Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د كابل نيوز سره د حكمتيار مركه

0 842

hekmatyar 1 (2)

پوښتنه: آيا په انتخاباتو كي اشتراك كوئ، كه كوئ ئې په خپله به كانديد وئ كه به د چا ملاتړ وكړئ او يا به مو حزب كوم بل كانديد وړاندي كړي؟

ځواب: په داسي حال كي چي په انتخاباتو باور لرو، دا د ولس حق گڼو چي د خپلي خوښي زعامت غوره كړي، او د اقتدار امانت هغه چا ته وسپاري چي صالح او امين وي او ولس پرې اعتماد كوي، د راتلونكو انتخاباتو لپاره دوه اساسي شرائط لرو: 1- د هېواد خپلواكي او د ټولو بهرنيو فوځونو بشپړ وتل او 2- د متناسب تمثيل پر بنسټ ولاړ عادلانه او شفاف انتخابات، نه د انتخاباتو هغه غلطه طريقه د منلو وړ ده چي اشغالگرانو پر افغانانو تحميل كړه او نه د بهرنيو فوځونو په شتون كي عادلانه او شفاف انتخابات ترسره كېدى شي. كه دا دوه شرائط تأمين شي نو حزب اسلامي په انتخاباتو كي برخه اخلي، دا په حزب اسلامي پوري مربوطه ده چي څوك د كانديد په توگه وړاندي كوي، زه له كانديدېدو سره كومه علاقه نه لرم، دې ته ترجيح وركوم چي د حزب اسلامي له لوري بل څوك وړاندي شي، خو داسي څوك چي اسلام ته ژمن وي، له خپل ولس او وطن سره ئې مينه وي، خپلواك، آزاد او سرلوړى افغانستان غواړي، د مشرتابه وړتياوي ولري او د افغانانو ملي وحدت تأمين كړى شي.

پوښتنه: تاسو د ډيلي ټيليگراف اخبار له قوله په پاكستان كي د نجونو پر مكتبونو حملې غندلې، ولي مو په افغانستان كي عين كار تر اوسه نه دئ كړى؟

ځواب: ستا له پوښتني معلومېږي چي هم له ډيلي ټيليگراف سره زما د مركې له څرنگوالي په دقيقه توگه واقف نه يئ او هم د داسي چاودنو په اړه د حزب اسلامي له دريځ او تگلاري، ښه به وي چي زه د هغي مركې همدا برخه ستا مخي ته كېږدم، ما د خبريال د يوې پوښتني په ځواب كي داسي ويلي: موږ له تحريك طالبان پاكستان سره هيڅ اړيكي نه لرو، د ښوونځيو او نورو عام المنفعه تأسيساتو له ورانولو سره هم په افغانستان كي مخالف يو او هم په پاكستان او بل هر هېواد كي، گمان نه كوو چي اسلام ته متعهد مجاهد به داسي غلط كار وكړي، زموږ معلومات دا دئ چي د ښوونځيو ورانول، په بازارونو، جوماتونو، زيارتونو، ودونو، او د غم او ښادۍ په نورو غونډو كي ټولي چاودني د بهرنيو استخباراتي كړيو له لوري او د كابل ملي امنيت په لاس تر سره كېږي، په افغانستان كي هم او په پاكستان كي هم.

د خبريال بله پوښتنه دا وه: آيا حزب اسلامى د جنكو د تعليم ملاتړ كوي؟

او زما ځواب دا وو: هو؛ موږ د نجونو زده كړه له هره پلوه داسي ضروري گڼو لكه د هلكانو، په دې اړه په هيڅ توپير باور نه لرو، البته له مختلط تعليم سره موافق نه يو او دا نه يوازي گټور نه گڼو بلكي له هره پلوه ئې مضر بولو.

دا هم بايد درته ووايم چي زما دا مركه په ښه توگه منعكس شوې او خبريال د نورو مطالبو ترڅنگ زما دا وينا ډېره په زړه پوري گڼلې چي د نجونو زده كړه مي له هره پلوه د هلكانو د زده كړي په څېر ضروري گڼلې!! د خبريال تبصره زما د مركې په اړه ډېره جالبه وه او زما ځوابونه او د حزب اسلامي تگلاره او دريځ ئې ستايلو.

