د ۱۰۰ ښځو پر خاوند څه وشول؟

0 1,125

یوه سندره ډېره پخوانۍ ده که تاسې اورېدلې وې، څه داسې ده چې” مدام به خوار او زار وي، د دوو ښځو خاوند” ، خو له دې را تېرېږئ داسې ځوانان شته چې سل ښځې لري.
کیسه داسې ده چې د نایجریا اوسېدونکي محمد بیلو ابوبکر چې ۹۳ کاله عمر یې درلود د ور پېښې ناروغۍ له کبله ومړ، هغه په ټول ژوند کې یوازې یو ریکارډ جوړ کړ چې سل ښځې یې نکاح کړې.

یوه بریټانوي ورځپاڼه بیا لیکي چې د هغې ۸۶ مېرمنې وې، خو خپله د نایجریا یوې ورځپاڼې “ډیلي ټرسټ” لیکلي، ابوبکر ۱۳۰ ودونه کړي وو، خو په دوی کې یوازې لس مېرمنو ته طلاق ورکړی وو.

د هغې د اولادونو په اړه ویل کېږي چې ۲۰۳ ماشومان لري او له مرګ وړاندې یې په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، اوس یې وخت پوره دی، خو دا هیله یې پوره شوې چې باید سل ودونه ولري، خو اوس له خپل رب سره د لیدو له‌پاره تیار دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply