د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت

مفتي عبدالولي

81

بيرغ يا جنډه:
په معاصره نړۍ کې بيرغ يا جنډه د يوۀ هېواد او ولس د پېژندنې ذريعه اوعلامت وي، په نړۍ کې د دغه هېواد د عزت او عظمت نښان هم وي او د یوه ملت د یووالي سمبول هم وي، نو پر همدغه اساس د قدر او احترام وړ وي.
په نړۍ کې هر هېواد د خپل تاريخ، شاليد او حال و مستقبل په لحاظ سره خپل ځانګړی بیرغ لري. رنګونه او شکل يې عموماً له يو بل څخه مختلف وي.
شريعت پر مسلمانانو د کوم خاص رنګ او شکل بيرغ نه دی لازم کړی او نه یې ورته متعين کړی دی، لهذا د بيرغ د رنګونو او شکل ټاکل خالص يو دنیاوي مباح، يعني جايز عمل دی.
له نبي صلی الله علیه وسلم څخه يوازې په جنګ، غزا او ورته موقعو کې د بېلا بېلو رنګونو بيرغونه کارول روايت شوي دي، کله تور رنګه بيرغ، کله سپین رنګه بيرغ، او د سور او زېړ رنګ د بيرغونو کارول هم ذکر شوي دي.
خو په عامو او نارمل حالاتو کې د کومې خاصې جنډې يا بيرغ کارول نه دي ثابت.
د سپين او تور د ګډ رنګ بيرغ ذکر هم راغلی دی، خو په دغه روایت کې دا نه دي ذکر شوي چې سپينې کرښې په کې زياتې وې يا تورې کرښې، همدارنګه نور هيئت او شکل يې هم نه دی ذکر.
د الواقدي په مغازي کې راغلي دي چې د جاهليت په زمانه کې د اوس قبيلې د بيرغ رنګ زرغون و او د خزرج قبيلې د بيرغ رنګ سور و، د اسلام له راتلو وروسته نبي صلی الله علیه وسلم د دغو قبيلو بيرغونه پر خپل حال پرېښودل او د مهاجرينو د بيرغونو رنګونه تور او سپين وو.

مفتي محمد شفيع رحمه الله په جواهر الفقه نومې کتاب کې ليکلي دي:
که څوک په دې نيت د خپل بيرغ يا جنډې رنګ تور يا سپين يا بل کوم رنګ غوره کوي چې د نبي صلی الله عليه وسلم د بيرغ رنګ همداسې و، دغه کس (د نيت په وجه)د اجر مستحق دی، خو محضې د رنګ پر اساس دا ويل صحیح نۀ دي چې دا د نبي صلی الله عليه وسلم بيرغ دی، لهذا دا تر ټولو غوره دی، دا وينا همداسې ده لکه څنګه چې څوک توره پګړۍ پر سر کړي او ووايي چې دا پېغمبري دستار دی، ظاهره خبره ده چې دغه خبره یقيني غلطه ده. (جواهر الفقه)
نو هغه کسان چې د خپل د ګوند يا تحريک بيرغ ته نبوي بيرغ او پرچم وايي؛ پر غلطه دي.
بيرغ هماغه معتبر دی چې ولس يا د ولس نماينده ګانو د خپل هېواد لپاره خوښ کړی او ټاکلی وي.

#نوټ: که څوک د خپلې ناپوهۍ په وجه د ګران هېواد پر بيرغ اعتراض کوي، نو ورته ودې ويل شي په دغه بيرغ کې هغه درې واړه رنګونه شته چې د نبي صلی الله علیه وسلم په بيرغونو کې يې ذکر راغلی دی، لکه تور، سور او هم زرغون. همدارنګه سپينې کرښې او ليکونه هم په کې شته.

ايا پر بيرغ کلمه شريفه ليکل ثابت دي؟

یو بل اړين وضاحت هم بايد وکړم چې د نبي صلی الله عليه وسلم پر بيرغ هېڅ قسمه ليکل نۀ وو، نۀ پکې کلمه شريفه ليکلې وه او نۀ پکې بل کوم تحرير و.
کومو روایاتو کې چې د کلمې شريفې د ليکلو ذکر راغلی دی، هغه انتهايي ضعيف او له ځانه جوړ کړی شوي روایات دي.
بيا وايم چې په معاصره نړۍ کې بيرغ د یوه هېواد او ملت د عزت، يووالي او عظمت نښه وي، لهذا احترام او عزت يې کوئ.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.