!زما د مرګ نیټه

نظیفه دفتانی

550

نور مې وجود ډیر ضعیفه شوی وو سترګې مي د سر په کوپرۍ کې ننوتې وې او شاوخوا ته یې توره حلقه خپله کړې وه، مخ مې د لمر په شان ژيړ بریښیده، په ځان کې می يوازې نازک هډوکي او وچ پوستکی بند وو. ويښتیان مې ډیر توی شوي وو څه د ډار او استرس له امله او څه یې هم زما د بې پامۍ او بی غورۍ له امله. شونډو مې نور هغه پخوانی تازه رنګ نه درلود اوس وچې وې پر سر یی څو پړاوه وچ پوستکي نغښتي وو او چاک شوې وو .
نور هغه نظیفه نه وم کومه چې د خپل مرګ له نيټې خبره نه وه. زه اوس ډیره بدله شوې وم او که هر چا زما اوسنۍ حالت د هغه وخت له انځور سره پرتله کړی وای نو باوري یم زه به یی نه پیژندلم. خبرې مې کمې شوې وې يوازې د اړتیا په وخت کې مې له (هو، نه) څخه کار اخیست او بس. د شپې مهال له تیارې څخه ویریدم يوازي ویده کیدلای نه شواى ځکه احساس مې کاوو چې زما قبر به هم همداسې وي یو تنګ او ویرناک ځای، پرته له کورنۍ او ملګرو يوازې او يوازې.
زما د همدې خراب حالت لامل دا دی چې کال وړاندې يو سپين ږيری سړی چې ټولو ورته سخته ډیر درناوۍ درلود او پیر صاحب ئي ورته خطاب کاوو راته وويل:
ستا عمر کم دی او زه ستا له راتلونکي خبر یم، ته يوولس مياشتې او اته ورځې وخت لرې د مازدیګر تر څلور بجو او فلانی تاریخ …
د دې خبرې په اوریدلو مې د نړۍ تر ټولو بد احساس درلود فکر مې وکړ چې ځمکه په ډیر ځواک سره د لمر په شاؤخوا راڅرخي او د کال هر فصل پر چټکۍ سره بدلیږي نور مې څه نه لیدل يوازې ويل شوې نیټه مې سترګو ته راتله، او د پیر صاحب غږ مې په غوږنو کې انګازې کولې. غوښتل مې ځان پوه کړم يوولس مياشتې څومره وخت دی؛ څو ورځې او څو اونۍ راځي ؟ زما آرمانونه او هيلې مې دانه دانه سترګو ته راتلې؛
مور مې سترګو ته ودريده هغه چې زما په یوه وړه تبه تر سهاره راته ویښه وي…
پلار مې ،چې زما یو وړکی د لاس زخم هغه ځوروي…
اوففف آخر ولې؟ غوښتل مې ځان په هوش راولم او کم عقلي ونکړم. غوښتل مې ووایم پیر صاحب ته له غیب څخه څه خبر دی له هغه يوازې الله ج خبر دی او بس ته څرنګه داسې ویلی شې.
دی وخت کې یو بوډا او ښیرن کوچی راغی او پیر ته په سجده پریوت په نارو نارو یې ترې مننه کوله بیا یی پښې ورته ورښکول کړې او د خپل یو ناروغ زوی د جوړیدو زيری یی وکړ ویل یې چې د ګور له غاړې یې راګرځولی دی. کوچي همداسې په ژړا مننه وکړه او ووت، تر ما مخکې د یوې ودانې کورنۍ ځوان په ډیر احترام سره راغی وروسته له روغبړ څخه یې پیر صاحب ته د موټر یوه کيلي ونیوله او وویل: پیرګله خدای دې زموږ له سره مه کم کوه، ته دی خدای یو ولي یې دلته په ځمکه زموږ لپاره. زه به تر مرګه ستا حقدار یم بیا ولاړ شو د کړکۍ پرده یی لږ کش کړه بهر یو سپين رنګې کرولا موټر ته یې اشاره وکړه او وویل دا هم زما لخوا يوه کوچنۍ ډالۍ خو ونه یې ويل چې پیر کومه ستونزه ورته هواره کړې وه؛ همدې صحنو زما شک لرې کړ او احساس مې وکړ چې دا کوم عادي انسان نه دی …
اوس يوولس مياشتې وتلې دي؛ همدې يولسو میاشتو کې ما ژوند ونکړ پرته له تشويشونو، خپګان او ژړا څخه. د پیر صاحب خبره په چټکۍ سره خپره شوه ټول ملګري او خپلوان مې ترې خبر شول. چا د هغه په خبرو باور درلود،او راسره اوښکې یې تویولې او ویل یې چې ډیره ځوانه یې دا وخت ستا د مرګ ندی .خو څوک به راته په غوسه ول چې څنګه مې د هغه په خبرو باور کړی دی او غولیدلې یم.
هر چا چې به زما حالت لیده نو ویل به یې پیر صاحب رښتیا ویلي دي د دې انجلۍ وضعیت سم ندی، ته یې مخ ته وګوره څنګه زيړ اوښتی دی ،څومره ډنګره شوې ده، دا رښتیا هم نوره مري…
خو دوی خبر نه ول چې زما حالت یوازې د پیر صاحب په یو څو جملو خراب شوی دی؛ د مرګ له ویرې؛ نور د تګ له خاطره، هیلو ته د نه رسیدلو لپاره.
ډیره سخته ده دا چې انسان د خپل مرګ له نیټې خبر وي ځکه ګمان کوي چې د مرګ په شتون کې ژوند هیڅ دی او بې ګټې ده چې دنیا جوړه کړي.
همدې يولسو میاشتو کې ما خپل درسونه پریښودل نور مې هيڅ کتاب ونه لوست ځکه بې ګټې راته ښکاریده، ویل مې هسې هم ځم درس ووایم یا هم ونه وایم نه ځانته او نه هم مې نورو ته پکې خیر رسیږي. نور مې نوي جامې ، د سینګار توکي او داسې نور هیڅ وانخیستل.
تر ټولو راته جالبه دا وه چې د ټولو رفتار راسره ډیر ښه شوی وو، نور چا نه ځورولم، نه څوک راته په غوسه کیدل، ټولو ډیره نازولم او له ميني او محبت ډک الفاظ یې راته کارول کول.ځکه ټولو ويل چې هسې هم عمر یی لنډ دی مه یې خپه کوئ …
هر یو به زما په لیدلو خواشيني کیدل، ویش او وخ به یې کول.
چا به ویل تا څومره لوی لوی امیدونه درلودل ټول خاروې شول چا به ویل مرګ دی ورک شي چې ځوانان اخلي،ځينې په دی اند ول چې دوی هم د مرګ له نيټې خبره شي تر څو ورته چمتوالی ونیسي خو ډیریو به نه غوښتل ځان خبر کړي ځکه ویل ئي چې د مرګ له وخت خبریدل خپله مرګ دی.
او رښتيا هم همداسې وو،
زه ورځ تر بلې کمزورې کیدلم خوراک مې خورا کم شوی وو، او هیڅ شي ته مې زړه نه کیده.
سبا زما د ژوند ورستۍ ورځ وه او پوره يوولس مياشتې او اوه ورځې وتلې وې.
د موبایل ډیټا مې خلاصه کړه بې واره او سلګونه مسیجونه راته راروان ول او د مسیجونو شړنګا وه سمدستي مې بې غږه کړ ځکه نوره پخوانۍ حوصله نه وه راته پاتې .زما هر یوې ملګرې راته مسیج کړی وو، ماته یی تسلا راکړې وه، زما صفتونه یې بیان کړي وو او دا چې زه نوره تلم ټولو خواشینۍ څرګنده کړې وه، له یوې خوا سخته ناروغه وم او له بلې خوا مې نه غوښتل په ورستۍ ځل یې له ځان خواشيني کړم . ما هم د هر یوی ځواب ورکړ، داسې حال کې چې سخت مې ژړل ستونی مې بند وو حتا ساه مې په ستونزې سره اخیسته. احساس مې کاوو چې راتلونکي اوونۍ دا ورځ به دخاورو لاندي یم په توره تیاره کې او په سر به مې د خاورې انبار وي.
زما وضعیت ورو ورو په خرابیدو وو ځکه ډيرې بې خوبۍ او د خوړو نه خوړلو سخته ضعیفه کړې وم، شیبه په شیبه مې د وجود تبه زياتيده او له پښو غورځیدم.
وروستۍ شپه مې په سختې تبې او بې خوبۍ سره تیره کړه؛ سيروم راته تړلی وو او پر ځان نه پوهیدم. سترګې می نيمې خلاصې او نمیایي بندې وې په ديوال راځوړند سپين ساعت ته مې کتل دا چې حرکت یی کاوو او مخته روان وو ځوریدم او داسې ګمان مې کاوو چې هماغه زما د مرګ نيټې ته بیړه لري او زما دښمن دی.
د پیر صاحب خبرې مې له هماغه ورځې هیڅ له فکره نه وتلې هره يوه یی زما ذهن ته وار په وار راتله، زه یې د وجود له مینځنه خوړلم او هماغه څو جملو په ډیره کمه موده کې له پښو وغورځولم. د شپږمې ټولګي د ښوونکي سوال او خبرې مې ذهن ته راتلې یو ورځ یی له ټولو پوښتنه وکړه چې غواړئ په راتلونکي کي څه درنه جوړ شي، ټولو خپلې هيلي ورته بیان کړې خپل د خوښې مسلک او دنده. زما وار را ورسیده راته یې وويل نظیفې جانې ستا پلان څه دی؟
هماغه شیبه مې احساس وکړ دا چې نړۍ ته راغلی یم تر څو د خپلو هیلو د لاسته راوړلو لپاره جنک وکړم ، یو څه باید وټاکم تر پایه یی د رسیدلو لپاره وجنګیږم او نه یوازې زه بلکي نور خلک يي هم پایلی ته په انتظار دي، ما یی هم په ځواب کې وویل؛
ښوونکې صاحبې زه غواړم د نړۍ تر ټولو تکړه جراحه شم؛
ښوونکې څو شيبې همداسې راته کتل وروسته یې وویل د نړۍ په کچه؟!
ما هم د هو په توګه سر ورته وښوراوه. رانږدې شوه وویل زه پر تا باور لرم چی ته یی کولی شې…ستا آرمان او موخه لویه ده، خو پام دې وي چې خپل همت ونه بایلې، زه غواړم یو ورځ ستا روغتون ته درشم او د تکړه جراحانو په لیست کې دې نوم ووينم.
ما په موسکا سره ورته وویل: قول دی زه هڅه کوم او باوري یم ته به زما نوم په هغه لیست کې یو ورځ ووینې.
همدې د شپږم ټولګي یاد سخته ځورولم، دا چې شاید زما ښوونکي په تمه اوسي تر څو زما بریا وګوري،زما په تګ به نه وي خبره او دا ګمان به کوي چې زه هم دهغو انجونو له ډليګې څخه وم چې ډیر ژر مې خپل همت وبايله، ګمان به کوي واده شوي یم، لري له کتاب او درس څخه اوس مې د يوې کورنۍ د پالني مسولیت اخیستی پرته له دي چې می د خپل وجود پوره پالنه کړي اوسي. ویل مې: خدايه کله چې می عمر دومره کم وو نو ولي دي زما په زړه کې دومره لوی لوی آرمانونه اچولي وو؟ ولی دومره لويي موخی؟ خپلو هیلو مې سخته ځورولم، ځکه هغوي اوس زما د وجود له برخو څخه ول.
همدې سوچونو لیونۍ کړې وم، نور مې سر له ډیره درده چویده،

ګمان کوم زما په سيروم کې یې د بې خوبۍ کوم درمل اچولی وو شاید هم کوم مسکن درمل، نپوهیژم چې څه ول او زه یې یو اوږد خوب ته یوړلم.
بی خبره له نړۍ ، کورنۍ ، ملګرو او ځان څخه ویده شوم.
ساعتونه تیر شوي وو،
سترګې مې پرانيستلې د سهار ښکلی لمر مې په سترګو لویدلی وو په سختې می شاوخوا لیدله فکر مې کاوو چې لامې هم خوب ندی پوره، څنګ خواته دیوال ته مې وکتل کوچني ورونه مې ناست ول په موسکا یی راته کتل زما زړه هم د هغوی په لیدلو خوشحاله شو…
د ور کړپ شو ورسره د پيالو شرنګا شوه مور مې خوني ته راننوته له پيالو ډک پتنوس یی په ځمکه کیښود ښکلې موسکا یی په خوله وه زما خواته راغله په تندي یی ښکل کړم او وویل اوس څنګه یې، ما هم په ځان کې د خوشحالي انرژی راټوله کړه او په زوره مې وویل اوس شکر شه یم .
مور مې سر آسمان ته کړ وویل خدايه شکرر
بیا راته وکتل په خندا یې وویل لیونۍ بیا دې درواغجنو پیرانو په خبرو باور کوې که نه؟؟
ورته ومې خندل نه نه مورې هیڅ وخت، هیڅ وخت…
خپل حال ته مې سخته ژړا راغله دا چې څومره مې ځان و ځوراوه او وکړاوه…
هلته وو چې پوهه شوم نپوهیدل څومره یو لوی نعمت دی، او پر دي خوشحاله شوم چې انسانان د خپل مرګ له نيټې خبره ندي کنه هیڅ شی به نن دومره مخته نه وو تللي ټولو به د زیږدلو څخه ورسته د مرګ ډار درلود هڅه به یې نه کوله کوم ګټور شی جوړ کړي یا اختراع کړي ځکه د هغوی ټولو ګمان به دا وو چې په فلاني کال مرم نو بې ګټې دی چې زيار وباسم.پوهه شوم چې ځینی کلمات حتا د ټوپک له مرمۍ څخه هم ځواکمن وي او د وخت په تیریدو انسان وژني. او پوهه شوم چې لرې والي دی چې د انسان قدر زیاتوي، کله چې د ټولو رفتار ما د خپل ځان په وړاندې لیده نو ویل مې کاشکې ټولو دا منلی وای چې حتماً یو ورځ مرو او نه پاته کیږو ولی د یو بل قدر نه کوو مخکې له دي چې د هغوی زنکدن ووینو یا د هغوی بی روحه جسد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.