په وطن ستي و، د ملي ارزښتونو پتنګ و.
ګیله من له خپلو ګیله من و، له پردو یې ګیلې نه کولې پر پردو یې حملې کولې. ګیله من باید لکه یو ارزښتمن کتاب بیا بیا ولوستل شي. روزمره ولوستل شي. ګیله من د تبلیغاتو نابغه و. د ګیله من اروا د وطن لپاره داسې ناکراره وه چې ځمکې ځای نه ورکاوه. هره لحظه یې باید یو څه کړي، یو څه ویلي، یو څه ستایلي، یو څه غندلي، یو څه لوړلي، یو څه دګلي وای. هغه د قلم، قول او عمل مېړه و. هغه د دې قوم د بیدارۍ لپاره اورژبي تقریرونه وکړل، حماسي شعرونه یې وویل، سوې ساندې، خوږې سندرې یې وویلې.
ګیله من هر دردمند افغان ته لږ تر لږه یو سلام ور واچاوه، یو ځل یې احوال پرې واخیست، او یو ځلې یې د مبارزې بلنه ورکړه.
ګیله من د سرښندنې لاره شعوري انتخاب کړې وه. هغه دې لور ته په تصادف یا غلطۍ نه و راغلی. هغه له خطرونو بې خبره نه و. هغه د خپل مرګ وړاندوینه په خندا، بې وېرې او بې باکه کوله.
ګیله من نه قیدونو ایسار، نه شکنجو مات، نه ګواښونو خاموش، نه نامردیو مایوسه، نه د خپلو خلکو بې ساري غفلت پر خپلې مبارزې بې باوره کړ.
ګیله من ځان تلپاتې کړ. هغه چا ته دا تکلیف او زحمت هم نه دی پرې اېښی چې د ده یادونه، تذکر، ستاینه او وصف وکړي. هغه خاموش نه دی. هغه نن تر بل هر وخت ډېر ګویان دی. تر بل هر وخت ډېر اورېدل کېږي، تر بل هر وخت یې په خبرو ډېر فکر او سوچ کېږي.
ګیله من تسخیر ناپذیر دی. ګیله من مرګي ته ماتې ورګړه. ګیله من مرګ خاموش او غایب نکړای شو. هغه همدا نن په هره حجره، هر مجلس، هره ګڼه ګوڼه کې خپل سوی تقریر کوي او ولس یې داسې ورته غوږ دی لکه امتیانو چې سپېڅلي پیغمبر ته غوږ اېښی وي.
ګیله من ژوندی دی، مړ یې ولس دی، او ژوندی ګیله من لا هم د مړه ولس را په را بیدارولو بوخت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.