لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۸۷مه برخه

آصف بهاند

83

د پښتنو بده رواجه

لمبې کړي بلې، اور په خویندو مړکوینه

 

د زړگي زور مې پاتې نه دی

یاره کیسه دې لنډوه ستړی دې کړمه

 

خلک د پیر لمنه نیسي

ما د وړوکي جانان پښې نېولې دينه

 

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:

ځان په غنمو ژوبل نه‌کړې
ته لا تنکی یې، زه لوگري درلېـږمه

جانان زما لکه ماشوم دی

یوه خبره باندې سل قسمه خورینه

 

ستا په خبرو کی شفا ده

په مینه دوې خبرې وکه، روغ به شمه

 

د زړگي زور مې پاتې نه دی

یاره کیسه دې لنډوه ستړی دې کړمه

 

لیلا د غواوو غوبنه شوه

ما ټنډغویی کړې چې څنګځن ورسره ځمه

 

خلک د پیر لمنه نیسي

ما د وړوکي جانان پښې نېولې دينه

 

د زړه په ورانو ديوالونو

ستا تصويرونه مې تازه ساتلي دينه

 

د پښتنو بده رواجه

لمبې کړي بلې، اور په خویندو مړکوینه

 

هو، لیونی درپسې نه شوم

د زړه سودا به مې ترعمره پورې وینه

 

که يې دوزخ ته کشولم

له جنتي ادې به تاو کړمه لاسونه

 

که ښوونځي راته خلاص نه‌کړي

د زړه پردې به مې له درده غوڅې شینه

 

په ما دې ننگ کړی جانانه

سړه به خورم، توده به تا له درکومه

 

پر خولې مې غبرگې شوندې کښېـږده
ژبــه مې پــرېــږده چې گـیـلې درتـه کـومـه

 

چې ستا به ماته زړه کې څه وي؟

زه خو د خولې ژاولې په منځ درنیمومه

 

درد مې ماغزه راستړي کړي

مکتب مې کولپ دی لوست نه لرې پاتې یمه

 

پر ما دې ور د مکتب بند کړ

پر تا دې بند کړي الله واړه جنتونه

 

يوه دې بله ورپسې وي

چې ښوونځي نه‌خلاصوي، برباد دې شينه

 

یوکډوال نه دی چې به لاړ شي

دلته کډوال دي په لکونو څنگ به شینه

 

لالیه ډاډ دی را سره که

رواج ليوه شو بند پۀ بند مي ماتوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.