له ما خو هماغه غوا هم بختوره ده

نظیفه دفتانی

601

لنډه کیسه :-

انجلۍ په منډه سره خونې ته ننوته، ټیکری یې له سره لوېدلی و او په اوږه یې پروت و.
ساه یې بنده بنده کېده او په لوړ آواز یې وویل: “لالا د خدای روی ته وګوره، یو ډاکټر د ولسوالۍ له بازار راوغواړه، دې ښځې حال سم نه دی. ډېره وینه یې له لاسه ورکړې، سره تبه یې ده او په هوښ نه راځی.”
ښیرن سړي د چایو پیاله پورته کړه، لوی غوړپ یې تېر وکړ او په آرامه سره یې وویل: “ما پرېږده، ډاکټر به څه وکړي که یې اجل راغلی وي، د نړۍ ټول ډاکټران یې هم نشي راګرځولی. دا تېره اونۍ مې د ولسوالۍ بازار ته بووله، ویل یې چې ښه ده. هغه یوه من دوا چې یې ورکړې وه هغه ورکړئ، ګوندې تاثير وکړي.”
انجلۍ وویل: “لالا جانه قربان دې شم، یو کار وکړه، یوازې ډاکټر ورته راوغواړه یا یې کلینیک ته یوسه. دا ښځه او انجلۍ خدای مکړه مري، دواړه ښه نه دي.”
سړي سترګې پورته کړې او په جدي لهجه یې وویل: “پخوا نه ډاکټر و، نه کلینیک، نه هم دا ماشینونه او دواګاني. د اوس زماني ښځې هسې نازونه کوي، بلا یې هم نه وهي، جوړېږي. لږ صبر وکړئ.”
مخ یې کړکۍ خواته واړاوو او په غریو سره یې وویل: “څه زوی را ته پیدا کوي چې بیا ولاړ شم او ډاکټر ورته راوغواړم. لور به مې کوم درد ته دوا شي؟ زما میراث او سلګونه جریبه ځمکې او پټې به وساتې؟ که به زما د تربور په وړاندې زما دفاع وکړي؟ هسې خوشي چټې به راته شل کاله ناسته وي، آخر به هم ولاړه شي او د پردي سړي او کور خدمت به کوي.”
د سړي غوسه لا ډېره شوه، انجلۍ ته یې په زوره اشاره وکړه او ویې ویل: “له مخې مې ورکېږه، په بلا یې وهم، خدای دې وکړي چې همدا اوس را ته مرداره شي.”
د انجلۍ پښې پوړیدې، سترګې یې نمجنې شوې، ناهیلي شاته وګرځیده او له خونې څخه ووته.
خوارکۍ امیندواره ښځه پرته له کوم طبيبه خدای روغه کړه، خو د پخوا په شان روغه نه وه. د ملا دردونه، کم خوني او سخت ذهني فشار وروسته له هغه دردونو ورته پیدا شو چې د ماشوم د پیدا کېدلو په وخت کې یې تیر کړي وو.
تیر له مور څخه یې ماشومې ته هم چا د یو انسان په سترګه نه کتل. هیچا هم ورته ښه هرکلی ونه کړ، د نورو انجونو په شان یې ښکل نه کړه او نه یې هم په غیږ کې ونیوله. یوه میاشت پرته له کوم خاص نوم څخه وه. چا به ورته د انجلۍ خطاب کاوه، چا هم ماشومې. لامل یې دا وو چې ولې پیدا شوې ده او نباید د یوې انجلۍ په توګه نړۍ ته راتله. وار د هغې د ورور و او نباید دا راغلې وه. بس همدا.
شپې او ورځې تېرېدې، او هماغه بد چلند له مور او وړوکې لور سره روان و.
وار د بلاربې غوا و، ښیرن سړي ورته اندیښمن و. دوه وخته ډوډۍ یې نه وه خوړلې. کله به په موټرسایکل سپور د ولسوالۍ بازار ته ولاړ چې دوا یا هم ډاکټر ورته راولي او کله به هم د غوا غوجلې کې ولاړ و. ویل یې چې غوا یې په لکهاوو روپیو ارزي، له لاسه ورکول یې لوی تاوان دی.
د غوا حالت یې هم ښه نه و. ولاړ له ملا څخه یې تعویز ورته راوړ، په څو شنو او سرو ټوټو کې یې تاو کړ او د غوا په غاړه یې وځړاوه. له ډېرو اندېښنو او تشویشونو یې اشتها بنده شوې وه، یوازې یې نسوار خولی ته اچول.
ساعت وروسته په حویلۍ کې د خوښۍ ناري پورته شوې او ویل یې: “ادی، غوا جوړه شوه، خدای ورته خوسکی ورکړ.”
ښځې ویده شوې ماشومه له غېږې کته او په خپل ځای کې ویده کړه.
ور ولاړه شوه د کړکۍ پرده یې ورو کش کړه. خاوند یې لاسونه مینځل، خور یې ورو ورو پرې اوبه اچولې. سړی سخت خوشحاله بریښیده.
خور سره یې غږېده، له سترګو یې معلومېده چې د غوا په اړه غږېږي. یو نیم غږ یې را ته او ویل یې چې د خدای لویه مهرباني وشوه چې غوا یې له لاسه ورنکړه او بختور و چې مؤنث بچی یې زیږولی دی.
ښځې پرده کش کړه، را وګرځیده او د ویده شوې ماشومې څنګ ته کېناسته. د هغې پر تندي یې ورو ورو لاس کش کړ او له درده ډک آواز یې ویل: “له ما خو هماغه غوا هم بختوره ده.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.