محترم ولسمشر اشرف غني ته!/هلمند پردیس

0 1,106

قدرمنده ولسمشره، غواړم چې د ګیلې په ډول خپل د زړه غږ او د دردیدلی افغان وطن ناخوالې درورسوم.
د ټالیبانو د محوه کیدو ورورسته د ټولو افغانانو د افغانستان لپاره ډیر ښکلی او د خوشبختیو څخه د ډک هیواد ارمان یو ځل بیا په زړه کې راپیدا شوو، ولسونو داسې انګیرله، چې نوره نو د تورو تیارو دوران تیر شو، او که خدای کول، موږ به د یوه اباد، سوکاله، بریمن او پر خپل ځان بسیا افغانستان مالکان شو.
خو د ولسمشر کرزي دوران چې شروع شو، دولت د افغان تاریخي لنډغرو، ټوپکسالارانو، بدمعاشانو، او د افغانانو قاتلانو لاس ته ورغلو، مګر ولس بیا هم همدغه د تاریخ شرمیدلی څېرې لکه د زهرو پیالې نوش جان کړې، دریالس نه تر پینځلس کاله یې دوی وزغمل، او همدا هیله وه، چې موږ اوس د یو دولتي سیستم څیښتن شوو، نیمګرتیاوې به یې ورو، ورو ورپوره کوو، پروا نه لري، تیر هیر، باقي خیر!
خو برعکس، خبره د باقي خير څخه تیره شوه، نو ولس باید په بله لاره کار کړی وای، ولس غوښتل چې دغې ناوریني حالاتو ته نوره د پای ټکې کیږدي، او يواځینۍ د نجات لاره، د یوه عالم، متفکر او سپیڅلی زعیم ټاکل وو، چې د همدغې نتیجې له رويه ولس د لسیزو، لسیزو دردونو، غمونو او ناخوالو څخه ګرانه ولسمشره ستاسو غیږې ته پناه راوړه، او تاسو ته یې په سر پریکړي ډول رایه درکړه، او انقلاب یې وکړو، تاسو دنړۍ یو له هغو ولسمشرانو څخه يئ، چې د افغان ولس په رایه کمیاب او د نجات لاره بلل کیږئ.
مګر چې تاسې اوس په قدرت کې یاست او د افغانستان او افغان ولس مسؤلیت د ستاسو په غاړه دی، نو د یوه مسؤل کس په حیث مو دومره بار نه دی اوچت کړی، څومره چې د ولس ارمان وو.
اوس له دوو کالونو خبره اوښتي ده،خو هغه مشکلات چې ولس یې له ټوپکسالارانو سره لري، کم نه شول، په دې سلسله کې ولس دل شوو، خو لنډغر، قاتل، بدمعاش او جهادي ټوپکوال پکې میلیونر شوو، او افغانستان یې سوالګر کړو.

بله طرف ټالیبان لکه لیونی سپي افغان ولسونه ډاړي، په وینو کې یې لمبوي،مګر ولس پوهیږي، چې هغوی زموږ دوښمانان دي، او دوښمن همدا پر خپل دوښمن کوي، نو ځکه ترې ګیله نه ده په کار.
خو دا لنډغریزم، او مفسدیزم حالات نوره له زغمه اوځي، او د ولس د صبر کاسه په نسکوریدو ده،‌په کار ده، چې ولس ته ځواب او یا د چټک بدلون عملي ګامونه اوچت شي.
اول باید ولس د ټوپکسالارانو، لنډغرو، بدمعاشانو او د مافیايی کړیو له منګلو خلاص کړئ، دا تر ټولو اړینه ده، که یې نه شئ خلاصولی، ولس ته یې علتونه او له خپله بې وسي ورته ووایاست، چې ولس یو ځل بیا خپله لاس په کار او د حل بله لاره و لټوي.
مګر افغان ولسونه نور نه غواړي، چې بیا د پاکستان او ایران ته مهاجر شي، او یا د دغې نیمګړی دولت د پرځولو هڅه او د دوښمن طرفداران شي، ځکه چې افغانانو دغه ترخه تجربه ولیده، بیا به یې نه تکراروي، خو د همدغو لنډغرو، مفسدو چارواکو، بدمعاشانو بله د حل لار هم شته، چې ولس به یې له ګیروان څخه رانیسي، خو بیا به تاسو وایاست، چې قانون دی، هغه دی، او دغه دي.
نو په دغه برخه کې باید چې بدلون راشي، او هغه هم مثبت او چټک بدلون.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply