ثور اتمه جهادي تاړاک او ملي تاوان/ غلام سرور ظهیر

0 2,214

د افغانستان د لوټ شويو نظامي تجهیزاتو بوږنوونکې احصائیه/لومړۍ برخه لیکنه: ډاکټر ظهير په ۱۳۷۱ کې پر کابل د پاکستان جوړې جهادي خپسکې کښېناستل په حقیقت کې لکه څنګه چې عنوان ورکړل شو، د یوه لاسپوڅې نظام سقوط نه، بلکې د کلیوالۍ او بدویت په مقابل کې د افغانستان د تمدن (ښاريتوب) له پېړیو د ودان کلتور سقوط، له پښتنو څخه د واک د مؤسسې د څو سوه کلن مالکیت لېږد او د افغانستان د څو سوه کلنې دولتي دستګاه او بیورکراسي، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د زر ملیارډو ډالرو په لګښت لا هم بېرته ځای ته نه ده راغلې، تالا ترغه کېدل و. یوه لور ته د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې طرحې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي بنینسېوان د ۵ فقره‌يیز پلان ناکامېدل او بله خوا د وطن حزب د مشرانو تر منځ بې باوري، د روسانو وتل او نابسنده مرسته، د جګړې فشار او د سیاسي اړیکو محدودېدل د دې لامل شول چي افغان دولت واک پاکستان جوړو ښي لاسو جګړه‌ مارو مشرانو ته پرېږدي. افغان حکومت د ۱۳۷۱ کال د غويي د میاشتې په ۸مه په سوله‌يیزه توګه ارګ د حضرت صبعت الله مجددي تر مشرۍ لاندې عالي جهاد (!) شورا ته وسپاره. هغه مهال د افغانستان دولت له نظامي اړخه د سيمې په کچه پیاوړی وسله‌وال او ښه روزل شوی ځواک، چې شمېر یې څه باندې نیم میلیون ته رسېده؛ درلود. په ۱۳۷۱ کال کې افغان وسله‌وال پوځ، چې له ملي پوځ، ملي پولیسو، ملي امنیت، هوايي ځواک، زرهي ځواک، کشفي ځواک، سرحدي ځواک او ځمکني ځواک څخه جوړ و؛ لاندې وسلې او پوځي وسایل لرل:

لومړی: سپکه او درنده وسله؛ یو میلیون (۱۰۰۰۰۰۰) میله.

دویم: جګړه‌يیز (محاربوي) او زرهي ټانګونه؛ تر دوه زره او پنځه سوه (۲۵۰۰) چینو ډېر.

درېیم: جګړه‌يیزې (محاربوي) شوبلې او زرپوښونه؛ تر درې زره (۳۰۰۰) چینو او عرادو ډېر.

څلورم: توپونه یانې هوان، زیګو-ایک او ده شکه؛ شپږ لکه (۶۰۰۰۰۰) دانې.

پنځم: ټرانسپورټي وسایط؛ نه ویشت زره (۲۹۰۰۰) عرادې.

شپږم: سېکاف او لوژیسټکي مخابرې؛ اته څلوېښت زره (۴۸۰۰۰) پایې او عرادې.

اووم: جنګي الوتکې لکه بمغورځن جیټونه، ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې؛ پنځه سوه شپېته (۵۶۰) وزره.

اتم: اوږد واټن ویشتونکي لارښودوړ سکارټ توغندي؛ اته (۸) دستګاوې.

نهم: اوږد واټن ویشتونکي لونارډ او اورګان توغندي؛ اته ویشت( ۲۸) دستګاوي.

لسم: له ځمکې څخه هسک رایکټیو توغندي؛ یو لک (۱۰۰۰۰۰) فیره.

یوولسم: د ډول ډول وسلو مهمات؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) ټنه ډېر.

دوولسم: په ډېپوګانو کې دل زړې وسلې؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) میله ډېري.

دیارلسم: د وسلو رغنځي (د ترمیم فابریکې)؛ شپږ (۶) سترې فاریکې.

څوارلسم: د وسلو او پوځي وسایطو پرزې؛ د پنځه (۵) میلیارډه ډالرو په ارزښت.

پنځلسم: په ټولو قطعاتو کې د یوه کال لپاره زېرمه شوي خوراکي توکي، روغنیات او البسه.

البته دا یادونه اړینه ده چې پورته یاد امکانات یوازې د هغه وخت د نظام په اختیار او ملکیت کې وو. په مقابل کې یې پاکستان‌جوړو ډلو هم له دې شتو سره د پرتلې وړ سپکې او درندې وسلې درلودې چې په تدریجي توګه یې امانتي بېرته خپلو محسنو پاکستانیانو ته وسپارلې. د میلیونو افغانانو پر وژنګ، ژوبلښت او کډوالۍ سربېره؛ افغان وسله‌وال پوځ ته اوښتي زیانونه هم د شمار نه دي؛ دلته یوازې د سترو لوټماریو یادونه شوې. له بده مرغه، زموږ نظامداران د دومره لوی تاوان د ویرنې پر ځای، د ثور د اتمې په نامه د هغې نمانځنه کوي او د یوه تاریخي ملت د سقوط فاجعې ته د حماسې او مرتکبینو ته یې د اتلانو او زمریانو خطاب کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply