کرزی هم موقت حکومت غواړي/ احمدشاه ساحل

0 700
نن د کرزي په کور کي د طالب او پنجاب خبري زمزمه کيدې! نن د ولسمشر غني او حکومت لسګونه مخالفين د حامد کرزي په کور کي راټول سوې وه.
دوی د بحث دوه موضوعات درلوده. په يوه موضوع کي يې د عمران خان نظر (موقت حکومت) او په بله کي يې د طالب ډلي نظر(د ټاکنو ځنډ) تمثيلوئ.
د غونډي ګډونوالو وويل چي، ټاکني باید شاته وغورځول سي، ځکه په وینا یې دا ټاکني نوري ستونزي پيدا کوي. دا خبره طالب ډله هم کوي، نو دلته له دې خبرو څخه د دې دواړو ډلو (طالب او د کرزي په مشرۍ د حکومت/ ولسمشر مخالفين) ترمنځ د يو ډول جوړجاړي او د حکومت په خاص ډول د ولسمشر غني په خلاف په يوه جبهه کي د راټوليدو؛ شک نه کيږي؟
په دوهمه موضوع کي د موقت حکومت پر جوړېدا او تر څنګ یې د ټاکنو د پروسې پر جدي سبوتاژ بحث سوی.
ويل کيږي، حامد کرزي د غونډي ګډونوالو ته ویلي، چي د ټاکنو ترسره کېدو ته هېڅ ضرورت نسته، ځکه په وینا یې چي د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه روسیه ددې پلوي نه ده.
ده ويلي چي موقت حکومت د ستونزو د حل یوازنۍ لار ده او د دې هدف د تر لاسه کيدو لپاره باید له ټولو لارو کار واخيستل سي. د ده په وينا؛ د موقت حکومت د ریاست لپاره ځیني کسان هم غوره سوي. او دا يې هم ويلي چي د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره هم په دې اړه مشوره سوې.
دا دوهمه خبره بيا عمران خان يعني پاکستان څو ځله کړې، او دوی يې هم کوي. نو دا بيا د پاکستان سره د حکومت او ولسمشر غني خلاف په يوه جبهه کي ددې ډلي د يوځای کيدو ښکارندويي نه کوي؟
اوس که يو ځل ټول ډلي ډلي کړو، او د دوی د نظرونو يووالي ته وګورو؛ نو د کرزي په مشرۍ د حکومت مخالفين، طالب او پاکستانۍ ډله د افغان انسان، افغان وطن، افغان نظام او افغان ولسمشر په خلاف په يوه ناځوانه جبهه کي نه دي راټول سوي يا د راټوليدو شک پرې نه کيږي؟ که نه؛ خو شکر دی؛ که هو! نو ولي!؟؟؟
د خدای پار دی، زموږ سياسيون ولي دومره بدرنګه سول چي، د خپلو شخصي ګټو په خاطر له پردو ان له دښمن او جګړمارانو سره هم د حکومت او دولت خلاف دريدای سي؟ دوی ولي تراوسه معيار خپلي شخصي ګټي نيولي؟ ولي د ټاکنو سره چي اوس په نسبي توګه، خپلواکي او بې فشاره ترسره کيدونکي دي، مخالفت کوي؟ ولي د نظام مخالف دي؟ ولي د ولسمشر غني مخالف دي؟
موږ روسيه، پنجاب او طالب ډله څه کوو؟ موږ ولي له دوی سره موافق سو، چي زموږ ټاکني او نظام وننګوي. اخير بس دی. که تاسو نه سړي کيږی، نو ولس بايد خپل سر ګريوان ته ټيټ کړي او ستاسو له ملاتړه لاس واخلي. او دا کار ولس پيل کړی. وطن دي ژوندی وي!
احمدشاه ساحل (غير ډيورنډ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply