د روان کال له پیله په اوبو کې د ډوبېدو له امله ۵۰ کسان مړه شوي

35

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د پژواک موندنې ښیي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۵۰ کسان چې ۹۰ سلنه یې ځوانان او ماشومان دي، په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

له دغو کسانو ۳۰ يې د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې ډوب او مړه شوي او پاتې نور چې دوه ځوانان او ۱۸ ماشومان دي، اوبو ته غورځېدلي او مړه شوي دي.

د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون وایي، هغه کسان چې غواړي ولامبي، باید په مسلکي ډول لامبو زده کړي او په اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړینو مخنیوي په موخه اړینه ده په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

پژواک خبري اژانس د روان کال د وري میاشتې له ۲۴مې تر نن (د زمري اتمه) پورې په اوبو کې د ډوبېدو له امله د څلوېښتو داسې پېښو راپورونه ترلاسه او خپاره کړي چې یوه، دوو او یا درېیو کسانو په کې ژوند بایللی دی.

د پژواک د خپرو شوو خبرونو له مخې، د روان کال د وري په ۲۴مه او ۲۶مه یو یو کس، د غویي په میاشت کې ۱۸ کسان، په غبرګولي کې اته او په چنګاښ کې ۲۱ کسان او د زمري په پنځمه یو کس په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون رییس حامد رحیمي وایي، دا یوه جدي ستونزه ده او هر کال د ګرمۍ په موسم کې لسګونه کسان د لامبو پر مهال په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه کېږي.

په اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړینو نږدې نیمایي یادې پېښې په درېیو ولایتونو کې دي.

موندنې ښیي چې په هلمند کې لس تنه، بادغیس کې شپږ تنه، ننګرهار کې شپږ تنه، پنجشېر، دایکنډي او بدخشان کې درې درې تنه، بامیان، غزني او میدان‌وردګو کې دوه دوه تنه، سمنګان، غور، کاپیسا او لغمان کې یو یو تن په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

د هلمند د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي جمعه‌خان مستقیم وایي، هلمند د مساحت له اړخه لوی ولایت دی، نو ځکه دغه پېښې ډېرې په کې ثبت شوې دي.

هغه وایي چې دغه ریاست په دې اړه خلکو ته عامه پوهای ورکړی او لا هم هڅه کوي چې دغه چاره ګړندۍ کړي.

ده له خلکو وغوښتل چې له ډنډونو، کارېزونو او بندونو دېوالونه چاپېر کړي، څو د ماشومانو ژوند وژغورل شي او لویان دې هم په نابلده سیمو کې نه لامبي.

د ده په خبره، ډېری د داسې پېښو قربانیان ماشومان وي چې کورنۍ یې ورته پام نه کوي او دا د کورنیو مسوولیت هم دی چې له خپلو ماشومان ساتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خپرو شوو راپورونو له مخې، روان کال په هلمند کې څلور ماشومان او شپږ لویان په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

تېره ورځ د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې هم یو کس د لامبلو پر مهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې لاسه ورکړی دی.

د یاد کس ماما احمد پشتون پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کس ۲۵ کاله عمر درلود، ورور یې هم ورسره و، خپل موټر یې د سیند غاړې ته درولی و چې ولامبي چې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

پشتون وویل، حکومت باید د جوماتو امامانو ته هدایت وکړي څو خلکو ته خبرداری ورکړي چې خپل ماشومان له اوبو او ډنډونو لرې وساتي او مشران دې هم په نابلده ځایونو کې نه لامبي.

دی وایي، په ځينو سیمو او سیندونو کې ژورې کندې وي او سړی چې نابلده وي، د لامبو پر مهال یوې کندې ته ور برابر شي، غرق یې کړي.

ده د کورنیو له مشرانو هم وغوښتل چې په دې اړه د کورنیو نورو غړو ته پوهاوی ورکړي څو دغه ډول پېښې کمې شي.

موندنې ښیي چې په اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړه شوو له هرو شلو کسانو یو ځوان او یو ماشوم دی.

روان کال په اوبو کې د ډوبېدو له امله له مړه شوو ۵۰ کسانو ۱۱ ماشومانې، یوه پېغله نجلۍ، ۱۱ هلکان، ۲۲ نارینه ځوانان او پنځه لویان نارینه دي.

له دغو کسانو ۳۰ تنه د لامبو وهلو پر مهال په اوبو کې ډوب او مړه شوي او پاتې نور چې دوه یې ځوانان او ۱۸ ماشومان دي، اوبو ته غورځېدلي او مړه شوي دي.

له یادو دوو ځوانانو یو له پله د تېرېدو او یو بل د کبانو نیولو پر مهال اوبو ته لوېدلي دي.

په اوبو کې د مړه شوو ماشومانو او ځوانانو شمېر ځکه ډېر دی چې د دغه عمر کسان ډېر تفریح‌ځایونو ته ځي او لامبي.‌

اوبو کې د ډوبېدو له امله د مرګ‌ژوبلې مخنیوي لپاره څه په کار دي؟

د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون رییس حامد رحیمي وایي، هغه کسان چې غواړي ولامبي نو باید په مسلکي ډول لامبو زده کړي او په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

هغه وویل چې لامبو یو ورزش هم دی او دغه فدراسیون تل د اعلامیو په خپرولو له خلکو غوښتي چې دغه فدراسیون ته ورشي او په دې برخه کې زده‌کړې وکړي.

رحیمي وویل، دوی د کورنیو چارو وزارت د اطفایې ریاست او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزارت سره د همکارۍ وړیا هوکړه‌ليکونه لري چې کارکوونکو ته یې په دې برخه کې روزنه ورکوي.

د ده په خبره، دغه فدراسیون امکانات او بودجه نه لري چې ولایتونو ته سفرونه وکړي او په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی او روزنه ورکړي، خو که حکومت یې ملاتړ وکړي نو دغه چاره ترسره کولای شي.

رحیمي وویل، هغه کسان چې لامبو یې نه وي زده، هیڅکله باید په ډېرو او په تېره روانو اوبو کې ونه لامبي؛ ځکه دغه کار کېدای شي د مرګ لامل یې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.