ننني نمایشي حاجيانو ته../ قاضی باران

0 1,820

ننني نمایشي حاجيانو ته..
د خراسان ستر مجاهد مجتهد او محدث عالم عبدالله بن المبارک (۱۱۸ – ۱۸۱۱ ه.ق) د امام صاحب ابي حنيفة او امام اوزاعي شاګرد د حج اراده وکړه..
د حج په سفر او مزل کې ورسره یو مرغه مړ شو، هغه مردار مرغه یې ډېران کې ګوزار کړو..
شېبه وروسته ډېران سره له نږدې کور څخه یوه پېغله بهر شوه او هغه مردار مرغه یې اوچت کړو په منډه بېرته هغه کور ته دننه شوه!؟
ابن مبارک رحمه الله د پېغلې دې کړنې ته حیران شو او ورغی پوښتنه یې ورڅخه وکړه!!
پېغلې ورته وویل: دغه کور کې یواځې زه او ماشوم ورور مې اوسېږو، مور مو پخوا مړه او پلار مو شتمن وو خو هغه مظلوم ووژل شو او هستي یې لوټ شوه، پرته له دې کمیس څخه نور هېڅ نه لرو او خواړه مو له څو مودې راهیسې د همدغه ډېران ګند دی!!
ابن المبارک رحمه الله خپل همکار ته وویل څومره پيسې درسره لاس کې دي؟
هغه وویل: زر دیناره.
ابن المبارک ورته کړل چې ۲۰ دیناره واخله زموږ بېرته د خراسان تګ لپاره او باقي ۹۸۰۰ دیناره دې پېغلې ته ورکړه، سږکال زموږ له حج څخه همدغه خیرات په مراتبو بهتر دی.
(البدایة والنهایة، ابن کثیر)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply