بس دی، نور ستاسو وار دی

احمدشاه ساحل

0 844

بس دی، نور ستاسو وار دی؛

ولسمشر تر دې زيات د خپلي ژمنتيا ثبوت نه سي درکولی!

په ټاکنيزو ټولو غونډو کي د ولسمشر غني د پيل خبره همدا وه، چي دا ځل دوه سری حکومت نه مني او چاته اجازه نه ورکوي، چي بيا ستاسو پر رايو معامله وکړي. بلاخره ټاکني تيري سوې. څو ورځي وروسته کله چي نړيوال او داخلي سياسون وپوهېدل، چي اشرف غني په رايو کي تر ټولو مخته او ټاکني ګټلي دي. نو په مسقيمه او غير مسقيمه توګه يې هڅي پيل کړې، چي د پايلو د اعلان په مخکي خنډونو جوړ کړي. کله د بيا شميرني او تفتيش موضوع، کله د رايو د ورک کيدو او درغليو موضوع، کله د بيا ټاکنو موضوع کله يو او کله بل څه.

خو لنډه دا چي په بيلابيلو بهانو يې څو ځله د پايلو د اعلان نېټې وځنډولې. په دې جريان کي پر ولسمشر غني د مختليفو لورو په خاص ډول د نړيوالو او په هغوی کي د امريکا فشارونو جاري وه. تر څو يا موقت حکومت ته اجازه ورکړي او يا که د ټاکنو پايلي اعلانوي، بايد د تېر په څېر عبدالله د حکومت نيمه برخه کړي. خو ولسمشر ورته تسليم نه سو او ستاسو سره کړي تعهد ته؛ چي دا ځل به دوه سری حکومت نه جوړوي، ژمن پاته سو. دې فشارونو د ټاکنو تر وروستيو پايلو او ان د لوړي تر مراسمو دوام درلود. په سبا چي لوړه تر سره کيدل، شپه يې پر ولسمشر غني تر ناوخته د امريکا په فشارونو تېره سوه، خو مدبر بيا هم سر ورته ټيټه نکړه. دا دی لوړه هم تېره سوه.

خو فشارونه لا جاري دي. له داخلي سياسيونو يې راونيسه، تر نړيوالو او بيا تر امريکا چي اوس يې فشارونه ان تر ګواښونو ورسيدل؛ هيڅ لوری خپل زور نه سپموي. خو ولسمشر نه امريکا، نه نړيوالو او نه سياسونو ته اجازه ورکوي، تر څو ستاسو پر سپېڅلو رايو سودا وکړي. په داسي حال کي چي ددې ترڅنګ يې د سولي پروسه، د بنديانو موضوع او د کرونا پر وړاندي مبارزه هم په بريالۍ توګه روانه کړې ده. د دې ټولو فشارونو، ګواښونو او ستونزو پر وړاندي په يوازي ځان تراوسه د ولسمشر کلکه درېدنه، ددې ښکاره ثبوت دی چي تاسو او ستاسو رايو ته په ريښتنې مانا ژمن دی. خو تر کومه به يوازي ولسمشر نړۍ ته د دوه سري حکومت د نه منلو قسمونه اخلي؟ تاسو ولي خپلي خولې نه خلاصوی؟ دا خبره که د ولسمشر تر څنګ ستاسو له خولې هم راووځي، ايا پوهېږئ چي څومره ژور تاثير به ولري؟ په نړۍ کي به غوغا جوړه کړي، ټکان به ورکړي او ټول به پوه سي چي دا وګړي ويښ دي او له خپله ځانه دفاع کوی سي. په دې کار به هم د ولسمشر درنې اوږې ور سپکي کړی او هم به ځانونه ثابت کړی، چي يو واحد ملت ياست او يو واحد حکومت غواړی. تر دې وروسته بيا هر څه ډېر اسانه حل کيدلی سي. اوس هم هره ورځ سياسون او امريکا پر ولسمشر د جوړجاړي چغي وهي، هره ورځ ګواښونه ورته کوي. خو تاسو يې تشه ننداره کوی او چپه خوله ورته ناست ياست. اخير تر کله او ولي؟ بيا به ارمان کوئ.

اوس هم وخت سته. ټول په شريکه غږ پورته کړئ. که د قرنطين له خاطره لاريونونه ممکن نه وي، نو له ټولنيزو رسنيو کار واخلئ. پر فېسبوک او ټړيټر شور جوړ کړئ او نړۍ خبره کړئ، ان خبرداری ورکړئ، چي بايد له لاسوهنو او پر ولسمشر له بې ځايه فشارونو لاس واخلي. يوه خبره دي واضح وي، چي ستاسو په نه انډيوالۍ او خاموشۍ کي د ولسمشر د ماتېدو امکان ډېر دی. بيا که سبا هر څه پېښ سوه، نو مسوله به يې خپله تاسو ياست. که رشتيا هم واحد حکومت غواړئ، واحد غږ وکړئ! وطن دي ګټونکی وي!

احمدشاه ساحلغير ډيورنډ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply