بيا کتلي څو شعره له اصغر هاشمي ځنې آرمل ته
د پروني شاگرد او ننني استاد و.ب.
په غبرگون کې:
پاداش
په زرو زرو زرونو
گلباغچو د گلوييونو،
د ورېښمينو گلغږونو!
يه زما په گوتو کښلو،
څو څو زره زره وارې
ښکلو توريو!
ما خو ستاسې د سرڅڼې په پار سپين کړل
دسرڅڼې، توروېښته،
تور دغبرگو تورو سترگو…
ما په ټوله کمينۍ او پاکزړۍ
د نمنځ لپاره
اېښی سر پر سجده تل
همدا ستاسې تکو تورو تورو وروځوپه محراب کې،
د باور غوړگې مې ستاسې
د سرو گلو له گلپاڼو ځنې
مه شه کله تشې…
خو، زه غواړم:
د دې ټولوسرښندنو او نمنځنو
په پاداش کې مو
له تورو تورو سترگو
– نه ښايسته ښکلې بنگلې او
نه سره سپين په خورجينونو-
– په ښکاره،-
يوکوشنی شانې پاداش،
يوه ډالۍ…
بس يوازې پېنځه توري،
تش يو دوې څپې((هېواد))،
څه په مات مخ، ننواتو
درنه غواړم!!؟
زړې بدلې
آ مهال چې دې له توانه
موټی تش دی
له تراه وېرې د خندا زهر
پر شونډو باندې لونې
او شا خوا مټې له سترگو
د مزرو شې کسلای
/// /// ///
له رغځيه د رېديو د زمول خوب
د نارنجباغ د ټوکېدا
څه هيله نشته…
کړکۍ ټولې مخ پر باغ
د سرو ورېښمو
د هېندارو له سترگيو
ځنې ويني
او په ماتوکږو ليکو کې
مخ د لمر د سکې مسخه.
// // //
تش رېدي پر دې پوهېږي
چې څوک وراغو لاشخوروته
مخه ښه نه وايي کله،
پرې چونگښې
په خوسا ورستو ډنډو کې
ها زړې بدلې بولي!!؟
شېرشاه مېنه،اگست۲ ۰۱۳
_____________________________________________
تاخوږې پښتيانا ته يې د نېکمرغه زېږکاليزې
په درشل کې در ډالۍ کوم
او له کابله دې له خوږه لوړو اسرې-اوېستا
او گران لالي سره
سروسترگې در ښکلوم (ټپيزه):
ژاړم برخليک چې څه ناپايه
پردېسوي مې تر کوم کوم ځايه
له يوه سرايه تربله سرايه…
باده پر باد مې سلام وايه،
پرهغه باد چې د اشنا پر لوري ځينه!
شېرشاه مېنه،۲۲ سېتېمبر۰۱۳
د تاريخ پاڼرېژ
د ژغور فرياد
د غرونو غرونو انگازو
له ورکې
پنا راوړې ما اوېجې
د تاريخ پاڼرېژ ته…
خو، نه پردار باندې ختلو
ساختلو لره!
اکسفورډ-۲۰اکتوبر۱۹
برخليک
تناکښي بيا
تکې سرې اورينې کرښې
د تيارو ترينگلو وريځو
په تور زړه کې…
د چا بېوسو،
د برخليک په نامه!
اکسفورډ- ۲۴جون ۲۰
واټن
لامبم زه په سرچينه کې
تل د لمر زرينو وړانگو
او ته د خپلو تړمو اوښکو
له تالاوه ترهې…
نوره په دومره واټن…
زما او ستا و نه شوه!
شېرشاه مېنه-۱۵ جن ۲۱
پرتاووري_ پرما څاڅي
(څلوريزه)
د زړه سترګې مو په غټو غټو ګوري
د سبا نارنجستان د لمر پر لوري…
څو نیولې به موخولې وي
پاس اسمان ته
که راوڅاڅي پرموږ، چې پرتا ووري!!؟
مزینه ۲۲لیندۍ ۹۸
مخسوری
ستا د سرو سترګو بټۍ کې
شوم مخسوری
او د ناز مکېز خولو دې
مین هوډ زما پولاد کړ!
هماغه
سره کرښه
د مخيونونو لارې لورې
مې له پښو پرېوتې
راته پر څار لا د پېچومو
کږلېچونو سترگې…
لاوراوښتی
له سرې کرښې نه يم!
هماغه
کوترې
مه توروه مې د اند ژوند پر بام
سرې شنې کوترې!
نه چې زما د وينې مينې
اسمانڅکي څلي
رانه همداسې نيم نيمگړي،
نيمه خوا پاتې شي!
هماغه
کليزه او کاليزه
(سالنما وسالگرد)
()
راسره ونمانځئ يارانو
نننۍکاليزه
چې مې د ژوندوژواک کليزې
ربغړې پاڼه،
له سره تانده شوه
په للمه بڼ کې!
د ۱۵۰ کال و پېړۍ په درشل کې
ډبرپېرپسرلی
پسرلي هسې په تېر کې
زرغون نمري کړل
له سره
د مړژواندي پنځ پر غاړه
د يو بل ويرژلي کال،
په هرکلي کې،
د يوې بلې ډبرپېر پېړۍ…
د هماغومنځنيو
خونړيو تلين پرياد!!؟
۳۰مارچ۰۲۱
گومان
د ايمان زيان
بياهم دښمنان
سخت تېروتي دي…
چې که د نجيب الله ځايناستی
امرالله ووژني،
بل کوم اتل به يې
ځای و نه شي نيولای!!؟
د باور بلنه
که څوک نه کاندې باور،
ونې غنې، کاڼي بوټي هم
ژړا کا،
او دنگ غرونه او سيندونه هم
فرياد …
نو،
له ماسره دې ولاړ شي
ها د جهل وجنايت وجنگ
په اور وينو کې راښکېل،
هغه پاروپاميزد،
ها زاړه زهير هېواد
افغانستان ته!!؟
اکسفورډ-۱۴- می۲۱۲۰
د الوتنې متره
که کړه راپرې
مړزگه خورو وراغانو
زما د وينې مينې د گوربت
غبرگ پرتمناک څانگونه…
خو ده راپاتې يې بياهم
د هسکو هسکو الوتنو متره!
۹ جون ۲۱
پانگواکي(سپين)
د ترهگري
او نشه يي توکو مخنيوی
ځکه اسانه نه دی
چې د پانگواکۍ گټې پکې
نغښتې دي!
۲۱ جولای ۲۱
زور د بري چار
څه چې په زور بلوسېږي
په زور خپلېږي…
که ده ځمکه، شتمني…
– او ان-
سوله- ازادي!!؟
۱ اگست ۲۱
يا:د وراشې-وجيزې په بڼه:
په زوربلوسلي
په زور خپلېږي.
۲ اگست ۲۱
ټيټکيانې
کوي بېځايه هڅې،
د سروېښتو اوپوندو
په جگولو سره:
ځانونه جگ وښيي!!؟
۱۸اگست۲۱
تورې دربلې
اخوا له تورو اوبو
کوي درنښت مې تورې دربلې وريځې
د هسکو دنگو سپينو غرو پر اوږو…
۱ ستمبر ۰۲۱
درود و احترام بب دوست فرزانه، شخصیت آکادمیک، پوهاند زیار. ممنون محبت شما با سپاس بيکران
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.