بدې سترګې / ولي الله ملکزی

0 4,034

د مغولي دربار مشهور ادیب او سترګه ور شاعر، عبید وارثي د خپل ادبي او کلاسیکی ذوق په درلودلو سره د ښایسته سترګو په تعریف کې لیکي ( ښکلی سترګې هغه دي چې په یوځل کتلو سره لارې جوړوي، پردي خپلوي او اجنبي ته د اشنایي بلنه ورکويیقینا چې سترګې د خپل فزیکی جوړښت او تخلیقي اهمیت له مخی دد نیا په هره ژبه، ادب او هنر کې د تعریف او تعبیر پر بنسټ یو ځانګړی مقام لري. خو ځمونږ په ژبه، عرف او فولکلور کې خبره تردی هم ډیره وړاندی تللی او په لسګونو ماناګانې، اصطلاحات او نومونه لري

د مثال په توګه، رڼې او غړیدلی سترګې د ځیرکۍ او هوښیارتیا د ضمنی مفهوم تر اړخه، په معکوس ډول د غفلت اوبی پروایی مانا هم لري، لکه رحمان بابا چې واییلکه بت چې په رڼو سترګو ویده وي ـــ داسی زه په بیدارۍ کې وړی خواب یم. او یو بل شاعر وایی

 چې ژبه ګونګۍ وي او سترګې غړیدلی نشي  ـــ تش د سپرلي په نوم دی اور ولګي

تورې، ملالې او غټې سترګې ځمونږ د ولسي شاعرۍ او کلیوالې محاورې په چوکاټ کې د ښکلا معیار او د حسن پیمانه ګڼل کیږي او د پښتو د شعر او شاعرۍ ډیره برخه په همدې محور باندی راڅرخیږي چې په طبیعي ډول اوږده  باڼه، نرۍ وریځې، کاجل، رانجه او د لرګي سلایي هم  په بر کې نیسيوږې سترګې، د مړو سترګو بر خلاف، د صفت په ځای په ذم او د ناخوالۍ په چاپیریال سره تعبیریږي او کله چې یو انسان ته د اوږسترګي نوم ویل کیږي نو په څرګنده ورڅخه مطلب شومتیا، حرص او کنجوستوب وي. خو چې خبره د مینې، دیدن، وفا، هجران او وصال شي بیا نو د غزل د ارواښاد بابا، حمزه شینواري په وینا بل مفهوم لري لکه چې وایی

خدای دی زما مینه اوږ سترګې نه کړي ــ چې په دیدن یی شي مړې سترګې

قاصده سترګې دی د چا لیدلی ــ چې د حمزه په تا خوږې شوې سترګې

که مړاوې سترګې او خواږه، خواږه کتل، د عاشقانه مزاج د خلکو اصطلاح ده او مطلب ورڅخه وژونکې، خوړونکې او زړه راښکونکې نظرونه وي، نو خوبولې او نازولې سترګې بیا د مور، خور او نیا په ژبه هغه نیازبین او له عاطفې ډک لفظونه دي چې د خپلو کوچنیانو د ویده کیدو لپاره یی د الله هو، لولو  په مهال، د غیږی د پاسه او یا د ځانګو د پړي د راښکلو په مهال، په تت، خواږه او غریو نیولي اواز سره زمزمه کوي

کږې سترګې په رواجي ژبه کې چپ چپ کتلو ته وایي خو د غچ اخیستلو او دښمنۍ مانا هم لري. خړې سترګې د ماتی، ندامت، پښیمانۍ او خجالت حالت په ګوته کوي، ولی خیرنې سترګې بیا د دښمنی او مخالفت پیلامه وي او  دا دواړه هغه اصطلاحات دي چې خپلوان، دوستان او نژدی یاران یی په ورځنۍ محاوره او بنډار کې چندان نه استعمالويسترګې کله پخې او کله کچه هم وي. عادتا تکړه ښکاري او سیندک سړی، یا هغه څوک چې ډیر باجرآته او ښه خبر لوڅ وي نو د پخو سترګو خاوند بلل کیږي. خو بالعکس کچه سترګې سړی یا میرمن ډیره بی قدره، بی وفا، دوه مخې، بی لحاظه او بی مروته وي. یو ځل بیا د پښتو د غزل بابا، شینواري صیب ته غوږ نیسو او څه ښه وایی

درته چې وګورم کچه غوندی شي ــ بدې بلا دي ستا پخې سترګې

شنې سترګې که یوه خوا دښکلا نښه او سمبول ګڼل کیږي نو بله خوا بیا هغه د لویدیځ والو د شناخت، هویت او نژاد علامه ده، البته افغانان چې کله د شنو سترګو خبره کوي نو په الهامي او غیر ارادي ډول یی هاغه خونړي او له ویره ډک پړاوونه سترګو ته نیغ دریږي چې شین ټاقو روسانو او پیرنګیانو پدې ویاړلي او باتور ولس باندی تپلی دي

له نیکه او یا هم له بده مرغه، زه / ملکزی/ شاعر نه یم چې د سرو او زرکو سترګو په اړه د مینې، عشق، نازونو، نخرو او کرشمو فضا، د قلم په نوکه او د ټکو او حرفونو په تړلو او پییلو سره انځور کړم. ځکه نه می د خمار، شباب او خرابات په کوڅه کې قدم وهلی چې خودي کله په بې خودۍ اوړي او کله ور څخه خمار جوړیږي؟ نه می د جام کړنګا اوریدلی او نه می د ساقي مستي لیدلی. نه مې د تصوف، خانقاه، دربار، مناجات، ریاضت او فنا فی الذات فلسفه لوستې چې سرې او خماري سترګې د ناسوت او لاهوت ترمنځ د ارتباط او قرابت د کومې درجې نمایندګي کوي؟

 البته زه د سرو سترګو له دهقاني او اطرافي اصطلاح سره همدومره اشنا او بلد یم چې سرې سترګې د اسری او شکایت مرجع ته وایي. هغه د نهیلو پرګنو د امیدونو ډیوه ګڼل کیږي او د سوک ځواب په سوک سره ورکوي. خو دریغه، دریغه!! د شهید سردار محمد داود خان له ټکني مرګ او شهادت را وروسته مونږ لمړی په روڼ آندو او مرتجعینو، بیا په مجاهد او طالب او اوس د شمله دارو او نیکټایي دارو په دوو متقابلو جبهو او جهتونو  داسی سره ویشل شوي یو  چی د هیلی او اسری جهت مو تالاترغئ او د لاس اچولو او څیرولو لپاره یو مشخص ګریوان نلرو  

 په ټولیزه توګه، دا د افغانانو کم نصیبي ده چې د تیرو نه دیرشو کالو راهیسی د سرو سترګو داسی یو ټاکلی او منلی لوری نلري چې هغه دی د ګوند،ژبې، توکم او سمت له نیازه بی نیازه وي. د تعصب، انحصار او افراط  له زولنو دی آزاد  او د پردیو د ایډیالوژۍ بندیوان دی نه وي. د هر دردیدلي افغان د سلګۍ په قدر دی پوه،  د اوښکو د هر څاڅکي  په توییدو دی غمجن او د هر مظلوم  د مظلومیت او محرومیت له داستان سره دی اشنا وي، کنه نو دا کړیدلی او دل شوی ولس حق لري چې په جار سره د رحمت شاه سائل دا شعر بیابیا تکرار کړي چې

څوک به روایت د لیونتوب اخر ژوندی ساتي ــ زه هم که راټول لاس کې تارونه د ګریوان کړمه

لکه چې ټول پوهیږو، ځمونږ په ټولنه او ادبیاتو کې سترګې ځینی نور ځانګړي او بی خونده نومونه هم لري، خو د ژبې او قلم د عفت پخاطر یی زه له یادونې څخه پرهیز کوم. خو بدی سترګی د کلکوالي او کچه توب تر څنګه د بی لحاظه او بی شرمه انسانانو د پیژندګلوی ښه بیلګه او شاخص ويد تل لپاره لیدل شوي چی بد سترګي خلک په عرفي لحاظ ،  ډیر بی حیا، لنډاکي، نافرمانه، شله او کله شخي وي، خو که خبره بیا د واکمنۍ او د سیاست د دنیا وي، بیا خو نو ځمونږ دنیاګۍ له بد سترګو، بی عاطفې او کلک زړو انسانانو څخه چورلټه ډکه او ملامال ده

 بد سترګي خلک هاغه دي چې  د پلچرخي په پولیګون کې یی په زرګونو ژوندیو مظلومانو باندی تراکتورونه تیر کړی او یا یی ورباندی نا ترسه باړونه چلولي دي. د هغو په سلګیو او زاریو پسې یی په کړس کړس خندلي دي. بدې سترګې همدی ته وایي چې د هورا په نه ویلو او د سور یخن قاق په نه اغوستلو  یی د بی بی حوا ډیرې لوڼې کونډې کړیدي.   بد سترګي همدا ده چې د هیواد والو ملي غرور، برم او هسکه شمله یی د نورو په چوپړ کې په داو لګولې وي، خو نن د برګي نیکټایي په اچولو سره ځان هیواد پال، ډیموکرات او آزاد خیاله ګڼي. بد سترګي همدا ده چې وطن دی لوټه، لوټه او کنډواله وي، خو دا جنابان او ددوی نیازبین اولادونه دی تر او تازه اوسي. بد سترګي همدا ده چې د هیواد  یو ځانګړي قوم او ولس دی در بدر او خاورې په سر وي، خو دوئ دی هوسا او یواځی د همدوې سر دی په امان وي

بد سترګي همدا ده چې نور دی په وینو کې لت پت، بی تعلیمه او خوار او زار وي خو دوئ دی خوښ، واکمن او ځواکمن وي. بد سترګي همدا ده چې د نورو له درد او ذلت څخه خوند او لذت واخلي. بد سترګي همدا ده چې قرباني به ټولو ور کړی وي، جهاد، مبارزه او مقاومت به هرچا کړی وی، ویني به د هر چا توی شوې وي، کور به د هر چا وران او کنډواله شوی وي، هدیرې به د هر چا ډکې شوی وي، خو د امتیاز خاوند به یواځی خپل ځان ګڼياو بالاخره بد سترګي همدا ده چې خپل لاسونه به یی د نورو بیګناه انسانانو په تودو وینو د څنګلو په ځای، تر تخرګونو پوری سره وي، خو بل ته به وایی چې ته فاشست یی، ته ترهګر یی !؟ 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply