پښتانه، بلوڅ او د اکتوبر یولسمه

زلمی نصرت

86

مخکې له هر څه نه دا ویل غواړم، چې پښتونخوا او بلوچستان هیڅکله د پنجاب برخه نه وه او نه به شي.

کومه برخه چې د افغانستان له وجوده څخه پر کال ١٨٩٣ میلادې کې جبرآ بیله شویده، هغه د افغانستان د وجود او د زړه یوه برخه او یوه ټوټه ده او دا د دواړو خواوو د اولسونو او خلکو خبره ده او یوازي هغوی پورې ارتباط‌ لري،  چې په آینده کې په څه شکل سره گډ ژوند کول غواړي او خپل ذات البینی اړیکې سره ساتي او تنظیموي.

د  ۱۳۱ کالو تاریخې ستم او استبداد، ترور او وحشت پښتانه او بلوچ په ځانگړې توگه ځوانان چې نور نه غواړي د تیر په څیر ژوند وکړي٬لا را ويښ کړل او هغوی د خپل قبضه شوې خاورې د آزادۍ د تر لاسه کولو له پاره مناسبې لارې چارې لټوي.

د اکتوبر پر یولسمه کومې پریکړې چې د قومونو او ولسونو په ستره غونډه یا جرگه کې نیول کیږي، د یو تازه مثبت او عملي انکشاف او پرمختگ زیری او خبر ورکوي .

که څوک وغواړي او کنه، دغه خوځښتونه٬ پاڅونونه٬ غونډې او جرگې نوي حالات را منځ ته کوي، چې د تیرو نه به جاج واخلي او د زمان سره به سم تصميم نيسي او مخ ته به ځي٬که څه هم لاره خورا اوږده او خورا پیچلې ده او لا  هم لا ډيری کارونه لا اجرا پاتې دي.

په هر صورت  جاري رامنځ ته شوي نوي حالات نوی تعریف ته  ضرورت لري٬ چې زمان ته ځواب ووایې.

زما په اند وخت د دې را رسیدلی دی، چې پرته له شعارونو څخه پر داسې ممکنو او علمي لارو چارو او میکانیزم باندې خبري او توافق وشي، چې هم نړیوالو ته، هم پښتنو ته، هم بلوڅو او هم افغانانو ته د منلو وړ وي، په دې مانا:

 ١-  د ملي قیام یا پاڅون لاره همیشه خلاصه وي او د متحد پاڅون مخه څوک نیولای هم نه شي. خو نظر خاصو شرایطو ته زما په اند  د جرگو لاره٬ ممکنه٬ مفیده٬ مناسبه او غوره لاره ده.

٢-  د نظام پر شکل سلا او مشورو ته ضرورت لیدل کیږي او لازمه ده چې وویل شي او روښانه شي٬ چې څرنگه نظام٬ په کوم فورم ٬عبا او قبا.

٣-  د افعانستان سره د مناسباتو حدود او ثغور روښانه کول هم یوه اړینه او اوږده پروسه ده، چې عملي  او ممکن سنجش او میکانیزم ته ضرورت لري.

د افغانستان د نيمې پیړۍ د داخلي جگړو تجربو او درسونه ته په کتو، داسې نه شي، چې د افغانستان په څیر پښتانه او بلوڅ د رهبرۍ او د واک پر سر د الحاد او غیر الحاد تر نامه یو د بل سره  خپل مینځي جگړو کې سره ښکیل شي٬ کوم چې د نوې استعمار استراتیژی او هدف دی.

ډنمارک

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.