پوښتنه: تاسو څه موده وړاندي د افغانستان يو شمېر شخصيتونو ته ليكونه ولېږل، د هغوى ځواب ځوابونه او عكس العملونه څه وو؟

ځواب: ځينو په يوې او بلي بڼي كي دغه ليك او د حزب اسلامي طرحي ته خپل ځواب ويلى، خو ځينو نورو داسي غلطه تگلاره غوره كړې چي نه موږ د كوم مثبت ځواب انتظار ترې لرو او نه دوى د بحران د حل له داسي طرحي سره توافق كوي چي د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل ئې اساسي او محوري بند وي، دوى خپله بقاء د جنگ او د اشغالگرانو د شتون په دوام كي لټوي، دا دئ گورئ چي د سپيني ماڼۍ يو وياند وايي: كېدى شي تر 2014 وړاندي ټول امريكايي ځواكونه له افغانستان ووځي … خو تاسو وليدل چي وطن پلورو او پردي پالو ډلو په ډېري بې شرمۍ سره وويل: د امريكايي ځواكونو بشپړ وتل به د تېرو يولسو كلونو ټولي لاسته راوړني په اوبو لاهو كړي، له امريكايانو ئې وغوښتل چي په وتلو كي عجله ونه كړي كه نه نو افغانستان به بيا د بنسټپالو په خوندي اډې بدل شي!!

پوښتنه: وايي ستاسو استازي ډاكټر غيرت بهير په دې ورستيو كي روسيې ته څو سفرونه كړي، كه سم وي نو په څه شي خبري شوې او نتيجه ئې څه وه؟

ځواب: څوك وايي چي داسي سفر شوى او هغه هم څو ځلي؟ دا پوښتنه هغه مهال وكړئ چي حزب اسلامي يا د روسيې كوم رسمي مقام د داسي سفر خبره وكړي، موږ له هر هغه لوري سره خبرو ته چمتو يو چي د افغانستان د بحران د حل په اړه د څه كولو مجال او اراده لري، مسكو كولى شي د بحران په پاى ته رسولو كي مؤثره ونډه ولري، كه مسكو له ناټو سره د روسيې له لاري په افغانستان كي د خپلو جنگي ځواكونو د اكمال مرسته ونه كړي نو يقيناً چي ناټو ته به په افغانستان كي مزيد پاته كېدا او د جنگ دوام ناشونى شي، مخصوصاً هغه مهال چي د پاكستان له لاري هم د اكمالاتو لړۍ بنده وي. د افغانانو انتظار له مسكو دا دئ چي نه له امريكايانو سره مرسته وكړي او نه هغه وطن پلوري ډلي او ذليلي څېرې د اعتماد او اعتبار وړ وگڼي چي پرون ئې شوروي اتحاد په يوې خونړۍ ناكامي جگړي كي ښكېل كړ او نن د امريكايانو تر قومندې لاندي له خپل ولس سره جنگېږي او د اشغالگرانو پر مزيد پاته كېدا ټينگار كوي.

پوښتنه: د حامد كرزي په غوښتنه د طالبانو پر مشرانو د بنديزونو د لري كولو هڅي رواني دي، وايي د سولي عالي شورى له ملگرو ملتونو ستاسو پر سر د بنديزونو د لري كولو غوښتنه هم كړې ده، په دې اړه ستاسو تبصره څه ده؟

ځواب: زه له دې خبر نه يم چي د سولي شورى زما په اړه د بنديزونو د لري كولو غوښتنه كړې وي، ما ته دا موضوع د نورو مهمو قضاياوو په وړاندي يوه وړه او بې اهميته موضوع معلومېږي، طالبانو ته مي هم مشوره دا ده چي د بنديزونو لري كولو ته د مهمي قضيې په سترگه ونه گوري، نه بهر ته سفرونه كوو او نه په بانكونو كي پيسې لرو چي د بنديزونو شتون او لري كېدا دي زموږ پر فعاليتونو څه اغېز ولري.

دا گمان هم نه كوم چي د بنديزونو په لري كولو كي دي د كابل حكومت يا د صلحي شورى كومه ونډه او تأثير ولري، دا پرېكړه به د سي آى اې له لوري كېږي نه د كابل حكومت له لوري.

پوښتنه: د حامد كرزي له له خوا د بگرام زندان نه زيات بنديان خوشي شول او دى غواړي نور بهرنيان دلته زندان ونه لري، آيا دې ته ورته كارونه د كابل حكومت په اړه ستاسو په نظر كي څه بدلون راولي؟

ځواب: د بهرنيو ځواكونو د حضور په وروستي كال كي به د كابل حكومت ته د زندانونو د سپارلو ارزښت څه وي؟ په داسي حال كي چي امريكايان خپلي اډې تخليه كوي او د وتلو لپاره خپلي بسترې راغونډوي نو زندانونه خو به خود د كابل حكومت ته سپاري، دا هسي يوه خندوونكې ډرامه ده چي گواكي د كابل حكومت دا جسارت كړى چي له امريكايانو د بنديانو د خوشي كولو او د زندانونو د سپارلو مطالبه وكړي!! ما ته ووايئ: د پاكستان له زندانونو طالب زندانيان د چا په وينا او غوښتنه آزاد شوي؟ او ولي دا كار نن، له يولسو كلونو وروسته ترسره كېږي؟ امريكايان چي كله وغواړي كوم زنداني ډېر او په بې رحمانه توگه تعذيب كړي نو بيا ئې د كابل ملي امنيت ته وسپاري، تاسو ته به د پنجشير د زندان بوږنوونكې قصې حتماً معلومي وي، امريكايانو په لومړيو كلونو كي ډېر بنديان په دغه زندان كي ساتل، د كابل حكومت ته د زندانونو له سپارلو به څوك او ولي د خير طمع كوي؟

پوښتنه: همدا اوس ستاسو او كابل ترمنځ خبري او مذاكرات او تماسونه شته؟

ځواب: د اعتناء وړ مذاكرات او تماسونه نشته، دا ځكه چي موږ د سټراټيژيك تړون په اړه د سپيني ماڼۍ وروستۍ پرېكړي ته منتظر يو، كه امريكايي چارواكو د كابل لاسپوڅې اداره دې ته اړه كړه چي تر 2014 وروسته هم د يو شمېر امريكايي ځواكونو د پاته كېدو سند لاسليك كړي هغه هم په داسي حال كي چي له قضايي مصئونيت به برخمن وي نو نه د كابل له حكومت سره د مذاكراتو كوم مجال پاته كېږي او نه د حكومت له بهرنيو حاميانو سره، په دې صورت كي موږ د مقاومت له دوام پرته بل بديل او انتخاب نه لرو او هر ډول مذاكرات بېهوده گڼو. امريكايان بايد په دې پوه شي چي له 2014 وروسته د محدود شمېر فوځيانو پرېښودل هم له نظامي پلوه يو احمقانه تصميم دئ او هم له سياسي پلوه، كوم افغاني امنيتي ځواكونه چي دوى ئې روزي او معاش او وسائل وركوي دا نه د دغو پاته امريكايي ځواكونو امنيت ساتلى شي او نه د كابل د شړېدلي مفسد حكومت بقاء تأمينولى شي، هم به دا امنيتي ځواكونه د دوى له مخالفينو سره يو ځاى كېږي او هم به هغه وسلې د دوى په ضد كارول كېږي چي دوى ئې دې ځواكونو ته وركوي.

پوښتنه: ويل كېږي (د يوې تركي خپروني له قوله) ايران او امريكا لگيا دي لكه د عراق غوندي په افغانستان كي هم سره معامله كوي، ستاسو غبرگون او دريځ په دې اړه څه دئ؟

ځواب: د تهران او واشنگټن تر منځ دا معامله له هغي نېټې رادې خوا پيل شوې چي امريكايانو پر افغانستان بريد وكړ، ايراني چارواكو د كابل او بغداد په نيولو كي د امريكايانو ملگرتيا او مرسته وكړه، په افغانستان او عراق كي ئې ايران پلوه شيعه ډلو ته وويل چي د امريكايانو د زمكنيو ځواكونو په توگه او د هغوى تر قومندې لاندي د افغاني او عراقي سنيانو په ضد وجنگېږي، دا هغه څه دي چي ايراني چارواكو په خپله او په ډېري بې شرمۍ سره پرې اعتراف كړى، خاتمي او رفسجاني په واز كومي او په وار وار ويلي چي كه د ايران مرسته نه وى نو امريكايانو كابل او بغداد دومره ژر او په دومره آسانۍ سره نشو نيولى!! دا ئې هم ويل چي ايران داسي ملگرتيا ته په بل هر ځاى كي هم چمتو دئ!! امريكايانو د دې په بدل كي د كابل او بغداد په امريكايي حكومتونو كي شيعه ډلو ته په زړه پوري برخه وركړه، د بغداد حكومت ئې په بشپړه توگه هغوى ته وسپارو او د كابل حكومت په امنيتي ځواكونو او ملكي ادارو كي ئې په پراخه پيمانه استخدام كړل، د ايراني رژيم ځواكمنه مسلح مخالفه ډله (مجاهدين خلق ايران) ئې په تور ليست كي ونيوله، حقيت دا دئ چي ايراني چارواكي د افغانستان پر سر له امريكايانو سره هري شرمناكي معاملې ته چمتو دي،

تهران له واشنگټن سره پر دې هم يوه معامله كړې وه چي امريكا به د مجاهدين خلق ډله په تور ليست كي نيسي او په مقابل كي به ئې ايران حزب اسلامي په تور ليست كي نيسي، او حتى ما به امريكايانو ته لاس تړلى سپاري، خو موفق نشول او زه په داسي حال كي له ايران ووتلم او هېواد ته راغلم چي ايرانيانو تر څو ورځو پوري زه په تهران كي لټولم او كورونه ئې پلټل، خو كله چي امريكا وغوښتل د مجاهدين خلق په اړه خپل دريځ بدل كړي او نوم ئې له تور ليست حذف كړي ايراني چارواكو هڅه وكړه داسي وښيي چي كه امريكا هغه كار وكړي نو تهران به د حزب اسلامي په اړه خپل مخكنى دريځ بدل كړي، د دې لپاره ئې له حزب اسلامي سره تماس ونيولو او وئې وغوښتل چي د حزب يو هيئت تهران ته ورشي، هيئت ولاړ، له اړوند مسئولينو سره ئې وكتل، هغوى ويل چي غواړو د ښو علائقو نوى باب پرانيزو، د اعتماد د اعادې لپاره اغېزمن گامونه واخلو، هيئت ورته وويل: د دې باب له پرانيستو سره موافق يو، خو دا ستاسو په تصميم او اقداماتو پوري تړلې ده، تاسو په يوه اړخيزه توگه او بې موجبه له حزب اسلامي سره د مخالفت لار غوره كړې، ښه به وي چي تېر اشتباهات جبران كړئ، څو ورځي وروسته معلومه شوه چي ايرانيانو دا كار يوازي د دې لپاره كړى وو چي هلته په امريكا كي پر دې بحثونه پيل شوي وو چي د مجاهدين خلق ايران ډله له تور فهرست وباسي، ايرانيانو غوښتل امريكايانو ته وښيي چي كه تاسو د مجاهدين خلق ډله له تور ليست وباسئ موږ به ئې په غبرگون كي حزب اسلامي له تور ليست وباسو، خو كله چي امريكايانو خپله پرېكړه وكړه او د مجاهدين خلق نوم ئې له تور ليست حذف كړ، ايرانيان زموږ له هيئت سره له خپلو ټولو كړو ژمنو او قسمونو په شا شول.

و السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

28.01.2013,

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply