په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه د اندېښنو په دوام په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ خبرداری ورکړی چې، په دغه هېواد کې د اوبو کړکیچ مخ په پراخېدو دی.
دې استازولۍ پرون شنبه د جولای د میاشتې په ۲۷مه پر خپلې ايکسپاڼې په یو بیان کې ویلي، وچکالۍ، د هوا ککړتیا او د اوبو زیات استعمال د خلکو ارزښتناکه سرچینې له ګواښ سره مخ کړي دي.
اروپايي ټولنې هغه عمومي کمپاین ته چې دې ټولنې د اوبو د سرچینو خوندیتوب لپاره پیل کړی په اشارې سره ویلي، ټول باید په ګډه د راتلونکو نسلونو لپاره خپل سیندونه، جهيلونه او د ځمکې لاندې اوبه خوندي کړي.
يادې ټولنې دغه راز ویلي چې، په ګډو هڅو کېدای شي چې د اوبو له ستونزو خوندي افغانستان او نړۍ ولرو.
اروپايي ټولنې د “طبعیت څنګه کولای شي موږ د سېلابونو او وچکالۍ څخه وساتي” په نامه په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو احتمالي خطرونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.
دا پهداسې حال کې ده چې د اقلیمي بدلون وروستۍ څپې افغانستان هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
په وروستیو څو میاشتو کې افغانستان د پراخې وچکالۍ، وژونکو زلزلو، سېلابونو او ګڼو نورو طبيعي افتونو شاهد وو.
د تېرو دوو اوونیو په موده کې سختو ورښتونو، سېلابونو او توپان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار کې پراخه مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
کهڅه هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د وروستۍ څپې له کبله د رامنځته شوې مرګژوبلې او ویجاړۍ په اړه بېلابېل ارقام وړاندې شوي، خو تېره اوونۍ د کډوالۍ نړیوال سازمان یا “ایاوایم” ویلي و، چې د تازه ورښتونو، توپانونو او سېلابونو له کبله په افغانستان کې ۷۱ کسان مړه شوي دي.
وچکالي هم وه او همدا اوس هم ډېره ګرمي ده.”
په ورته وخت کې یو شمېر افغانان هم وايي، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون څپې سخت ځپلي او پهدې اړه اندېښمن دي.
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي نعمان پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: “د سږکال له پیله موږ له بدبختیو سره مخامخ یو، په هغه وخت کې چې کروندو ته ضرورت وه بارانونه ونهشول، وروسته وشول چې ګټه یې ونهکړه او له کبله یې سېلابونه هم راووتل، وچکالي هم وه او همدا اوس هم ډېره ګرمي ده.”
د پروان ولایت اوسېدونکی حیاتالله صدیقي وايي، وروستیو ورښتونو په دغه ولایت کې د څښاک د اوبو زېرمې تخریب کړي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه وايي: “په سیمه کې وروستي ورښتونه د دې لامل شول چې له غرنیو سیمو سېلابونه راووځي او لارې او د څښاک اوبو زېرمې تخریب کړي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.”
د ښاغلي صدیقي په خبره کې کهڅه هم د طبيعي افتونو پر وړاندې بېوسه دي، خو ټینګار کوي چې د اوبو د استعمال په برخه کې باید خلک هم خپل مسوولیت ادعا کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ دی او د اقلیم د اغېزو د کمولو لپاره لازم چمتوالی هم نهلري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.